په پنجشیر کې د سیلابونو له امله د زیانونو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پنجشیر ولایت حصه اول ولسوالۍ کې د پیشخور په سیمه کې د بارانونو او سیلابونو راوتلو له امله سیمیزو خلکوته درانه مالي زیانونه اوښتي دي، ګڼ کورونه نړیدلې، کرنیزې ځمکې، باغونه او حاصلات له منځه تللي او خلک له خپلو مینو بې ځایه شوي دي. […]

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پنجشیر ولایت حصه اول ولسوالۍ کې د پیشخور په سیمه کې د بارانونو او سیلابونو راوتلو له امله سیمیزو خلکوته درانه مالي زیانونه اوښتي دي، ګڼ کورونه نړیدلې، کرنیزې ځمکې، باغونه او حاصلات له منځه تللي او خلک له خپلو مینو بې ځایه شوي دي.
اسلامي امارت په پنجشیر کې له سیلاب ځپلو هیوادوالو سره خپله ژوره خواشنیي شریکوي او په هیواد کې په خیریه مؤسسو او کومک رسوونکو ادارو غږ کوي چې په دغه سیمه کې له سیلاب ځپلو سره خپله همکاري ونه سپموي او د اسلامي امارت مجاهدین دې هم د امکان په حد کې له خلکو سره د آسانتیاوو په برابرولو او نجات ورکولو کې خپل مرسته وکړي.
له الله تعالی څخه غواړو چې متضررینوته نعم البدل ورنصیب کړي او آینده يې له شر او آفاتو څخه پخپل امن کې وساتي. والسلام

د افغانستان اسلامي امارت
۲۳/۱۱/۱۴۴۲هـ ق
۱۲/۴/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/7/3م