اسلامي امارت خبرو او تفاهم ته ژمن دی

که له یوې خوا په هیواد کې له اسلامي امارت سره د مخالفو عسکرو د پیوستون لړۍ زور اخیستی، له ۱۵۰ زیاتې ولسوالۍ د اسلامي امارت تر بشپړ تصرف لاندې راغلي دي. دغه راز د دښمن ګڼ شمیر پوځي مراکز له ټولو درنو وسلو، جنګي وسائلو او وسائطو سره د مجاهدینو په واک کې راغلي […]

که له یوې خوا په هیواد کې له اسلامي امارت سره د مخالفو عسکرو د پیوستون لړۍ زور اخیستی، له ۱۵۰ زیاتې ولسوالۍ د اسلامي امارت تر بشپړ تصرف لاندې راغلي دي. دغه راز د دښمن ګڼ شمیر پوځي مراکز له ټولو درنو وسلو، جنګي وسائلو او وسائطو سره د مجاهدینو په واک کې راغلي چې ورسره د اسلامي امارت نظامي برلاسي او پوځي قوت څو برابره اضافه شوی او د حاکمیت ساحه یې پراخه شوې. خو له دې ټولو ژورو تحولاتو او پرمختګونو سره سره اسلامي امارت لا هم د خبرو او تفاهم پروسې ته ژمنتیا لري او بهتره ګڼي چې د افغانستان مسئله د خبرو له لارې حل شي.
په همدې لړ کې په تېره اونۍ کې د اسلامي امارت سیاسي استازو د ایران د اسلامي جمهوریت پلازمینې تهران ته رسمي سفر درلود او هلته یې له ایراني چارواکو نه علاوه له کابل څخه له راغلیو سیاسیونو سره هم د سولې او سیاسي حل په مسائلو بحث وکړ. په دې مجلس کې د خبرو اترو په پیل ټینګار وشو او په راتلونکې کې د یوې داسې غونډې د جوړولو یادونه وشوه چې له جګړې څخه دائمي سولې ته د انتقال په میکانیزم او اسلامي نظام ته د رسیدو په موضوع په بحث وکړي.
په همدې وخت کې د اسلامي امارت یو بل هیئت د روسیې پلازمینې ماسکو ته سفر درلود، دا چې د افغانستان په شمال کې ډيرې سیمې تازه په تازه د اسلامي امارت تر تصرف لاندې راغلي دي. د اسلامي امارت استازو روسیې او د مرکزي آسیا هیوادونو ته ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت د پرمختګونو په اړه باید اندیښنه و نه لري، له افغانستان څخه به هیڅ بهرني هیواد ته ضرر متوجه نه شي. د اسلامي امارت استازو د خبري کانفرانس په لړ کې یو ځل په سوله ییز حل ټینګار وکړ او ویې ویل چې د راتلونکې اسلامي نظام په اړه باید افغانان د خبرو له لارې توافق ته ورسیږي.
په داسې حال چې د افغانستان اسلامي امارت له یوې خوا د عفوې او دعوت سوله ییزه پالیسي اختیار کړې، چې له امله یې په ډیرو سیمو کې د جګړې عوامل له منځه تللي او د مرګونو مخه نیول شوې، دغه راز یې بل اړخ ته په سیاسي میدان کې خبرو او تفاهم ته خپله ژمنتیا ثابته کړې، بالمقابل د کابل ادارې مشران درګرده په جګړه ییزو ګواښونو او سلامشورو بوخت دي. په ولسي سیمو بمبارونه، جګړه ییز تبلیغات او آزادو رسنیو ته ګواښونه هغه اقدامات دي چې د ارګ چارواکو په دې ورځو کې ترسره کړي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د هغو ډلو له جملې نه دی چې نظامي برلاسي او قدرتمند موقف ته رسیدل یې خدای مکړه په ځان مغرور او یا یې په چلند کې تغیر راولي. اسلامي امارت له وروستیو پرمختګونو سره ځان تر پخوا ډیر مکلف ګڼي او د افغانستان په قضیه کې د محور او مسؤل جهت په حیث دا خپله دنده بولي چې څرنګه هیواد او ولس په سوله ییز او ابرومندانه ډول له روان وضعیت څخه راوباسي او د یوه خپلواک، اسلامي او سوله ییز افغانستان تر ارمانه یې ورسوي. نو ځکه خبرو او سوله ییز حل ته د یوه مهم او ټاکونکي عامل په نظر ګوري.