د دغه ابتكار ياد راسره ولمانځئ !!

جبريل سعد موږ افغانان وياړمن او پياوړی لرغونی تاريخ لرو، د هېواد له استقلال مخكې او له هغه را وروسته د وياړ او په تاريخ كې پر سرو زور د ليكلو ډېر داسي څه لرو چې په سيمه ييزه او نړيواله كچه هېوادونه يې نلري، هو ! په تېر كې دغه لړۍ نږدې دوه لسيزي […]

جبريل سعد
موږ افغانان وياړمن او پياوړی لرغونی تاريخ لرو، د هېواد له استقلال مخكې او له هغه را وروسته د وياړ او په تاريخ كې پر سرو زور د ليكلو ډېر داسي څه لرو چې په سيمه ييزه او نړيواله كچه هېوادونه يې نلري، هو ! په تېر كې دغه لړۍ نږدې دوه لسيزي له ځنډ او خنډ سره مخ شوې وه چې بيا يې د شوروي اتحاد پر وړاندې جهاد او د هغه له ماتې سره لومړی څرك ولگېد او د اسلامي امارت تېرې واكمنۍ په راتلو بېرته روانه شوه چې يو وياړ همغه د شر اوفساد پر وړاندې په تر ټولو سختو شرائطو كې د طالبانو غورځنگ را پورته كېدل، رښتونې مبارزه يې، ملي بڼه يې خپلول او په زيار او قربانيو يې پر يو رښتوني اسلامي نظام بدلېدل و.
خو له نن څخه دوه لسيزې وړاندې د اسلامي امارت لومړۍ واكمنۍ ړنگېدو او ور سره هممهاله او غبرگ ډېرو مختلف النوع پېښو، پرديو لاسوهنو، بهرنيو ستراتېژيو، فشارونو، كورنيو اداري-اخلاقي-ټولنيزو فسادونو، د ملي شتمنيو بهرنيو او كورنيو لوټنو، جگړو او أمنيتي بحران، د تجزيې له گواښ سره د هېواد مخ كېدو، د هغه ځمكنۍ بشپړتيا مسئلې او… له حجم او گواښ سره سم يا هم لوړ او ټيټ د هېواد برخليك په تدرېجي ډول سرچپه روان شو چې له أمله يې تېرې دوه لسيزې د هېواد د وياړلي تاريخ سرچپه وې او پكې له هغه برخليك سره مخ و چې په گاونډ او لرې كې هيڅ هېواد نه دی ورسره مخ شوی.
له اسلامي امارت سره مذاكراتو ته د أمريكا لېوالتيا، چمتووالي او له هغه را وروسته پړاونه د يادو دوو لسيزو د پای ځانگړې مقطع په توگه پېژندل كېږي چې كه څه هم له لومړي سره يې د افغانانو ځاني او مالي ستونزې نورې هم توندې او ژبغړاندې كړې او د ناأمنيو، انفرادي او ډله ييزو ولسي وژنو، شپنيو چاپو او ړندو بمباريو، پر غونډو باندې چاودنو او وسلوالو بريدونو، هدفي وژنو، ډرون-هاوان-مخامخ بريدونو، د ولسي وگړو د كورونو او د درستو كليو-مسجدونو-مدرسو-بازارونو-كلينيكونو-تعليمي مركزونو په څېر عام المنفعه ځايونو د ويجاړيو سلگونه پېښو سره بهرنيو او كورنيو وحشتگرو پر اسلامي امارت د فشار پر نوم ولس تر بل هر وخت له كړاو سره مخ كړ.
اشغال تپلي رژيم د اسلامي امارت او أمريكا ترمنځ د سولې خبرو د گډوډولو په هدف هم دا ډول ډېر جنايتونه ترسره كړل او ورسره هممهاله پر دولتي كچه اداري او اخلاقي فسادونو، خپلمنځي نانديو او اختلافونو، د شخصي لومړيتوبونو او گټو پالنې، د ښكاره او پټو ملېشو او د خپلسرو زور واكو تشكيل او تمويل، په نړيوالو مرستو، ملي بوديجه، عوائدو كې فساد او غلاوو او… هم په دې مقطع كې د تېر په پرتله د خپل نوعيت يو ځانگړی باب پرانيست چې له لارې يې د سولې هڅو د سبوتاژ او ولسي وگړو ته د وحشت پلمې هم جوړي وې.
