هېوادوال، ولسي وگړي او ملت يانې څوك ؟

جبريل سعد دا چې مانا او برداشت دوه جلا څېزونه دي او بيا مانا يوه او برداشتونه ډېر هم وي؛ وروستيو ته پر كتو اړينه ده د وخت پر غوښتنه له اصلي تفسيرونو څخه په اخيستنه خپل څرگند تفسيرونه او تعبيرونه ولرو، ترڅو خپل اسلامي او ملي اصطلاحات مو ساده، عام فهمه او د هرې […]

جبريل سعد
دا چې مانا او برداشت دوه جلا څېزونه دي او بيا مانا يوه او برداشتونه ډېر هم وي؛ وروستيو ته پر كتو اړينه ده د وخت پر غوښتنه له اصلي تفسيرونو څخه په اخيستنه خپل څرگند تفسيرونه او تعبيرونه ولرو، ترڅو خپل اسلامي او ملي اصطلاحات مو ساده، عام فهمه او د هرې سويې وگړو ته څرگند وي او د غربي اصطلاحاتو په څېر مبهم، بې تعبيره او ناپېژانده ونه اوسي. لومړی خو د اسلامي نظام مانا دا نه ده چې پر مسلمانو وگړو يا داسي هېواد واكمن دی چې په خپل قدامت او لرغونتوب كې اسلام لري او ياهم اوس مسلمانان دي، يانې د يو هېواد او ولس چارسمبالې اداره د اسلاميت او مليتوب رنگ او هويت له اړوند هېواد او ملت څخه نه اخلي، بلكې په دې سره د اسلاميت په اصطلاح كې ابهام راځي، نو څرگند تفسير او تعبير يې دا چې د چارو، پاليسيو، اداري تشكيل، چارواكو او وړاندې كېدونكو خدماتو څخه د جوړښت له لارې نظام خپله په ځان كې دغه دوه عنصرونه بايد پيدا كړي او ويې لري چې بيا له دغه جوړښت سره سم هغه كوم هېواد او ولس اداره كوي؛ د هغوی اسلامي ملي نظام بلل كېږي.
مليتوب هم دغسې واخله؛ د يو نظام مليتوب دا نه دی چې له ملي ريښې لرلو پرته د نورو لخوا رامنځته او تيار پر يو ملت وتپل شي، يا له هرې خوا تيار او تپل شوی، خو د چارواكو لخوا ملي نوم ور كړل شي، ياهم لكه چې د ټول شمول په معماييزه پلمه غوښتل كېږي؛ پكې په يوه كچه مشاركت را منځته او ملي ونومول شي او داسي نور…، بلكې په دې سره د مليتوب اصطلاح مبهمه گرځي، نو په څرگند تفسير او تعبير ملي نظام هغه دی چې ملي ريښه او ملاتړ له ځان سره ولري او يوازې د ملت ارادې انعكاس كړي، هغه پكې خپلې پرېكړې په خپله وكړي،د ملت اصيل او ژمن بچيان يې چارې سمبالې كړي او د نظام چارواكي د ملت له منځه د همدې ملت چوپړ ته ملاتړلي او لېڅې نغښتي وي او پرې را ټول ملت يې بيا پر ټينگ ملاتړ هر ډول مادي او معنوي ځواك ور وبښي، د وړاندې كړيو خدماتو مننه يې وكړي او د خپل مذهب، كلتور او ملي دودونو په چوكاټ كې چارو او پاليسيو څخه يې ننگه وكړي.
د نظام د اسلاميت او مليتوب پر وړاندې ستونزې هغه وخت ډېرې وي چې د نظام مذهبي او ملي داعيې اړخ نه سره ور وړي، له نېكه مرغه له يوې خوا اسلام د ژوند هغه تر ټولو پراخه تگلاره ده چې د هر ملت، مذهب، فكري مكتب او جلا جلا لږكيو او توكمونو لپاره ځای لري چې همدا نن په گران هېواد افغانستان كې هغوی د اسلامي نظام ترسيوري لاندې له هر ډول محدوديت، توپير او خنډ پرته خپل ژوند پر مخ وړي او له بلې خوا زمو غيور افغان ملت٪۹۹د ژوند د همدې پراخې تگلارې پيروي او پلوي دي چې پرې يې۴۳كلنې بېسارې قربانۍ هم وركړې دي.
