اسلام او سيكولري د يو اند له درېڅې !!

جبريل سعد انسان چې په نننۍ نړۍ كې يې د فطرت پر وړاندې د شيطان پر لارښوونه كفري قدرتونو را منځته كړي شرائط د بشريت پر نوم زيات پېژني؛ الله تعالی پيدا كړی، له نورو ساكښو يې غوره تخليق/خِلقت او ځانگړی فطرت وركړی او د دې نړۍ د ژوند نظام په توگه يې اسلام ورته […]

جبريل سعد
انسان چې په نننۍ نړۍ كې يې د فطرت پر وړاندې د شيطان پر لارښوونه كفري قدرتونو را منځته كړي شرائط د بشريت پر نوم زيات پېژني؛ الله تعالی پيدا كړی، له نورو ساكښو يې غوره تخليق/خِلقت او ځانگړی فطرت وركړی او د دې نړۍ د ژوند نظام په توگه يې اسلام ورته خوښ كړی چې ټولې مادي او معنوي گټې او ارزښتونه يې تضمين او ورته خوندي كوي او خدای ج وركړی ياد فطرت يې هم دی. الله تعالی وايي: ژباړه: د خدای ج دين اسلام دی او(اسلام)د انسان هغه فطرت دی چې پرې پيدا كړل شوی، يانې د ژوند دغه نظام د انسان او بشر په فطرت كې اغږل شوی، نو كه د انسان د پيدايښت مقصد ته ځير شو او بيا ورته الله تعالی خوښ كړی نظام او هغه يې د ده فطرت گرځول هم په پام كې ونيسو؛ پر اسانۍ دې حقيقت ته رسېږو چې الله تعالی د اسلام له مخې انسان تخليق كړی، لكه چې نبي عليه السلام هم وايي: هر ماشوم د خپل انساني فطرت(اسلام)له مخې زېږي، دا خو نو مور او پلار(سرپرست او استاد)دي چې يهودي، نصراني او يا مجوسي يې كړي، نو پر فطرت چې كار ونشي، له كافر مور او پلاره زېږېدلی ماشوم هم د خپل فطرت له مخې په لاشعورۍ د اسلام لارښوونې عملي كوي. خو څرنگه د اسلام له مخې تخليق او پيدايښت؟ داسې چې د تخليق مقصد د انسان پر ژوند او كړو وړو همدې اسلام ته عملي بڼه وركول، ورپسې فطرت د دغه مقصد او د انسان پر كړو وړو د عملي بڼې اسلام ناف او معيار او بيا له دغه مقصد-عملي بڼې اسلام او معيار سره يې سم د انسان لومړی پيدايښت او بيا د هر فرد زېږ دی.
دلته يوه خبره د انسان د تخليق او خِلقت د ښكلا او ښايست هم ده چې الله تعالی وايي: ژباړه: انسان مې له شك پرته پر يوه غوره او ښكلې بڼه او ډېزاين پيدا كړ. اوس كه وكتل شي؛ د نا اسلامو تر منځ سپين پوستي، تور پوستي او طبيعي او غير طبيعي عيوب له معنوي او فزيكي مخې ډول ډول بدرنگۍ او مسخه شوی انسانيت گڼل كېږي. خو په اسلام كې د فطرت په توگه همدا اسلام او لارښوونې(ږيره، اسلامي كالي، حجاب، حيا، درنښت، نرمي، خواخوږي، حلال، له حرامو ځان ساتنه او د الله د رضا لپاره ډېر نور څه)يې د هر رنگ انسان او آن طبيعي عيب لرونكي لپاره هم ښكلا ده چې پرې طبيعي او د نا اسلامو گڼلي عيوب او بدرنگۍ يې پرې پټې او پر ښكلا اوړي او له دې ور هاخوا انسان په خپل فطرت او د ژوند دغه نظام(اسلام)كې د غير طبيعي عيوبو چې پرې له بدرنگي كېدو وروسته بېرته خپلې انساني ښكلا ته پرې را وگرځې؛ د له منځه وړلو نسخې هم لري، نو د انسان غوره او ښكلې بڼه او ډېزاين هم پر همدې اسلام بشپړېږي او له هغه پرته چې له نورو ساكښو سره د انسان ډېر توپير نه وي؛ انسان د ښکلا له اړخه نيمگړی دی. پايله دا راځي چې اسلام انساني فطرت، د بشپړ انساني ژوند نظام او د هغه د هرڅه ځانگړې ښكلا ده چې اوس د دې نړۍ تر پايه د تخليق له مقصد او معيار سره سم د فرد فرد انسان هر ډول معنوي او فزيكي رښتونی پايښت او ښايست يواځي پر اسلام تړلي او هغه يې تضمينولای شي او بس، نه سيكولري او نه يې هم د اسلام ضد او د هغه پر وړاندې ماتې خوړلي نړيوال بشري قوانين او غورځې پرځې، بلكې لكه چې وروسته ورته راگرځو؛ دا هرڅه له انسان او د هغه له فطرت سره ظلم او موخه يې هم همدا ظلم دی چې سيكولر يې د تبليغاتو پر مټ سرچپه د خواخوږۍ پر نوم ترسره كوي او پر همدې نوم ورته ښكلا او ځلا ور كوي.
