د اطاعت خوند او كيف !!

جبريل سعد نږدې موده وړاندې تر كابل او بيا د غزني له لارې پکتيکا ته لاړم، اوس چې پر عامو لارو گرځېدم او له دغو ځايونو او وركي زموږ ايستلو لارو څخه ډېرې لرې او بېلې دي؛ د تلو راتلو پر مهال ډېرو هغو ځايو باندې ورغلم، هغو لارو باندې تېر شوم او پر هغو […]

جبريل سعد
نږدې موده وړاندې تر كابل او بيا د غزني له لارې پکتيکا ته لاړم، اوس چې پر عامو لارو گرځېدم او له دغو ځايونو او وركي زموږ ايستلو لارو څخه ډېرې لرې او بېلې دي؛ د تلو راتلو پر مهال ډېرو هغو ځايو باندې ورغلم، هغو لارو باندې تېر شوم او پر هغو غرونو-رغونو-شاړو-ځنگلونو مې له لرې سترگې ولگېدې چې د تېر جهاد خوږې، ترخې، سړې تودې وړې او لويې خاطرې مې پكې پرتې او ورپورې تړلې دي، بل كيف يې كاوه او چې هماغه درسته صحنه به دې بشپړه ذهن ته راغله، يقين وكړئ له سلگو پرته سړی نشي پرې تېرېدای او چې سلگو ونيولې، بيا دې د ليونتوب له يو دروند او ژبغړاند احساس سره مخ كوي او په دې ډول د پاڼ او پړانگ ترمنځ راتلو سره بيا د هر عام او خاص پام ډېر زر در اوړي چې هغوی ته بيا بېل احساس وركوي او نتيجةً سړی ډېر زهيرېږي.
له دې حالت سره په مخ كېدو كې ډېر رول په تېر وخت پسې د ارمان وي چې هم مو هغه له ټولو شرائطو سره له لاسه وركړی، هم مو د هغه وخت ملگري او هم مو هغه اخلاص، اطاعت، ايثار، احتياط او هرڅه له لاسه وركړل چې د ياد وخت، شرائطو او ملگرو پر اثر زموږ ترمنځ پنځېدلي او ساري و او موږ ته يې هغه وخت او وضعيتونه له ټولې بدرنگۍ او سختۍ سره دومره ښايسته او اسانه كړي و چې نن ورپسې په ارمان كې په سلگو اوښكې تويې كړو، خو رښتوني رسول الله مبارك صلی الله عليه وسلم چې ويلي: د دې نړۍ په پای كې به هر راتلونكی وخت د تېر په پرتله كړكېچن او بېخونده وي؛ موږ وينو نن وخت همدغسې روان دی، دغه حديث شريف د تېر په پرتله په دې ډول مصداق پيدا كړ چې شرائط بدل شول، ځينې د حساب ملگري شهيدان او ځينې نور له واك، ځواك، فرصته اغېزمن او مسير يې بدل كړ او په دې سره جهادي سيستم يو مخ ونړېد، په دې مانا چې حكومتولۍ او په نظام كې فعاليت پر جهادي احساس، روحيه، ولوله او انگېزه نه ترسره كېږي، واك، ځواك او فرصت پر ځينو بدې كانې وكړې او هغه اخلاص، اطاعت، ايثار، احتياط او هرڅه يې له منځه يووړل چې په تېر جهاد كې و، خو ځينې نېكمرغه مشران او مجاهدين نن هم شته چې واك، ځواك او فرصت يې نيتونه، ارادې او شخصيتونه بدل څه آن ټكني كړي لا هم نه دي او همدا وخت يې د راتلونكي په پرتله ښكلی كړی چې بايد غنيمت وگڼل شي، تر دې د ښه وخت راتلو په تمه له لاسه ور نکړل شي او نه يې هم تمه وشي.
