په شل کلن جهاد کې د ترنم او ترانو نقش

قاري عبدالستار سعید ترنم او ترانه خواني د امریکایي اشغال پر وړاندې زموږ د برمیال جهاد هغه برخه ده چې له مؤثریت او ټاکونکي کردار څخه یې هیڅوک سترګې نه شي پټولای. حتی اشغالګر او په ماته محکوم دښمنان هم په پای کې دې نتیجې ته ورسیدل چې د دوی د پراخ فکري جنګ، تبلیغاتي […]

قاري عبدالستار سعید
ترنم او ترانه خواني د امریکایي اشغال پر وړاندې زموږ د برمیال جهاد هغه برخه ده چې له مؤثریت او ټاکونکي کردار څخه یې هیڅوک سترګې نه شي پټولای. حتی اشغالګر او په ماته محکوم دښمنان هم په پای کې دې نتیجې ته ورسیدل چې د دوی د پراخ فکري جنګ، تبلیغاتي وسایلو او رواني کارزار په وړاندې د مجاهدینو دودیز تبلیغاتي مقاومت( چې عمده برخه یې حماسې ترانې وې) د ساړه جنګ میدان ګټلی او د افغان ولس دل او دماغ یې تسخیر کړی دی. د دې ادعا غوره دلیل هغه څیړنې او کتابونه دي چې د جهاد په وروستیو کلونو کې د غربي څیړونکو لخوا زموږ د جهادي اشعارو او ترانو په اړه لیکل شوي او خپاره شوي دي. چې هدف یې د مجاهدینو د بریا د یوه مهم عامل په حیث د حماسي اشعارو څیړنه ده.
دلته د وخت محدودیت ته په پام سره جهادي ترانو او ترنم د مؤثریت ځینو اړخونو ته په لنډو اشاره کوو.
د بیدارۍ غږ
کله چې یو ولس د رعب او وهم خپسه لاندې کړي. کله چې عمومي روحیه شکست وخوري، د ټولنې ارادي ځواک فلج شي او د حرکت او پاڅون سیک وبایلي. دغه وخت د صور د شپیلۍ په شان یوه ټکان ورکوونکي غږ ته ضرورت وي چې مړه احساسات را ژوندي او خوبولې پرګنې بیدارې کړي.
په افغانستان د نړیوال کفري ایتلاف له یرغل، د اسلامي امارت له شاتګ او پر هیواد د امریکا د واکمنیدو سره همداسې حالت رامنځته شو. غربیان نه یوازې په نالیدلو او پرمختللو وسلو سمبال و، بلکې د خپل پراخ رواني ـ تبلیغاتي جنګ په مټ یې زموږ په عامه روان او ذهنیت دا منلې وه چې له امریکا سره نه کیږي. ولس د رعب او وهم تر طلسم لاندې و. هر چا روان یرغل ته په ساړه نظر کتل او یوازې ننداره یې کوله. په دې امتحاني حالاتو کې که له یوې خوا الله تعالی ځینې اولو العزمه مجاهدین پیدا کړل، چې په تش لاس او لوړ تکل د امریکا د استدراجي قوت مقابلې ته ورمخکې شول. بل مهم عنصر چې ولس ته یې ټکان ورکړ، زموږ د ترانه ویونکو هغه ویښونکی غږ و، چې د شعر او ترانو په روح پاروونکو زمزمو یې د ولس میړانه راوننګوله.
په دې حساسه مرحله کې جهادي ترانو د ( قم باذن الله) کردار اداء کړ، ولس یې ویښ کړ، پوه یې کړ او د دې توان یې ورکړ چې د نندارچي په حیث نه بلکې د یوه فعال فکټور په حیث د حوادثو ټکر ته راوړاندې شي.
روحیه او مورال
وړاندې وویل شول چې حماسي ترانو زموږ ولس هغه وخت د ننګ او جنګ ډګر ته راوباله چې د جهادي داعیې لپاره نور ټول غږونه تقریبا خاموش شوي وو. خو جنګ نه یوازې وسله بلکې روحیه هم غواړي. د تاریخ یو لوی جنګیالی او د اروپا نیواکګر ناپلیون د خپلو اوږدو جنګي تجربو په پایله کې دې حقیقت ته رسیږي، چې په جګړه کې وروستۍ پریکړه ټوپک نه بلکې مورال او روحیه کوي.
