غونډې منډې په دوحه كې نه، له رښتوني اړخ او استازي سره بريالۍ وي !!

جبريل سعد تېره اونۍ قطر په افغانستان كې د ملگرو ملتونو د يوې غونډې كوربه و. د دوحې تړون راوروسته له هغه په سرغړونې د افغانستان په چارو كې د دغه سازمان د لاسوهنې دا دوهمه غونډه وه چې د لوېديځ اهدافو ته پر پام لومړنۍ ته اسلامي امارت نه و بلل شوی، خو دا […]

جبريل سعد
تېره اونۍ قطر په افغانستان كې د ملگرو ملتونو د يوې غونډې كوربه و. د دوحې تړون راوروسته له هغه په سرغړونې د افغانستان په چارو كې د دغه سازمان د لاسوهنې دا دوهمه غونډه وه چې د لوېديځ اهدافو ته پر پام لومړنۍ ته اسلامي امارت نه و بلل شوی، خو دا ځل بيا پكې د اسلامي امارت د استازي گډون لومړيتوب گرځول شوی و. فكر كوم ورته د اسلامي امارت غبرگون له افغانستان او د هغه په چارو كې د دغه او نورو لوېديځو سازمانونو لاس لنډولو ته پر پام وي چې د اغېز له لومړيو نښو نښانو پكې بريالی هم برېښي. ملگرو ملتونو خپله د دوه نيم كالو په تېرېدو، د افغانانو په استازولۍ د اسلامي امارت پرلپسې هڅو او د ځيني سيمه ييزو او نړيوالو لوريو پر هلو ځلو سربېره په دغه سازمان كې د افغانستان څوكۍ لا هم ورته نه ده سپارلې. دا لا څه چې د اسلامي امارت د ټولو خپلواكو پاليسيو او سياستونو پر وړاندې يې هر وخت دريځ هم نيولی دی او په بېلابېلو برخو كې د ځانگړو استازو، راپورونو، سازمانونو او پر گڼو پلمو او سرليكونو يې د اړوندو موخو په لټه كې د اسلامي امارت او نوي افغانستان پر وړاندې هر ډول هڅې روانې ساتلې دي چې د دوحې په وروستۍ غونډه كې هم يو ځانگړی استازی په پام كې نيول شوی و، خو اسلامي امارت لا له مخكې رد كړی او د يوناما په شتون كې يې بې هدفه بللی و.
يوناما چې د لوېديځ د استازولۍ پر نوم دلته كومې موخې تعقيبوي، د ملگرو ملتونو لخوا په پام كې نيول شوی استازی به هم تر دغه سرليك لاندې ورته موخې ولري او ښايي اسلامي امارت يې مشخصې موخې او پايلې هم درك كړې وي چې افغانانو ته د منلو وړ نه دي. خو تر ټولو مهمه دا چې د دغو سازمانونو او استازو له لارې د افغانستان په چارو كې له لاسوهنې د لوېديځ لاس لنډ كړل شي. د دوی بنسټيزه دنده يوازې لاسوهنې نه دي، بلكې لاسوهنې له هغو موخو ترلاسه كولو سره چې پكې ورنغښتې مالومې شي او له دې پرته آن كه د دغه سازمان ملگری ملت هم يو؛ نه مو عقيده، نه مو قانون، نه مو پاليسۍ او سياستونه، نه مو ازاد او خپلواك شتون او انساني ژوند مني او نه مو هم پرې جوړ شخصي حريم پر رسميت پېژني، بلكې په دغه سازمان كې مو را ټول ملگري !! شپږ ملتونه او مشر يې هرڅه د بېلابېلو سازمانونو او پالېسيو ترسرليك لاندې له خپل سانسور او لاسوهنې سره هغسې غواړي چې د يو بې رحمه او بې درده وينه زبېښونكي دښمن په توگه يې راسره وكړي، نه هغسې لكه چې مو د يو ملگري ملت په توگه د دغه سازمان د سرليك پر غوښتنه حق دی او مستحق يې يو. د دغه حقيقت همدا اوس په غزه كې نړۍ شاهده ده چې له همدې پروژيي سازمانونو، سرليكونو او ملاتړو يې پرته چې د هلته ناورين د اصلي عامل رول ترسره كوي؛ د عامې لوېديځې نړۍ هم پرې زړه خوړين او وجود ستومان دی.
