نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
جبريل سعد يو عادي، عام او سليم الطبع انسان ته د هغه په دننه كې خدای ج د هغه هرڅه معنوي وړتيا وركړې چې په خپل مدني ژوند كې هغه ورته اړتيا لري، ورسره د دغو اړتياوو د پوره كولو اسباب او توكي (مادي وړتيا) هم وخت په وخت ورته برابروي او بيا هغه ته […]
جبريل سعد موږ له فكري اړخه څومره بې درېغه او زيات ځپل شوي يو؟ ! په فكري او معنوي لحاظونو مو د ملا تير غوټ مات دی او لا تر وژونكي حده رسېږو، خو لا مو خيال هم نه دی چې پر موږ هم اوس څه لا شوي دي؟. كه كوم د جمات ملا صيب، […]
لیکنه: ح.ن اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د بیان د ازادۍ او رسنیو ملاتړ کوي او په تېرو درې کلونو کې یې هڅه کړې ترڅو رسنیز فعالیتونه په هېواد کې پیاوړي، ریښتینو معلوماتو ته د خبریالانو لاسرسی اسانه، د نظام د پلان شویو، تر کار لاندې او ترسره شویو فعالیتونو او په […]
لیکنه: ح.ن په هېواد کې د اسلامي امارت له حاکمیت سره هڅه روانه ده ترڅو افغانستان اقتصادي خپلواکۍ ته ورسیږي او دې موخې ته د رسېدو لپاره د ۱۴۰۳ لمریز کال له پیل څخه تر دې دمه د ګڼ شمېر اقتصادي پروژو د تطبیق چارې جریان لري. د دغو پروژو څخه یوه یې د ټاپي […]
عبدالرحيم ترين د ا.ا.ا له درې کلن کيدو سره د اسلامي نړۍ زعيم عالقيدر اميرالمؤمنين حفظه الله ولایتي سفرونو ته دوام ورکړ او دا ځل یې د تير شل کلن د غربیانو په مټ او پيسو چاغ شویو ولايتونو ولسونو او ځايي امارتي مسؤلینو سره ولیدل. شیخ له هغو ۱۱ ولايتونو څخه لیدنه وکړه چې […]
خالق یار احمدزی نن په هرات ولایت کې د ټاپي په نامه د ګازو د هغې لویې پروژې پرانیسته ده، چې افغانانو ورته تر دوه لسیزو زیات انتظار وکړ. دغه لویه اقتصادي پروژه نه یواځې دا چې افغانستان ورته په اقتصادي او تجارتي ډګر کې اړتیاوې لري، بلکې رسا سیاسي، امنیتي او نور هر […]
حنون حازم د تېرې يكشنبې او دوشنبې(د سرطان مياشتې۱۰-۱۱)په ورځ د قطر په دوحه كې د افغانستان په اړه د ملگرو ملتونو غونډه وه چې پكې د اسلامي امارت پلاوي هم گډون وكړ. د اسلامي امارت له نږدې درې كلن واك سره د افغانستان په اړه د ملگرو ملتونو د هممهاله غونډو لړۍ دا درېيمه […]
جبريل سعد افغانان كټ مټ د نننيو فلسطينيانو او د غزې د مظلومو وگړو غوندې هره شېبه د مرگ په خوله كې د يوې ورځې ژوند تږي و او چې زموږ د اسلامي كلتور د اخترونو ورځې به را نږدې شوې؛ د وروسته په فكر كې يې نه و چې بيا به څه كېږي، خو […]
عزت غفوری (آزاد خبریال) په پام کې ده چې د دوحې دریمه غونډه د غبرګولۍ میاشتې په ۱۰ او ۱۱ نېټه د ملګرو ملتونو په وړاندېز او د غربي هیوادونو په ګډون د اسلامي امارت د پلاوې په ګډون او د تښتېدلو له ګډون پرته د یو اړخیز بندیزونو د لیرې کولو په موخه جوړه […]
حنون حازم موضوع مې په گران هېواد كې د نېكمرغه لوی اختر له خوشاله، سوكاله او هوسا ورځو او فضاء څخه اخيستې. د اسلام سپېڅلی دين د هغه د رسونې-رسېدنې او نبوت د سپېڅلې دندې په څېر له آدم عليه السلام څخه تر نبي عليه السلام پورې او بيا د آخرت تر ورځې همدا يو […]
لیکنه: ح.ن په افغانستان کې تېر حکومت هڅه وکړه، چې ټول شموله حکومت رامنځته کړي او موخهیې له دې کار څخه دا وه ترڅو په نظام کې داسې کسانو ته ځای ورکړل شي، چې د مختلفو قومونو، سیاسي احزابو او ټولنیزو ډلو او جریانونو څخه استازیتوب وشي کولی. په داسې حال کې، چې دا تګلاره […]
لیکنه: ح.ن اسلامي امارت په ټولو سکټورونو کې اصلاحاتو او نوښتونو د رامنځته کولو او په هېواد کې د یو شمېر اقتصادي، بنسټیزو او ملي پروګرامونو د تطبیق سربېره، په دې وروستیو کې په ښاري سیمو کې د سوالګرۍ د سترې ننګونې او ستونزې حل ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. اسلامي امارت د ګټورو تګلارو […]
فاروق غلجی وړمه ورځ تهران کې د مسکو فارمیټ په نامه شپږمه غونډه ترسره شوه. دې غونډه کې چې روس، چین، ایران او پاکستان هم پکې ګډون کړی و، اسلامي امارت ته هم پکې بلنه ورکړي شوې وه، خو څرنګه چې اوس شکردی افغانانو بشپړه خپلواکي ترلاسه کړې او مشران همېشه د خپل ملت اوهېواد […]
لیکنه: ح.ن د مسکو فارمټ یو اغېزناک دیپلوماتیک پلټ فارم دی، چې ډیرۍ د افغانستان او سیمې هېوادونو د ستونزو او پېچلو مسئلو ته د حل لارو د پیدا کولو لپاره دایریږي. دغه فارمټ په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې ایجاد شوی او موخه یې دا ده، چې سیمه ییز قدرتونه او ښکيل هېوادونه تر یوه […]
جبريل سعد موده وړاندې د اسلامي امارت مشرتابه عاليقدر أميرالمؤمنين حفظه الله د ديني جامعاتو او تخصصاتو د همغږۍ درې ورځني سيمينار د دعائيې وروستۍ ناستې ته په وينا كې د تل په څېر بياهم ديني عالمانو، چارواكو او مجاهدينو ته لارښوونې او سپارښتنې درلودې، د فرمانونو پر پلي كولو او د مشرانو پر اطاعت […]