زما په نظر د جهادي ترانو تر ټولو بارز او مؤثر نقش د مجاهدینو د مورال او روحیې د ساتنې او پالنې په برخه کې و. دا چې د دښمن له هر څومره پوځي، مادي او تخنیکي برترۍ او د جهاد د لارې له هر څومره تکلیفونو، غربت، هجرت، لوږې، تندې، مشقتونو، زندانونو، زخمونو، شهادتونو او مظلومیتونو سره سره د مجاهدینو روحیه لوړه او نه ماتیدونکې وه، له ډیرو عواملو یې یو مهم عامل د جهادي ترانو هغه پیغامونه او تلقینات وو چې مجاهد یې په رواني لحاظ دلاسا او فعال ساته.
موږ لیدل چې مجاهد په سفر او حضر کې، په موټر سایکل او موټر کې حتی په اعداد او سنګر کې ترانه اورېده. ترانه ویونکی د زخمي، فلج شوي او حتی بندي طالب یوازینی راز دار و. ترانې وې چې د شهید د بورې مورکۍ او کونډې میرمنې زړه یې دلاسا کاوه.
ترانو د جهادي داعیې د حقانیت او برترۍ له ځلولو نه علاوه، مجاهد ته د دې زمانې د اتل کرکټر ورکړی و. د جهادي ژوند د بیلابیلو اړخونو، دیني او دنیوي فضائلو او حتی د مجاهد د ظاهري جذابیت او ښکلا په بیان او تعریف سره یې ځوان نسل په دې قانع کړی و چې د میړانې او قهرمانۍ یوازینۍ لار د الله تعالی په لاره کې مقدس جهاد دی. چې شهادت، زخم، اسارت او هر څه یې کامیابي او افتخار دی.
د فکري او ارزښتي مفاهیمو تلقین او تبلیغ
دا به ومنو چې د جهاد په لومړیو کلونو کې موږ د خپلې جهادي داعیې د تبلیغ او اشاعت لپاره کومه عامه رسنۍ په واک کې نه درلوده. کومه داسې راډیو او ټیلویزیون نه و چې د ولس فرد فرد، ښاري او کلیوال، ښځې او نارینه، ماشوم، ځوان، بوډا، باسواد او بې سواد ته زموږ جهادي پیغام ورسوي. مجلې، ویډیویي نشرات او ویب سایټ هغه رسنۍ وې چې د ټولنې خاصو او محدودو خلکو ته یې پیغام رسولی شوای. اما یوازینۍ رسنۍ چې د جهاد له پيله تر پایه یې کور کور او فرد فرد ته زموږ پيغام رساوه هغه ترانې وې.
ترانو زموږ ارزښتي مفاهیم لکه اسلامي نظام، جهاد، شهادت او استشهاد، خپلواکي، د هیواد آزادي، اسلامي اخوت او نور په پراخه کچه تبلیغ کړل. ځوان نسل چې د یرغلګرو له یو اړخیز فکري او تبلیغاتي هجوم سره مخامخ و، د اذهانو د تنویر یوه اغیزناک عامل یې ترنم او ترانې وې. چې دوی ترې د خپل دیني او جهادي فرهنګ الفبا زده کوله او په خپل اصالت ثبات او استقامت ته یې رابلل.
د فکري او فرهنګي یرغل مقابله
دا خبره بیا بیا شوې چې په افغانستان د امریکا یرغل څو اړخیز و، چې د پوځي، استخباراتي، سیاسي، اقتصادي او رواني جبهاتو تر څنګ یې یوه مهمه جبهه فکري او فرهنګي محاذ و. څرنګه چې د ټوپک مقابله په ټوپک او د فکر په فکر کیږي، د غرب د فرهنګي او فکري یرغل د مقابلې لوی بار هم د لیکوالو، شاعرانو او ترانه خوانانو پر اوږو و.
