مالي اندېښنه هم لکه خزان په تېرېدو ده !!

جبريل سعد په گران هېواد افغانستان كې د نړيوال پوځي اشغال بشپړې ماتې او دلته د اسلامي امارت راتلو سره اوس تبليغاتي رسنيو را منځته كړي موضوعات او سرليكونه له پخوا په ډېر زيات او بلا تفاوت كې دي، آن د بشري ناورين، مالي بحران، اسماني ټكې او ځمكني انفجار په څېر گواښونكي او لړزونكي […]

جبريل سعد
په گران هېواد افغانستان كې د نړيوال پوځي اشغال بشپړې ماتې او دلته د اسلامي امارت راتلو سره اوس تبليغاتي رسنيو را منځته كړي موضوعات او سرليكونه له پخوا په ډېر زيات او بلا تفاوت كې دي، آن د بشري ناورين، مالي بحران، اسماني ټكې او ځمكني انفجار په څېر گواښونكي او لړزونكي نومونه يې تر ټولو عام كارېدونكي اصطلاحات گرځېدلي.
افغانان چې له افغاني حيثيت سره نه د دې خلك و چې په زنده باد او مرده باد تورې وهي، بلكې هر وخت په عمل كې لاس پر كار شوي او د وخت امپراتورۍ همدوی نړولې او نه يې هم له الله تعالی پرته كوم ساتونكی، پالونكی او روزي رسونكی پېژاند؛ له پوځي تېښتې وروسته د اشغالگرو هر اړخيزو تبليغاتو لكه چې اوس ترې ساتونكی، پالونكی او روزي رسونكی ورك كړی وي او دا له عقيدوي او فكري مخې د اندېښنې خبره ده.
د تبليغاتي ډنډورچيانو په خبره د هېواد كمزوری اقتصاد !! د مالي بحران او بشري ناورين سرچينه ده او لامل يې هم همدوی له پيله د تېر رژيم د چارواكو پراخ مالي فساد او د امريكا مستبدو چارواكو پر ټينگار له هېواد او ولس سره (د هر نظام او چارواكو په صورت كې) مرسته شوې۹نيم ميليارد ډالري پېسې كنگل كول گڼل چې يو هم پر اسلامي امارت اړه نه لري.
حقيقت كې دلته خپله اقتصاد او مالي حالت دومره كمزوری ښوودل لا يوه تبلغاتي هڅه ده، ملابرادر آخند لا له مخكې په خپلو څرگندونو كې د اقتصادي ودې لپاره د برنامو درلودلو خبر وركړی و، ورپسې په لومړنيو۴مياشتو كې اسلامي امارت له گڼو نړيوالو سازمانونو، هېوادونو او لويو شركتونو څخه په ميلياردونو ډالر او د هغو په ارزښت بشري مرستې را ټولې كړې او په دوام يې لا تر اوسه وخت پر وخت تر څلوېښت ميليوني كڅوړو ډالر ترلاسه كېږي.
ورسره په كور دننه اهل خير تجارانو او پانگوالو، بشري بنسټونو او نورو په همغږۍ د اسلامي امارت بېلابېلو چارواكو د گڼو ولايتونو او سيمو پر وگړو بلا مرستې ووېشلې او هغه بېوزلۍ يې نسبتاً كنترول كړه چې د تېر رژيم پر مهال او را وروسته كې د هغه د چارواكو د پراخ مالي فساد او ملي خزانې د چور او وچولو له امله را منځته شوې وې.
هماغه د فساد ډېره كمه برخه چې ملياردونو افغانيو معادل امريكايي ډالر او سره زر و هم يې د پخوانيو چارواكو له گورت څخه ايستلې او ملي خزانې ته يې سپارلې، له گمركاتو-كريډيټ كارتونو-ترانزيت او بېلابېلو سرچينو په ملياردونو افغانۍ عوايد يې را ټول كړل چې وخت پر وخت يې له هر ولايت، سيمې او د عايد له سرچينې څخه جلا راپورونه ور كړي او ترې د بېوزلو هېوادوالو لاسنيوي-ټولگټو پروژو-معاشاتو اجراء-كې هم كار اخيستل شوی و، له دې ور آخوا اسلامي امارت د بيا رغونې، زراعت او مالدارۍ، صادراتو، صنعت او تجارت، ملي پروژو او دلته په بېلابېلو برخو كې د بهرنيو لويو شركتونو د پانگونې هڅې روانې او لارې هوارې كړې.
همدا رنگه يوازې د پنځو مياشتو پر وتو لا په لومړي ځل د سرتېرو د تنخواه گانو اعلان، د راتلونكي مالي كال بوديجه تيارول، د ځينې چارواكو په خبره د هېواد ملي عوايد په همغو پينځو مياشتو كې د تاريخ تر ټولو لوړې كچې ته رسول، يو ځل بيا هم د ملا برادر آخند او ملا امير خان متقي د هغه مهال د اقتصاد ښه كېدو او د اړوندو لارو چارو پر كار اچولو ډاډ او د بهرنيو اسعارو په ځانگړې د ډالرو او كالدارو په كارولو بنديز ټول د ځمكنيو واقعيتونو په توگه د ښه اقتصادي حالت او د هغه د لا غښتلتيا رمزونه، رازونه او پيغام له ځان سره لرل.