خو پر وړاندې يې د الله تعالی له نصرت او د مظلوم خو غيور ولس له قربانيو سره د اسلامی امارت لوړ او حيرانونكي زغم او استقامت، پوځي ځواك او حماسو، فعالې نړيوالې ډيپلوماسۍ، برحقې داعيې، تدبر او ژور ليدلوري، برياليو برنامو، ټينگ هوډ، خپلمنځي يووالي او د پايلې په توگه يې له ماتې خوړلې امريكا او د هغې په مشرۍ له غرب سره د دوحې تړون لاسليك چې پر بشپړ تعهد وپالل شو؛ د هماغو ځنځيري وياړونو د يوې كړۍ په توگه د يادو دوو لسيزو، ورپسې ځانگړې مقطع او په دې مقطع كې يرغل او اشغال پرانيستي باب لپاره غوره پای و.
په خواشينۍ سره تر ټاكلې مودې بياهم بهرنيانو په مستقيم ډول او ياهم د كابل رژيم په كارولو په كراتو د دې تړون له توافقاتو څخه سرغړونې او د پلي كېدو په لاره كې يې د خنډونو جوړولو هڅې وكړې، په ضمن كې يې كورني دښمن د بهرنيانو د شتون له دغه وروستي فرصته پر استفادې ۲۷كاله وړاندې ټوپك او پاټك سالارۍ ته لاس اوږد كړ، د هماغه زاړه فساد او انارشۍ نوې څپه يې راخپره كړه، هغه ولس او با احساسه ځوانان چې پخوانۍ ټوپك او پاټك سالارۍ يې نه وې ليدلې يايې د كابل رژيم له وحشت ډكو دورو ترې هېرې كړې وې؛ تازه يې د هغو ژوندۍ بېلگې ور وليدې، همغه زاړه كرغېړن يادونه يې پرې را تازه كړل او بيا يې ځينو د بهرنيانو د وتلو په صورت كې هم د دوام لپاره تابيا نيوه.
پر وړاندې يې بياهم د الله تعالی نصرت، د ولس د قربانيو او د اسلامي امارت د زغم او د شرائطو په پام كې نيولو سره د برياليو پاليسيو پر مټ چټك گامونه واخيستل شول چې نه يې بهرنيان او نه يې هم تپلی لاسپوڅی رژيم خپلو هڅو ته پرېښود، بلكې د دواړو د هڅو حتمي او يقيني مخنيوي لپاره اسلامي امارت پر نړيواله كچه او هم پر كور دننه پر ډېر څه له سره غور او كار وكړ، له دې څخه تر ټولو اغېزمن د دښمن له گڼو او هرڅومره له زغمه وتليو تخطاگانو سربېره د اسلامي امارت له لوري د دوحې تړون ټكو ته لا زياته ژمنتيا، پر بشپړ تعهد يې پالل او پر عملي جامه يې پسولل و چې له نېكه مرغه د پايلې په توگه يې لكه څرنگه چې مو غوښتل او قربانۍ مو ور كولې؛ د هېواد د ازادۍ، خپلواكۍ، دلته د رښتوني اسلامي نظام، د څه باندې څلورو لسيزو جهاد او قربانيو ارمانونو پوره كېدو او پرې بې توپيره د ولس د ټولو قومونو، قشرونو، سمتونو او وگړو د خوښۍ شاهدان يو. ولله الحمد.
