د افغانستان اسلامي امارت د روغتیايي چارو کمېسیون اعلامیه

داچې په هیواد کې نیږدې تر ۲۰۰ پورې ولسوالۍ نوې له دښمن څخه تصفیه شوې دي، په ټولو ولسوالیو کې د صحت مراکز، کلینیکونه، او روغتیايي پرسونل شتون لري، همدا ډول د ولایاتو په مراکزو کې روغتونونه وجود لري، طبي پرسونل او ډاکټران شتون لري، یادو ټولو صحي مراکزو، ډاکټرانو، طبي پرسونل او همدا ډول […]

داچې په هیواد کې نیږدې تر ۲۰۰ پورې ولسوالۍ نوې له دښمن څخه تصفیه شوې دي، په ټولو ولسوالیو کې د صحت مراکز، کلینیکونه، او روغتیايي پرسونل شتون لري، همدا ډول د ولایاتو په مراکزو کې روغتونونه وجود لري، طبي پرسونل او ډاکټران شتون لري، یادو ټولو صحي مراکزو، ډاکټرانو، طبي پرسونل او همدا ډول په ولایاتو کې روغتونو او روغتیايي مؤسساتوته د اسلامي امارت د روغتیا چارو کمیسیون لخوا ډاډ ورکول کیږي چې په ازاد او ارام ډول خپل روغتیايي خدمات وړاندې کولای شي، د مجاهدینو لخوا به ورته هيڅ ستونزه نه وي، بلکې د لا تقويې، پرمختګ او تجهیز په برخه کې به يې هڅه او همکاري کیږي او اسلامي امارت د ورغتیا مسئلې ته ډيره توجه لري.
د دې لپاره چې په روغتیايي برخه کې خلکوته لا ډير خدمات وشي، طبی مراکز له ځنډ او خنډ سره مخ نشي، د روغتیا چارو کمیسیون يې په اړه خپلو ټولو کارکونکو او مسئولینوته لاندې لارښونې کوي.
(۱) – دصحي مراکزو کنترول او ساتنه ستاسو مسئولیت دی، هرڅه ژر يې کنترول په خپل لاس کې واخلئ ترڅو یې اجناس او وسائط او اسناد ضائع نه شي .
(۲) – کوم صحي پرسونل چې تردې دمه په روغتیايي مراکزو کې په کار بوخت وو له خپله لورې ډاډ ورکړئ چې د دوی د روغتیايي فعالیتونو په ادامه کې به هیڅ مشکل نه ورته پیښیږي د اسلامي امارت روغتیايي چارو کمېسیون به د دوی هر اړخیز ملاتړ او مرسته کوي .
(۳) – که احیانا کوم کسان ستونزي لري د ستونزو څیړنه یې وکړئ ترکومه حده چې ممکن وي ستونزې ورحل کړئ .
(۴) – د ټولو کلینیکونو منقول او غیر منقول اجناس او وسائط که د هرچا په ذمه کې قید وي د هغه په ذمه کې پریږدئ البته که هغه یې ذمه واري نه قبلوله داسې چاته یې په رسمي ډول وسپارئ چې اهل يې وي او د حفاظت بشپړه ذمه واري یې په ذمه واخلي .
(۵) – که کوم امبولانسونه یاعام هغه موټران چې د کوم روغتیايي مرکز مربوط بلل کیږي، هغه ټول معلوم کړئ د هرچا په ذمه کې چې وي په هغه یې تصدیق او د ساتنې ډاډ یې ترلاسه کړئ .
(۶) – که کوم کلینیکونه خالي شوي وي څوکیدارن او پرسونل یې نه حاضریږي اطلاع ورکړئ چي حاضر سي او خپل خدمت ته په ډاډه زړه ادامه ورکړي که بیا هم نه حاضرېدل باید د کلینیکونو د ساتنې لپاره جدي توجه وکړئ .
(۷) – ټول ولایتي مسؤولین باید کوښښ وکړي چې د روغتیا اړوند مؤسساتو او د خپلو سیمو له اړوندو نړیوالو طبي مؤسساتو لکه سور صلیب ، ډبلیو ایچ او ، یونیسف ، بی پولې ډاکتران ، نارویژن ، سویډن طبي مؤسسات له ذمه وارو کارمندانو سره مخامخ وګوري د حالاتو په نزاکت او مسؤولیت یې پوه کړي ترڅو ذهنا اماده شي او د جګړې د زخمیانو او کرونا ځپلو ناروغانو لپاره تیاری ولري .