اوس د دوه نيم كالو پر وتلو ها د چا خبره څه سر به دې خوږوم؛ خورا ډېر كارونه شوي، خو هماغه د مالېزيايي چارواكي خبره په هرڅه كې د غرب سترگو ته گورو او د هغه له عينكو يې وينو، د خپل ليد له لارې يې واقعيت پېژندلو پر ځای د غرب جوړې كړې تبليغاتي هی هو له لارې پېژنو چې دا زموږ خورا لويه تېروتنه او نور نو نړيوال پيغور هم دی چې دلته ورسره جنگېدلو او ماتې مو ور كړه، خو تبليغاتي گنگوسې يې بيا هم تر خپل ليد ډېرې باوري گڼو او پر اساس يې همالته چغې پسې ور وهو چې هلۍ له لوږې مرو.
دلته زموږ مشران چې خپله كورني عايدات او د نړۍ له گوټ گوټ څخه بسپنې هم راته را ټولوي، موږ يې د مالي وضعيت اړوند وړاندوينو او راكړي ډاډ ځكه ډاډگېرنه نكوو او د پرديو تبليغاتي گنگوسې مو ځكه ډېر زيات كړوي چې د اشغال۲۰كلنو رژيمونو پر ملي عايداتو چور گډ كړی و او موږ يې پر پرديو بسپنو اموخته كړي يو، نو كه مو اوس خپل چارواكي هر څه وايي، هغه دې وايي، ملي عايد دي ښه ډېر وي، خو موږ د غرب او امريكا پر آخور اموخته يو…
په هېواد كې وچكالۍ هم غرب ته د تبليغاتي او اقتصادي جگړې گرم ساتلو سوژه وه، خو لله الحمد ! په دې وروستيو كې د ټول هېواد په كچه اورښتونه پيل شوي او لا هم دوام لري چې د راتلونكي كرنيز كال ښه زېري له ځان سره لري، خو كه موږ دغه اورښتونه په ښه توگه مديريت كړو.
نړيوال هر وخت او هر ځل زموږ د ډېرې اړتيا پر مهال او د هغې له جنسه فشارونه او بنديزونه لگوي، خو كه موږ پرې پر تكيې كمولو سره هغه په خپله گټه را وڅرخوو، نو په تېره شل كاله وسلواله جگړه پسې اوس هم حتمي موږ بريالي يو، په دې ډول چې د پرديو مرستو پرځای پر خپلو كرنيزو حاصلاتو تكيه وكړو او دا به پر خپل ځان د بساينې پيغام هم وي.
كه مو كورنی زراعت پراخ، طبيعي زېرمې په شفاف ډول استخراج، صنعت ته پاملرنه ډېره او بهر ته صادرات لوړ كړو او… لكه چې هڅې يې هم پر چټكۍ روانې دي؛ هم به د يادو فشارونو په كنترول برلاسي يو او ډېر به مو نه اغېزمنوي، هم به موږ وتوانېږو له خپلې اقتصادي ودې او صادراتو څخه په استفادې بالمثل غبرگون وښيو او هم زموږ كمزورتياوي له منځه ځي ياهم لږ تر لږه د كمزورۍ نقطې مو له دښمن څخه وركېږي.
تجارت ته بشپړه پاملرنه چې كرهڼه، صنعت، د زېرمو استخراج او دا ډول د عوايدو نورې سرچينې اغېزمنې او په پای كې وچې كړي د هېواد د اقتصادي حالت د خرابۍ ستر لامل گڼل كېږي چې همدا اوس پاكستاني ولسونه ورسره مخ دي.
خو هلته زياتر د كار زمينه برابره وي، نو اقتصادي ركود ولسونه دومره زر نه زيانمنوي، دلته چې له يوې خوا ملي خزانه وچه شوې وه، له بلې خوا زياتر وگړو ته د كار زمينه برابره نه وي، له درېيم لوري بهرني بنديزونه او له څلورم لوري پر بهرنيو مرستو او تجارتونو تكيه او د ملي عايد ټولې سرچينې وچې وي، نو وگړي په ليږ وخت كې له غير مترقبه لويو ستونزو سره مخ كوي.
اوس د اسلامي نظام پر راتلو چې د كورني اقتصاد زېربناوې بيا په رغېدو دي، اورښتونه چې الله تعالی وايي: (ژباړه: پر اوبو مو هرڅه ژوندي كړي)هم ښه پر درز كې دوام لري، هېواد مو له ځمك تل اوبو بډای دی او كه پر ځای گټه ترې پورته شي؛ وگړو ته هم د كار گڼ او پراخ فرصتونه پر لاس ور كوي او مالي اندېښنه مو هم لکه خزان په تېرېدو ده، نو زموږ ولس دي د كرهڼې دا فرصت، اورښتونه او د يواځينيو سترو مالي پانگو په توگه كرهڼه او د عايداتو نورې سرچينې نه ضائع كوي.
الله تعالی دا هرڅه اوس ولس ته په واك كې ور كړي او ازمايي چې څه پر كوي، اوبه يې د هرڅه د ژوندي كولو لپاره اورښت كړې چې اوس ولس څنگه گټه ترې پورته كوي !؟ د كلونو شاړې ځمكې پرې زرغونوي او مړژوانده اقتصاد پرې ژوندی كوي، پالونكی او روزي رسونكی مې مني، پر خپل ملي عايد قناعت او تكيه كوي، ما ورته روا كړې روزي په خپل كور كې د خپلو مټو پر زور گټي، خپل ور كړل شوی مالي استقلال ساتي او كه يې د غرب پښو ته ور غورځوي او بيا هم پر زنده باد او مرده باد له بهرنيانو آن د خپل ژوند ډوډۍ غواړي !؟.