كه د ملگرو ملتونو د رامنځته كېدو، موخو، منشور او له دې چې د لوېديځ مشرتابه او د دائمي شپږ هېوادني بلاك په توگه د ياد سازمان له گټو پرته دغه سازمان په ټوله ماضي كې د كوم ملت درد نه دی دوا كړی؛ راتېر شو چې خورا اوږد او پېچلی بحث دی، يوازې سرسري د سازمان سرليك او د پايلې په توگه يې كړنې د افغانستان او فلسطين په اړه وروستيو دوو متفاوتو او سرچپه دريځونو كې هم را لنډولی شو. د(ملگري ملتونه)سرليك خورا څرگند دی چې پكې د گردې نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او ملتونو برابر غړيتوب سره د گډ كور په حيث د يو نړيوال سازمان مانا لري او دا چې د گردې نړۍ له منځه يوازې لوېديځ، مشر يې او د دغه سازمان شپږ دائمي غړي هېوادونه بشپړه نړۍ نه ده؛ نو د سازمان نړيوالتوب هم پكې د ملتونو پر دغه ملگرتيا ولاړ او د سرليك له مخې فلسطين او افغانستان دواړه په ياد گډ كور او سازمان كې د امريكا، اروپا او برتانيا ملگري هېوادونه دي، خو د لوېديځ د گټو او موخو پر مدار يې فلسطين تر اوسه ملگری او د سازمان غړی دی او په افغانستان كې بيا سره له دې چې د څلورو لسيزو ناورينونو سره هممهاله يې افغان ملت هم ملگری او د سازمان غړی و؛ خو د موخو او گټو په ترلاسه كولو كې د لوېديځ له ماتې سره اوس ياد سازمان په دغه نړيوال كور كې هماغه خپله څوكۍ هم نه ور كوي. همداسې د فلسطين پر حال او ناورينونو د لوېديځې نړۍ هم زړه خوړين او وجود ستومان دی او څلور لسيزې دلته په افغانستان كې هم دغه حال و، خو د ملگرو ملتونو سازمان لكه چې اوس د فلسطين ناورين ته د وردانگلو پر ځای د تر ټولو امن او بي ساري خوښ هېواد گران افغانستان په اړه غونډې او منډې كوي؛ يادې څلور لسېزې يې دلته هم هيڅ ناورين ته نه و را دانگلي، همالته يې هم يوازې د وسيلو په ډول تر همدې ښكاره پاليسيو پټې او شا ته خپلې لوېديځې موخې لټولې او هم يې په ټوله اسلامي نړۍ كې پر بېلابېلو نومونو خپلې دغه هڅې روانې ساتلې وې چې د ياد سازمان دغه سرليك جعلي او واقع يې د شپږو لوېديځو ملګرو دولتونو سازمان ښيي.
د لوېديځ د مركزي سازمان په توگه پر ملگرو دولتونو سربېره ټول سازمانونه، ستراتېژۍ، سياستونه، پالېسۍ او وضعي قوانين هغه د خپلې مشهورې ستراتېژي(گډوډۍ جوړې كړه او حكومت پر وكړه)له مخې د پروژو په توگه را منځته كړي چې ځيني يې لا اوس هم نه تعريف كړي او نه يې تعريفولی شي، ترڅو له لارې يې يوازې گډوډۍ را منځته كړي او ترې په خړو اوبو كې د خپلو موخو په شكل كبان ونيسي. په دې ډول د لوېديځ استخباراتي، فكري، فرهنگي، تبليغاتي او د فشار رول بشپړ همدا پروژې ترسره كوي. تجربو ښودلې چې د لوېديځ دغو پروژو مخ او نمايش ته پراته او ايښي هرڅه يوازې د شا ته نور او آن عين ضد موخو وسيلې دي چې بيا د لوېديځ موخو ته د مقدماتي رول ترسره كولو او د موخو پر لاس ور كولو وروسته پكې ښكېلې پروژې له منځه وځي او بل ځای مصروفېږي. د ملگرو دولتونو د دوحې غونډې هم څه داسې رنگ درلود چې په غزه كې يې مخ ته پراته مسئوليت ته د شا كولو، له افغانستان سره يې د ځان مصروفولو او د غزې او افغانستان تر منځ د باور فضاء خړولو هڅه وه، خو اسلامي امارت پر خپل غوڅ دريځ پيغام ور كړ چې د غزې پر وړاندې له خپل مسئوليته دې د افغانستان په پلمه نه تښتي.
د ملگرو ملتونو د سرچپه سرليك او د افغانستان او افغان ملت پر وړاندې يې د وخت پر وخت دريځونو ترمنځ له پرتلې څرگندېږي چې په سازمان كې څوكۍ د پراخو لاسوهنو او د لوېديځ د موخو او گټو اړوند تحميلي غوښتنو د منلو بدل ټاكل شوې او بديله لاره يې د دوحې غونډې په څېر په نورو هېوادونو كې د يادې تبادلې پر روحيه او رول خپلو روزليو اړخونو او اشخاصو سره د همدې سازمانونو خپل سرې غونډې او تحميلي پرېكړې دي چې گني زموږ هېواد بې سرپرسته او ملگري دولتونه يې د دا ډول غونډو منډو پر مټ په بشپړې خواخوږۍ اداره كوي او له افغانستان پرته ښايي په نړۍ كې داسې هېواد نه وي چې آن په ملگرو دولتونو كې د څوكۍ اشغالولو سربېره يې لا په اړه دغه سازمان همالته دا ډول غونډه كړې وي. نو كه اسلامي امارت پكې گډون كړی وای يا هم يې بيا وكړي؛ ښايي هرڅه له لاسه ور كړي او لوېديځ ته يې يو تر ټولو بد انځور او سوژه پر لاس ورشي. خو كلك اميد دی چې اسلامي امارت يې پر وړاندې همداسې پرېكنده دريځونه ولري او له اغېزمنو لارو هر څومره زر د افغانستان له چارو د لوېديځ دغه لاسونه لنډ كړي، د هرې لارې په خپلو خپل ځای ترې ونيسي او نور د لوېديځ د يوې پروژې له حيثيت ور هاخوا يې هغه اعتبار له منځه يوړل شي چې لوېديځ يې فكر او ذهنيت عام كړی دی. د دا ډول غونډو لپاره د دوحې په غوره كولو سره هم د شپږو لوېديځو ملگرو دولتونو پروژيي سازمان دا ذهنيت خپروي چې د دوحې مذاكراتو او تړون پسې يادې غونډې هم بريالۍ كېدی شي او پرې عام فكر او ذهنيت له دې اړوي چې ياد مذاكرات او تړون خو هم د افغان ملت له رښتوني اړخ او استازو سره و او اوس هم اړوندې غونډې منډې په دوحه كې نه، له رښتوني اړخ او استازي سره بريالۍ وي چې په هېواد دننه يا هم بهر د هغوی په شتون كې ترسره شي.