دا چې لوی ملا صاحب د خپل ژوند تر ټولو بدو خاطرو او شرائطو پر اثر را زرغون كړي د طالبانو اسلامي خوځښت(اسلامي امارت)له پيله لا داعيه ملي، بڼه يې ملي، له ملي ملاتړه برخمن او په ټوله كې ملي عنصر پكې له هره اړخه او له بل هرڅه ځواكمن و؛ يو رښتونی او پر اصلي او حقيقي مانا يو ملي خوځښت و، د همدې مليتوب له امله د وخت ابرقدرتونو(روسيې او امريكا)تپلې د شر او فساد جگړې پر وړاندې په ډېره كمه موده كې د هېواد پر٪۹۵واكمن او د دين او سياست په را يو ځای كولو، د اسلام پپه پلي كولو او د شريعت نافذولو سره د اسلامي امارت پر نوم د پخوانيو خلافتونو او امارتونو بېلگه ييز اسلامي ملي نظام شو، د نړيوال صليبي يرغل پر وړاندې شل كاله د ولس د زړه لسگونه زره ټوټو كبابونكې خونړۍ جگړې سره هماغسې او پر همغه نوم ملي مقاومت پاتې شو او پر مټ يې بيا ځل هماغه اسلامي ملي نظام را گرځولو سره د لوی ملا صاحب را زرغون كړي او۱۸كاله رهبري كړي اسلامي امارت د نړۍ په كچه يواځينی اسلامي نظام او افغانستان يواځينۍ خاوره ده چې دغه نظام د جهاد او خورا خونړيو قربانيو پر مټ پرې واكمن شوی او اوس اسلامي امارت د اسلامي ملي نظام په توگه د هېواد او ولس خپلواكه او ازاده چارسمبالې اداره ده.
په رښتونې مانا د يو نظام له مليتوب وروسته د نظام او ملت ترمنځ ډېر لږ واټن هم نه پاتې كېږي چې له امله يې منسوبين له دندو، ځانگړو وجيبو او خپل منځي ناستې ولاړې او همغږۍ پرته ډېر امتيازي ټكي نلري، بلكې هرڅه يې د ملت له منځه د وگړي په توگه عام او عادي وي، نو ځكه د مشرتابه او نورو چارواكو په څرگندونو، لارښوونو او مجاهدينو ته په سپارښتنو كې هېوادوال، ولسي وگړي او ملت ټكي يو څه مبهم غوندې دي چې هغه يانې څه؟ ! ايا د نظام منسوبين او مجاهدين خپل منځ كې يو او بل هم د هېوادوال، ولسي وگړي او ملت تر ټكو لاندې دي؟، نو تفسير يې اړين دی او هغه دا چې ياد ټكي د اسلامي امارت مجاهدين او منسوبين هم را نغاړي، ترڅو د غرور او لاپرواهۍ هغه ټكي چې ځينې منسوبين يې خپل امتياز گڼي؛ بشپړ له منځه يووړل شي، ځينې منسوبين چې پر همدې حيثيت ورسره د نورو لخوا له يادو لارښوونو او سپارښتنو سره سم چلند نه كېږي؛ اړوندې ستونزې لري چې د ياد تفسير له لارې بايد حل شي او تر ټول بده دا چې د نظام منسوبينو او ملت ترمنځ دوه لوريز داسي واړه ذهنونه هم شته چې له دې لارې نظام او ملت يو له بله بېل انگېري او پېژني چې د خورا اندېښنې او بدې پايلې لرونكې خبره ده. همدارنگ ياد تفسير د نړۍ د گوټ گوټ افغانان را نغاړي چې له لسيزو راهيسې او يا هم تازه له هېواده وتلي او د كډوالۍ شپې ورځي تېروي، ترڅو ورته د هېوادوالو، ولسي وگړو او ملت په غږ كولو سره د تبعيد او د اسلامي امارت او چارواكو له پامه د وتلو احساس ونكړي، له هېواده د لرې والي بوج پرې سپك وي او په كور دننه او بهر د پخواني رژيم منسوبين هم د اسلامي امارت منسوبينو ته پر كتو ځانونه د ولس له منځه وويني او عادي ژوند ته را وگرځي.
د نومونو او نيتونو تر خپله حده اغېز يو منلی حقيقت دی، نو لكه څرنگه چې په يادو څرگندونو، لارښوونو او سپارښتنو كې هېوادوال، ولسي او ملت عام دي او پكې د پرتې مانا له پلوه افغان توكمه ټول وگړي را نغاړي، كه همغسې د هېوادوال، ولسي وگړي او ملت تفسير هم شي، نغښت يې وسپړل شي او په اړه يې پوهاوی ترسره شي؛ ډېرې نورې گټې او ښې پايلې به هم ولري او تر ټولو ستره به يې داوي چې لكه څرنگه چې په رښتوني ملي نظام كې د نظام او ملت تر منځ واټن نه وي او نه يې څوك ثابتولای شي، د اسلامي امارت او د نړۍ په گوټ گوټ كې افغان غيور ولس وگړو ترمنځ به همدا ټكی په حقيقي مانا تحقق پيدا كړي ان شاءالله.