د هېواد په نویو فتحه شویو سیمو کې د پوهنتونونو او تحصيلي چارو د تنظيم په هکله د ا. ا. ا د عالي تحصيلاتو ادارې اعلامیه

د افغانستان اسلامي امارت د ټولو تعليمي او تحصيلي ادارو د ساتنې، پراختیا او پرمختګ لپاره پوره عزم او کلک هوډ لري او هېچاته به اجازه ورنه کړي، چې د هېواد دا معنوي شتمنۍ له خطراتو او ضررونو سره مخامخ کړي. همدارنګه د عالي تحصيلاتو اداره هم پوره هڅه کوي، چې د پوهنتونونو، د لوړو […]

د افغانستان اسلامي امارت د ټولو تعليمي او تحصيلي ادارو د ساتنې، پراختیا او پرمختګ لپاره پوره عزم او کلک هوډ لري او هېچاته به اجازه ورنه کړي، چې د هېواد دا معنوي شتمنۍ له خطراتو او ضررونو سره مخامخ کړي. همدارنګه د عالي تحصيلاتو اداره هم پوره هڅه کوي، چې د پوهنتونونو، د لوړو او نيمه لوړو زده کړو د مؤسسو اړوند چارې په مؤثر ډول تنظیم شي او مشکلاتو ته یې په خپل وخت رسېدنه وشي.
په دې وروستیو کې د دښمن لخوا په ځينو تحصيلي ادارو او انسټيټیوټونو کې پوستې جوړې شوې دي، دروازې یې د استاذانو او محصلينو پر مخ تړل شوې دي. همدارنګه ډېری وخت دښمن هڅه کوي، چې تحصيلي چاپېریال نا امنه کړي، په همدې موخه پوهنتونونو او د لوړو یا نيمه لوړو زده کړو مؤسسو ته څېرمه بېسونه او پوستې جوړوي، تل هڅه کوي، تر څو ساحه نا امنه وښايي او نوموړي پوهنتونونه داسې ځایونو ته ولېږدوي، چې هلته خپل مراکز ورباندې وساتي. د دښمن د دې هڅو یولړ هغه بېلګې، چې د یادولو وړ دي، په مرکزي بغلان کې موجود پوهنتون او د بغلان ولایت د زراعت او حسابدارۍ انسټيټيوټ دی، چې له یوې میاشتې راهيسې يې اجیر کمانډو ځواکونه د پوستې په بڼه کاروي او له ورته برخلیک سره مخامخ دي.
لله الحمد د الله تعالی په نصرت او د مجاهدینو د بې شمېره قربانیو او ایثار په برکت د هېواد په اکثرو ولایاتو کې د فتوحاتو لړۍ ګړندۍ شوې ده او ورځ تر بلې د مفتوحه سيمو ساحه پراخېږي، نو په همدې اساس د عالي تحصيلاتو د ادارې لخوا د خپلو اړوند مسئولينو، مجاهدينو، د پوهنتونونو، لوړو یا نیمه لوړو زده کړو د مؤسسو د استاذانو، محصلينو او کارکوونکو لپاره لاندې ټکي د پام وړ دي:
(۱) د نویو فتحه شویو سیمو د پوهنتونونو، انسټيټيوټونو، دارالمعلمینونو او د نورو ټولو تحصيلي ادارو مسئولین، استاذان، محصلین او اداري منسوبین دې پرته له کوم ځنډ او خنډ څخه خپلو تدریسي او تحصيلي فعالیتونو ته دوام ورکړي، د عالي تحصيلاتو اداره د اسلامي امارت د مجاهدينو په استازيتوب د نوموړیو ادارو د امنیت ساتلو او ټولو ممکنه آسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکوي. د قدر وړ هېوادوال دې په دې برخه کې هېڅ ډول اندېښنه نه کوي.
(۲) د اسلامي امارت ټول سيمه ييز مسئولین او قدرمن مجاهدین دې هم په مربوطه نویو فتحه شویو سیمو کې د پوهنتونونو او نورو تحصيلي ادارو د مسؤلینو، کارکوونکو او محصلينو امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او هېچاته دې اجازه نه ورکوي، چې د یادو ادارو ودانیو، اداري او تدریسي توکیو او اجناسو ته زیان ورسوي او یا د نوموړیو پوهنتونونو او تحصيلي مؤسسو استاذانو، کارکوونکو او محصلینو ته ګواښ پېښ کړي، بلکې ټولو ته دې د خپلو تحصيلي فعالیتونو د جاري ساتلو سپارښتنه وکړي او د خپلې هراړخيزې مرستې ډاډ دې ورکړي.
(۳) په مربوطه حلقاتو کې د عالي تحصيلاتو د ادارې اړوند مسئولين او مرستیالان مکلف دي، تر څو په ټولو مفتوحه سيمو کې موجود پوهنتونونه او ټولې د لوړو او نيمه لوړو زده کړو مؤسسې په خپل حال فعالې وساتي، نظارت یې وکړي، د ټولو اداري او تحصيلي ستونزو په حل کې مرسته ورسره وکړي او مشکلات یې په خپل وخت له مرکزي ادارې سره شریک کړي.

والسلام
د افغانستان اسلامي امارت
د عالي تحصيلاتو اداره
۲۲/ ۱۱/ ۱۴۴۲ هـ ق
مطابق ۱۳ / ۴ / ۱۴۰۰ هـ ش