په مفتوحه سیمو کې د شایعاتو او قیوداتو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

په رسنیو او ځینو سیمو کې آوازې خپریږي چې د اسلامي امارت مجاهدین چې نوې سیمې تر خپل کنترول لاندې راولي هلته په خلکو، رسنیو او ښځو او باندې قیودات ږدي او یا ځینې بندیزونه پرې لګوي. موږ دا ډول پروپاګند ردوو، په نویو فتحه شوو سیمو کې د همدې مؤمن ملت غړي او مسلمانان […]

په رسنیو او ځینو سیمو کې آوازې خپریږي چې د اسلامي امارت مجاهدین چې نوې سیمې تر خپل کنترول لاندې راولي هلته په خلکو، رسنیو او ښځو او باندې قیودات ږدي او یا ځینې بندیزونه پرې لګوي.
موږ دا ډول پروپاګند ردوو، په نویو فتحه شوو سیمو کې د همدې مؤمن ملت غړي او مسلمانان دي، د اسلام په چوکاټ کې ژوند لري، اړتیا نه لیدل کیږي چې په هغو باندې قیودات وضع شي او یا له کوم څه څخه رامنع کړل شي.
مکاتب او ټولې تعلیمي ادارې فعاله دي، رسنۍ د شرعي حدودو په چوکاټ کې بې طرفه او آزاد نشرات کولای شي، همدا ډول کلینیکونه او صحي مراکز بې له کوم قید او شرط څخه فعالیت کولای شي، خیریه مؤسسات او نور آزاد بنسټونه هم د خلکو لپاره آزاد خدمات وړاندې کولای شي.
ملکي مامورین، خبریالان، د بیلابیلو خدماتي ادارو کارکونکي هم بې له کوم خوف او خطر څخه ژوند او خپل فعالیت کولای شي.
ورسره په ټول هیواد کې ملي تجاران، هټۍ وال، پانګه اچوونکي هیوادوال او ټول کسبه کارانوته هم اطمینان ورکول کیږي چې دوی او مالونه به يې مصئون وي، هيڅوک خنډ او مشکل نشي ورته جوړولای باید ډاډه واوسي.
د اسلامي امارت مجاهدین به له یادو ټولو برخو سره تر خپله ممکنه بریده همکاري او مرسته کوي او د کارونو په لا بهبود او ښه والي که به کومک ورسره کوي.
په دې مورد خلکوته تشویش اچول، پروپاګند کول او شایعات خپرول د دښمنو کړیو کار دی، رسنۍ او شخصیتونه باید د داسې آوازو فریب ونخوري او هيڅ تشویش ونه لري.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۴/۱۱/۱۴۴۲هـ ق
۱۳/۴/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/7/4م