كه ژور وكتل شي؛ تېر جهاد كې اطاعت ټول كارونه سم او هرڅه كې يې خوند او كيف ايښی و، موږ نور څه ډېر نه پېژندل، خو د اطاعت وجوب راته مالوم و، نو كه يو كار به هرڅومره دروند و، خو د مشرانو اطاعت واجب دی غاړه به مو ورته ښوده او كله چې به مو نور ملگري وليدل يابه ورسره ملگري شوو، له هغو څخه په اغېز به مو بيا د هرڅومره ستر كار د هيڅ دروندوالي احساس نه كاو، بلكې ورسره پر سيالۍ مو ترسره كاو، د هغوی په ملگرتيا، بېلابېلو خويونو او شخصيتونو كې مو ډېر داسي څه ليدل چې ترې مثبت اغېزمن شو، ترې زده يې كړو، په ځان كې يې ځای كړو او هدف ته پرې لاره پيدا او ځان ورسوو چې په نننيو شرائطو كې هم د همدوی له جملې ځينې ملگرو دا وخت د راتلونكي په پرتله ښكلی كړی دی. كابل ته د سفر پر مهال مې له دوی څخه ډېر هغه ملگري وليدل چې د جهاد پر مهال يې نيم ميتر او كله تر دې هم اوږده وېښته لرل، په همغو شرائطو كې پرې خورا ښكلي هم ښكارېدل او د چا پلار پرې لنډولای هم نشول، خو اوس يې د اطاعت له امله تر اوږو او د غوږونو تر نرميو برابر كړي او د همدې اطاعت بركت به و چې ورسره يې په ښكلا كې هم مثبت توپير راغلی و، همدارنگ له ولسونو، نابلده وگړو او شكمنو خلكو سره د چلند او همكارۍ، مسئوليتونو ته ژمنتيا او خپلمنځي همغږۍ او ورورولۍ اړوند امرونو كې اطاعت يې خورا اغېزمن او دوی پرې ښكلي و.
خو په بشپړ نظام كې همدا گوتشمېره مشران، مجاهدين او ملگري بسنه نه كوي، بلكې له دوی څخه په زدكړه ياهم يوازې ترې په اغېز لازمه ده واك، ځواك او فرصت له خپل مسيره منحرف كړي ټول پخواني او وروستني مشران، مجاهدين او ملگري تېر دور ته ور وگرځي او په ځانگړې اطاعت ته پوره پاملرنه وكړي، ترڅو ورسره د تېر جهاد فضا بشپړه حاكمه شي او د هماغه خوند او كيف پر دوام له هغه څخه بياهم برخمند يو. د تېر جهاد اوسنيو لاره وركو كې مې ځينې داسي وليدل چې كه به يې د كوم امر د صريح ټكو اطاعت كړی و؛ د همدې ټكو په ضمن كې نور ټكي چې صريح به نه و ياد شوي، خو د امر د اصلي لامل په غوښتنه تر هغه لاندې و؛ دوی پرې له پوهې سربېره هم پر دغه ضمني ټكي كې اطاعت نه كاو، ياني اطاعت يې نيم او پر خوښه نه و، خو ټول بايد وپوهېږو چې د پخواني جهاد خوند او كيف اطاعت ته ور گرځېد او د اطاعت چانس تر پخوا اوس پراخ دی او هغه خوند او كيف چې بياهم په اطاعت كې دی او كوم پرمختگونه چې د اطاعت له لارې را منځته او د دغه خوند او كيف لامل شوي او كېږي؛ د واك، ځواك او هرڅومره فرصتونو ترلاسه كولو او بل هيڅ كې نه شته او نه به رامنځته شي، نو چې نېكمرغه مجاهدين لازيات ثابت قدمې پاتې شي او لاره وركي پخواني ملگري د واك، ځواك او فرصت پر ځای د تېر جهاد موخو او ارمانونو ته ژمنتيا وښيي؛ اړينه ده ټول د اطاعت او د نيتونو د اصلاح پر لنډه لاره بياځل د تېر جهاد خوند او كيف ته ور وگرځي او هماغسې مجاهدين واوسي.