د دوحې تړون، هغه ته د اسلامي امارت ژمنتيا او ترې د بهرنيانو سرغړونې او د پايلې په توگه يې ازادۍ، خپلواكۍ او د اسلامي نظام ارمانونو ته د افغانانو رسېدل چې كابو دوه نيم كاله وخت او د همدې مهال خورا گڼ او متنوع كږليچونه په بر كې نيسي؛ درې واړه له هرڅه سره تر بشري پوهې، اټكلونو، تمو، توان او هم د غربي ټيكناوجۍ له انتنه ډېر لوړ و او له امله يې دښمن د بشر پر ځای د الله تعالی د تدبيرونو پر وړاندې تدابيرو په لټه ښكاريد چې دا يو خو زموږ مسلمانانو او يوې برخې نامسلمانو په عقيده هم له امكانه وتلې چاره ده او بل د منكرينو له لوري پّه نامستقيم ډول د الله تعالی د شتون، وحدانيت، لوړو تدابيرو او د جهاد پاله هېواد او مجاهد ولس له اصيلو بچيانو سره يې د ملتيا تسليمولو او منلو په مانا دي.
د دوحې تاريخي تړون چې د خليجي هېواد قطر په پلازمېنه دوحه كې د۱۳۹۸ل كب مياشتې پر لسمې نېټې لاسليك شو؛ د افغانستان، درانه ولس او سيمې او همدا رنگه د غرب او صليبي بلاك اتحاديانو لپاره پر اهميت او لوړ حيثيت، لاسته راوړنو، نړيوال ستراتيژيك رول او بېلابېلو اړخونو يې تردې وړاندې هم د اسلامي او هم لوېديځې نړۍ په كچه گڼې تبصرې او تأثرات شوي او اوس د څلورمې كالېزې په رارسېدو به پرې نور هم وشي، موږ به يې په اړه دومره ووايو چې ابتكار يې يواځي د اسلامي امارت په لاس كې دی او اوس يې بايد هغه او تر سيورې لاندې ولس، همدارنگ زموږ په درد دردېدلي او د اسلامي امارت او افغانانو خواخوږي د نړۍ د گوټ گوټ مسئول او با احساسه مسلمان ملتونه هم ښه په خرب او ترپ كې د دغه ابتكار ياد راسره ولمانځي ماتې خوړلي يې په توره ورځ لمانځي او كه پر سپينه.
اسلامي امارت چې د داعيې او مخكښو اشخاصو له پلوه د مؤسس امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله پر جهادي فكر ولاړ او په هېواد كې د كمونستي رژيم او همدلته پرځېدلي نړيوال شوروي اتحاد پر وړاندې جهاد دوام دی؛ په چوكاټ كې يې د افغانانو څو لسيزې دوامدار وسلوال جهاد، تبليغاتي مبارزه، سياسي تگلاره او د ژور ليد لوري پر بنسټ روښانه تگلوری چې پر مټ يې ډېر ناممكن هم ممكن شوي او يو يې د دوحې تړون او هغه ته د ژمنتيا وروستۍ پايلې دي؛ د غربي ټيكنالوجۍ په نننۍ نړۍ كې د اسلامي نړۍ محكومو ملتونو او سيمو د ازادۍ، خپلواكۍ او اسلامي نظام ته د رسېدو د لارې د مشال په توگه بې ساري دي.
هو ! افغانانو له بهرني او كورني دښمن سره كلونه جگړه وكړه، د هغو وگړو او ځوانانو به هم ورسره ټكر راغلی او يا به يې خپلوان له لاسه پكې ور كړي وي چې په را وروسته كې يا هم يو وخت د ولس پر درد او دوك خواشيني و، خو اوس چې د دوحې تړون له بركته هېواد له سرتاسرې سولې څخه برخمن، خو په هممهاله توگه د كدرونو او د كار خلكو له سنگينې جفا سره مخ دی، مسئول او با احساسه ځوانان دې د درد دوا كولو لپاره دغه نزاكت په پام كې ولري، ترڅو مو د نظام ادارو د فلج او له هېواد سره د اوږدې لړۍ جفا گانو اوس پر وخت او أغېزمن مخنيوی كړی او خپل رسالت ته مو تعهد ښوودلی وي…پر همدې هيله