د بشريت او انسانيت دښمن غرب د انسان د فطرت، د ژوند نظام او د هغه او د ژوند يې دواړو او گډې ښكلا په توگه سپېڅلي اسلام ترمنځ ځان اچوي او پر ضد يې د خپل لاسي جوړ شوي سيكولر نظام رامنځته كولو په هڅه كې له هيڅ بيې او زيانه مخ نه دی گرځولی او نه يې گرځوي، دا گرمې او سړې وسلوالې او سياسي، ډيپلوماټيكې، اقتصادي، پوهنيزې، فكري، تبليغاتي، كلتوري او ټولنيزې هر ډول جگړې، د نړيوالو سازمانونو، ادارو، بنسټونو، شركتونو، هيئتونو، بانكونو، مالي صندوقونو، قوانينو او پر بېلابېلو پلمو د هر يو جلا او وخت پر وخت د انساني ژوند هرې شېبې اړوند پاليسيو په بڼه د يادو جگړو وسائل او لارې چارې، ترې په گټې اخيستنې په نښه شوي او په نښه كېدونكي اهداف چې تر ټولو مهم يې د اسلام روح او د مسلمانانو فكر او احساس دي او پر محض زيان او يواځي پر همدې زيان تعبيرېدونکې پايلې يې؛ ټول د همدې انساني فطرت او د انسان د ژوند نظام او د خدای ور كړې ښكلا له منځه وړلو لپاره په كار اچول شوي، بيې يې پرې شوې او روان دي. د پام وړ ټكي يو دا چې لكه څرنگه چې په غربي هېوادونو كې د كافرانو كچه لوړه او بيا د انساني فطرت له مخې ډېر ځله رښتيا(چې بيا ترې په فكري جگړه كې تبليغاتي او نورې گټې پورته كېږي)او زياتر د تبليغاتي او نورو ناوړه استفادو لپاره اسلامي لارښوونې هم عملي كوي، پر ساكښو رحم-ورسره خواخوږي-پر خوښۍ يې خوښي ښيي، پكې ځينې ژويو ته هم د انسان رتبه ور كوي او د دې ترڅنگ د اسلامي هېوادونو او مسلمانې ټولنې اړوند احساس او رول او له آدرسه يې د اسلام پرېكړو اولارښوونو پېكه او بدرنگه كولو هره هڅه هم كوي؛ د غرب له پورتنيو هڅو د ځينې زيانمنو او اغېزمنو مسلمانانو فكر پرې داسي ور ډېزاين شوی چې گني په غرب كې اسلام شته، خو مسلمان نه او زموږ هېواد او ټولنه مسلمان دي، خو اسلام وركې نشته.
