د بګرام د زندان په اړه د بندیانو د تنظیم او خلاصون د چارو کمېسیون اعلامیه

تېره شپه د بګرام له میدان او نظامې اډې څخه امریکايي ځواکونه وتلي او بګرام یې داخلي عسکرو ته سپارلی دی چي د وتلو پر مهال یې د خپلو برقي وسایلو په وړلو سره په دې کرغېړن زندان کې د نورو وحشتونو او ظلمونو ترڅنګ پر مظلومو بندیانو برق او اوبه هم بندي کړي دي. […]

تېره شپه د بګرام له میدان او نظامې اډې څخه امریکايي ځواکونه وتلي او بګرام یې داخلي عسکرو ته سپارلی دی چي د وتلو پر مهال یې د خپلو برقي وسایلو په وړلو سره په دې کرغېړن زندان کې د نورو وحشتونو او ظلمونو ترڅنګ پر مظلومو بندیانو برق او اوبه هم بندي کړي دي.
اوس په زندان کي بې وسه پراته بندیان د نورو مشکلاتو سره د اوبو او برق له نعمت څخه هم بې برخې شوي چي په نتيجه کي يې ټول بندیان په تیمامه اودسونه کوي او هم په تشنابونو کي د کانالیزاسیون سیستم خراب شوی، چي دا د بندیانو د ناروغۍ او د ماحول د مکروبي کیدو سبب کیدلای شي.
له لویه سره هم په نظامي اډو کي د بندیانو ساتل د نړیوالو قوانیونو څخه ښکاره سرغړونه وه، موږ د نړۍ او په خاص ډؤل په افغانستان کي د بشر د حقوقو پر ادارو باندي ږغ کوو چې د بندیانو په اړه نړیوال قوانین په نظر کي نیولو سره د بګرام په زندان کي ټول بندیان یا خو خپلو ولایتونو ته او یا هم مرکزي زندان پلچرخي ته را انتقال شي، په دې برخه کې یادې ادارې باید خپل غږ پورته کړي او خپل مسئولیت ادا کړي.
دا معلومه نه ده چي د بګرام د برق او اوبو مشکل به تر څه وخته دوام وکړي ځکه د ژر جوړیدو څرک یې نه تر سترګو کیږي، نو ځکه له اړوندو حقوقي ادارو څخه په کلکه غوښتنه کوو چي د بندیانو مشکل او تکلیف ته خاصه پاملرنه وکړی تر څو هغوئ ته د څښاک او اوداسه اوبه ژر تر ژره ورسیږي. والسلام
د بندیانو د تنظیم او خلاصون د چـــــارو کمېسیون
۲۲/۱۱/۱۴۴۲هـ ق
۱۱/۴/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/7/2م