په حماسي ترانو کې په خپل دیني او افغاني اصالت ټینګار، خپلو اصولو او مبادئو ته ژمنتیا، د دیانت، غیرت، حیا، حریت او نورو درنو اخلاقو مدحه، د غربي لغړ فرهنګ او لویدلو اخلاقو سپکه، دغه راز د دموکراسۍ، لیبرالیزم، سیکولرزم او نورو غربي فکري ارزښتونو په عوض په اسلامي نظام او شریعت ټینګار هغه څه و چې د دښمن د فکري او فرهنګي یرغل په وړاندې د مقاومت غوره بیلګې یې بللی شو.
د جهادي ادب اساس ګذاري
ادب خورا پراخ مفهوم دی، چې بیلابیلو ژانرونو، کتبي، شفاهي، منظومو او منثورو اثارو ته شاملیږي. اما که موږ د شل کلن جهاد اړوند د جهادي ادب خبره کوو، د دې ادب د اساس ډبره هم همدغه ترانې او حماسي اشعار دي. که موږ وګورو په شل کلن جهاد کې په نورو ادبي ډګرونو کې خورا کم کار شوی دی. که د نثر برخې ته راشو د ناول، لنډې کیسې، طنز، ادبي ټوټې، سفرنامې، خاطراتو، ژوندلیکونو او نورو برخو کې څومره چې په کار و فعالیت نه دی شوی. لا هم زموږ د شل کلنې حماسې کیسه نا ویلې او نا لیکلې پاته ده. اما د شعر په ځانګړي ډول د حماسي شعر او ترانو په برخه کې په دومره اندازه کار شوی چې په که په منظم ډول راټولې او تدوین شي ګڼ مجلد کتابونه ترې جوړیدای شي.
بناء ویلای شو چې زموږ د جهاد ادب ماڼۍ هم د ترانو او ترنم په بنسټ ولاړه ده. که په راتلونکې زمانه کې کوم لیکوال، ادبي څیړونکی یا مؤرخ غواړي زموږ د جهاد او مبارزې په بیلابیلو اړخونو څيړنه وکړي شاید د معلوماتو یوه مهمه منبع یې همدا ترانې وي چې زموږ د جهاد بیلابیل حالات، کیفیات او رنګونه یې په پوره امانت دارۍ خوندي کړي دي.
د هنري ذوقونو تنده ماتول
او په پای کې باید ووایم چې زموږ ترانو او ترانه ویونکو یو بل ستر خدمت هم کړی دی. هغه دا چې په انسان کې الله تعالی په فطري ډول د ښه غږ او ترنم د اوریدلو تنده ایښې ده. په انسان کې یوه داسې غریزه شته چې د طبیعت بیلابیل خواږه غږونه، د مرغانو اوازونه او په مترنم انداز اشعار خوند ورکوي، روح یې ټکوروي او آرام وربښي. پخوا به ډیرو خلکو دغه تنده په ناروا موسیقۍ ماتوله، چې نه یوازې د ګناه باعث و، بلکې د اوریدونکي ذهن ته به یې منفي او شیطانی خیالات، افکار او مفاهیم هم انتقالول.
اما د ترانه خوانۍ له ترویج او پراختیا سره اوس اکثره خلک خپل ذوق د ترانو اوریدلو له مشروع لارې خړوبوي. چې هم یې تنده ماتیږي او هم ترې بیلابیل مثبت مفاهیم او محتویات ترلاسه کولای شي.
ترانه خوانانو په دې برخه کې یو پراخ انقلاب ته لاره پرانستې، په داسې ډول چې اوس چې بې سازه ترنم د سندرو او موسیقۍ په نسبت ډیر مینه وال موندلي او له خاصو قشرونو علاوه یې په ټولنه کې عمومي قبولیت هم ترلاسه کړی دی.
دا واقعا مهم بدلون او د ټولنې د اصلاح په برخه کې لویه لاسته راوړنه ده.
په پای کې د شل کلن جهاد ټولو قلمي او فرهنګي مجاهدینو په خاص ډول ترانه لیکونکو او ترانه ویونکو وروڼو ته له الله تعالی څخه د دوی د هڅو او مبارزې د قبولیت تمنا کوم. الله تعالې د دې دوی مبارزه قبوله او د آخرت توښه کړي. آمین یا رب العلمین