دوهم د پام وړ ټكی دا چې مسلمانان بيا فكر كوي هغه هرڅه چې د اسلام او اسلامي تمدن ريښه او صبغه ولري، خو په غرب كې تر سترگو كېږي؛ غرب له اسلام او اسلامي تمدنونو غلا كړي دي. هو ! نه په دې كې شك شته چې غرب هر وخت زموږ د ديني حس كمزوري كولو او احساس او عمل پر پېكه ځلولو د اسلام بدرنگي كړې او كوي يې او نه هم په دې كې شك شته چې هغه پر دې سربېره له اسلام، مسلمانې ټولنې او اسلامي تمدنونو د پراخې كچې پر غلاوو هم تورن دی، خو د غلاوو موارد يې د فطرت له مواردو يو څه بېل او جلا دي او د دې جلاوالي يو مهم ټكی يې دا دی چې د فطرت موارد يې له تبليغاتي او بلې استفادې پرته كوم اسلام ضد موخې يا ډېرې کمې او يا يې هم نلري، بلكې د همدې اسلامي فطرت داعي يې لامل وي او بل غلاوې او د فطرت پر غوښتنه له عملي شويو اسلامي لارښوونو استفاده ده چې په كولو كې يې نه خپله غرب رښتونی او نه يې هم له مسلمانانو په رښتونې او سمه مانا د عملي كولو زغم لري. په هر رنگ؛ دا فكر هم تر يوې كچې ناسم ثابت شو چې غرب د اسلام او اسلامي تمدن ټول څه پر غلا وړي، ځكه ډېر څه يې پرته له دې هم چې له عملي اسلام او مسلمانانو سره يې تړاو درك شوی وي؛ د انساني فطرت پر اغېز او د هغه له مخې هلته پنځېدلي او له غربه د اغېزمنو ډېزاين شوی ياد فكر هم ناسم او په غرب كې له اسلامي لارښوونو د ناوړه تبليغاتي استفادې پايله ثابته شوه.
د دغه فكري ډېزاين، له اسلام او اسلامي تمدنونو غلاوو او يو بد او ناسم انځور يې وړاندې كولو ښكاره موخه خو دا ده چې پرې له اسلام او خپل اسلامي تمدن سره د مسلمانانو تړاو او اړوندې عقيدې كمزورې كړي، خو ترې شاته پټه يوه تر دې هم مهمه موخه پرې تعقيبېږي. غرب د يو منلي حقيقت په توگه بشپړ درك كړې او مني چې نه انساني فطرت بدلون لري، ترڅو پرې زېږېدلي اولادونه يې ترې واړوي، نه يې غوره بديل شته او نه يې هم بدلون د اسلام پر وړاندې د مبارزې لاره ده، نو يواځي دا هڅه كوي چې غرب كې دغه فطرت پر خپل هويت او ماهيت ونه پېژندل شي چې اسلام دی او الله تعالی د كافر او مسلمان دواړو اولادونه پر همدې اسلام پيدا كوي، بلكې فطرت او اسلام سره بېل ماهيتونه او بيا اسلام+لارښونې يې له فطرت سره ټكر او د هغه پر وړاندې سيكولري له فطرت سره په سمون كې ور وپېژني، ترڅو كه له كافر مور او پلاره زېږدونكي ماشومان لكه چې د فطرت پر غوښتنه په ناپامۍ او ناخبرۍ كې اسلامي لارښوونې عملي كوي؛ د همدې فطرت پر لار ښوونه چې حقيقت يې اسلام دی؛ يو وخت بشپړ اسلام ته لاره پيدا نكړای شي، په دې ډول غرب له سيكولرۍ پر اغېزمن شويو مسلمانانو خپلو نويو نسلونو ته ډاډ ور كوي چې دا دی دوی هم له اسلامه سيكولر فكر ته را واوښتل. كه وكتل شي غرب يو له بله ډېر لرې دوه ښكاره پر يوه غشي كوي چې ښكاره يې اقدامي، خو پټه بيا دفاعي موخه ده، خو د الله تعالی له لوري د هدايت مخه په هيڅ حربه نه ډب كېږي، ډېرو كافرانو دغه نزاكت درك كړی چې فطرت يې پر لاشعورۍ لومړی د اسلامي لارښوونو عملي كولو ته هڅوي او بيا يې پر وړاندې د كفري ټولنې هرې ممكنې هڅې او د سيكولرۍ گڼو جالونو سربېره كرار د اسلام تر پولې را اړوي او د هدايت پر مټ له دغه نزاكته اسلام ته راتلو كې بريالی كېږي. د پايلې په توگه درك كولای شو چې اسلام د بشپړ بشريت لپاره فطري عدالت او پر ځای يې سيكولري پرې تپل ستر ظلم او قساوت دی چې ټول بشريت گواښي.