(۸) – په ټولو هغو کلینیکونو کې چې د ایمرجنسي ناروغانو راتګ ورته ممکن وي د زخمیانو د اولیه خدمتونو د پاره تیاری ، د اړینو درملو پوره کول ، د ایمرجنسي توکو او تجهیزاتو تدارک ، د ویني بانکونو ډک ساتلو څخه ځان ډاډه کړئ .
(۹) – که احیانا کوم ناروغان تخصصي جراحي ته اړتیا پیدا کوي لازمه د امبولانس سیستم مو بایدبرحال وي ترڅو په اسرع ترین وخت کې ناروغ داسې ځای ته ورسیږي چې تخصصي جراحي کولای شي .
(۱۰) – که په کومو ځایونو کې د امبولانسونه له نه شتون سره مخ یاست او یاهم کمزوری ریفر کوي کوښښ وکړئ چې له ازاد بازاره خپله تشه ډکه کړئ.
(۱۱) – ټول هغه کلینیکونه چې د تخصصي جراحي څانګي یې فعالې دي باید ټول اړین وسائل او درمل وار له مخه برابر کړي .
(۱۲) – داچې دښمن په ډیر وار خطاء حالت کې دی بی رحمه بمبار کوي ملکیان او مجاهدین حتی خپل عسکر له یوې مخې خپل هدف ګرځوی وحشتناک اتشي بمونه او راکیټونه اوروي کوښښ وکړئ چې ار ټی اې [R.T.A] ناروغان وروسته له اولیه خدمتونو په عاجله توګه ولایتي مراکزو او یا د ایټالیا هیواد نژدې ایمرجنسي روغتونو ته واستوئ .
(۱۳) – داچې حکومت د خپلو عسکرو اکمالات نه کوي ډیره برخه یې موسم او مسلسلو لوږو تندو ځپلي که کوم ځای کې دولتي عسکر په زخمي یا ناروغ حالت کې در وړل شي پرته له کوم توپیره یې باید د بشري همدردي په بناء بشپړه تداوي وکړئ .
(۱۴) – د ملکي تلفاتو په برخه کې اړین ګامونه پورته کړئ که احیانا کوم زخمیان زموږ کلینیکونه نه شي برداشت کولای کوښښ وکړئ چې له اولیه خدماتو وروسته یې ولایتي او یا د نړیوالو طبي سازمانو اړوند روغتونو ته د ریفر سیستم وربرابر کړئ .
(۱۵) – په ټولو کلینکونو کې موجود اکسیجن وڅارئ ځان ډاډه کړئ که کم وي له ممکنه لارو چارو کار واخلئ او خپله تشه ډکه کړئ .
(۱۶) – په ازاد بازار کې د اکسیجن د خرید او فروخت مراکز (سنټرونه) له نژدې وګورئ چې څومره امکانات لري ایا د کرونا او ایمرجنسي ناروغانو اړتیاوو ته ځواب ویلی شي کنه ؟ .
(۱۷) – په ازاد بازار کې د اکسیجن د بالونو او کپسولونو خرید فروخت باید له تاسو سره رسمي ثبت ولري ترڅو د اړتیا په مهال کار ترې واخیستل شي ځکه اکثر خلک وېرې اخیستي وي پرته له اړتیا د اکسیجن بالونه له بازاره ټولوي او په کورنو کې ساتې .
(۱۸) – د کرونا د ناروغانو لپاره په هرکلینیک کې چې ممکن وي ځانګړي خونې تیارې ولرئ او شکمن کسان په خپلو کورونو کې قرنطین او تر نظارت لاندې وساتئ .
(۱۹) – خلکو ته د سیمې د علماؤ مخورو سپین ږیرو له لارې خبر ورکړئ چې د کرونا دریم لړ په چټکۍ سره پرمخ روان دی له عامه اجتماعاتو ډډه وکړي او د کرونا د مخنیوي لازم تدابیر په پام کې ونیسې .
د افغانستان اسلامي امارت د روغتیايي چارو کمیسیون
۵/۱۲/۱۴۴۲هـ ق
۲۴/۴/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/7/15م