د داعيې، انگېزې او هدف ور كړه ولې اړين دي ؟!

جبريل عمر بن عبدالعزيز رحمه الله هرڅوك پېژني، نه يواځي په نامه، بلكې په عدل كې هم تاريخ له عمر بن الخطاب رضی الله عنه وروسته دوهم گڼلی چې اوس د نوم او عدل دواړو له پلوه مرحوم مشر ملاصاحب(ملا محمدعمر مجاهد)رحمه الله ته هم په هغه پسې درېيم عمر وايو. د عدل او پراخ […]

جبريل
عمر بن عبدالعزيز رحمه الله هرڅوك پېژني، نه يواځي په نامه، بلكې په عدل كې هم تاريخ له عمر بن الخطاب رضی الله عنه وروسته دوهم گڼلی چې اوس د نوم او عدل دواړو له پلوه مرحوم مشر ملاصاحب(ملا محمدعمر مجاهد)رحمه الله ته هم په هغه پسې درېيم عمر وايو. د عدل او پراخ لاس يوې مشهورې كيسې او د مړينې د لامل ترمنځ له مقائسې او پرتلې يې دا پايله اخلو چې د نوموړي مړينه د داسې چا له لاسه وه چې آن د خلافت د دربار امتيازي اشپزۍ له رتبې، معاش او رفاه څخه برخمن و، خو انگېزه او داعيه نه وه ور كړل شوې او هدف نه و ورته ټاكل شوی. د خلافت منسوبين او تر واك لاندې يې مسلمان وگړي په تربسې معاشونو او غلو-دانو ماړه كړل، بياهم د بيت المال زېرمتونونه ډك و، د ځوانانو پر ودونو يې لگښتونه ترې وكړل، بيا هم تش نشول، نامسلمان وگړي يې ترې ماړه كړل، لا هم ډك پاتې و او بيا يې د غنمو زېرمې د هوا په مارغانو پسې غرونو ته وخېږولې…په طبيعي ډول په دومره عدل او پراخۍ كې دا هيڅ شونې نه ده چې د خپل دربار اشپز يې بيا هم لا وږی پاتې وای، بلكې تر سپوږمو موړ او د دربار له امتياز او رفاه هم برخمن و او بيا چې د خليفه پر مړينه يو متعصب يهودي دښمن هم وژړل؛ ښيي چې كوم جدي دښمن او گواښ يې هم ورته متوجې نه و.
خو بياهم چې يې پر خپل دربار نازولی او پر هرڅه تر سپوږمو موړ اشپز يې د څو روپو پر لالچ د ياد دښمن له رول سره پرې را هلۍ كوي، د مرگ له گواښ سره يې مخ كوي او پر هغه برسېره او ورپسې لا هم يو ځل بيا د خلافت د اميرالمؤمنين په حيث له خپل مقتوله د درېيمې گټې نغدولو، د هغه لخوا د څو روپو په ور كړه او په وروستۍ سپارښتنه يې په خوشالۍ پښې سپكوي، د چارواكو-ځواكونو-د مقتول كورنۍ له منگولو ځان باسي او پر خپل لاس په خوراك كې د زهرو پر مټ له ور كړيو ژورو ټپونو سره اميرالمؤمنين د وروستي ځل لپاره د مرگ پر بستر پرېږدي؛ يواځينی لامل يې دا چې د عقيدې او داعيې په چوكاټ كې د انگېزې نه ور كولو او هدف ورته نه ټاكلو سربېره يې رتبه، معاش، د ژوند مرافق او د رفاه امكانات تربسې وركړي و او بيا چې پر دې د يو بد ذاته نفس هيڅ مړېدل نشته؛ د دربار اشپز يې بياهم او بياهم د زياتولو او لوړولو په هڅه كې خپل او د ټول امت او آن د انسانيت او ساكښو دغه ستر محسن ته مرگوني ټپونه ور كړل، د مرگ پر بستر يې پرېيوست او ويې واژه.
نږدې او د خپلو ليكو پر دننه له رتبې، معاش، رفاهيت سره د انگېزې، داعيې او هدف په پرتله او بېلگه كې له فتحې وړاندې د مجاهدينو انگېزه، داعيه او هدف له هغې د را وروسته رتبو، معاشونو، د ژوند امكاناتو-مرافقو-رفاه په پرتله ډېره واضحه او څرگنده ده چې هماغې انگېزې او هدف ته د ژمنو ملگرو په صلاح، اصلاح او اړوندو هڅو كې لاهم هيڅ تغير نه دی راغلی او ځينې كشران يې فلسطين او ځينې نورو جگړه ييزو سيمو ته پرې ورسېدل، خو په خواشينۍ چې د ځينې نورو پر همغه انگېزه او هدف باندې لكه چې رتبو، معاشونو او رفاهي امكاناتو گرد پرې ايستی وي. همداسې كوم چې تازه ليكو كې مدغم شوي، را جلب شوي او ياهم ورته راغلي؛ هغوی خو له همدې رتبو، معاشونو، د ژوند مرافقو او رفاه پرته لكه نه چې هماغه د جهاد او بيا اسلامي نظام را وستلو او پاللو انگېزه، داعيه او هدف ليدلی وي، نه يې لري او نه يې هم پېژني، نو ځكه دغه څلور ډولونه يې چې جهادي انگېزه، داعيه او هدف يې كمزوری وي؛ د تېر جهاد او اوس اسلامي نظام او حكومتولۍ له انگېزې-داعيې-هدفه بې پاملرنې او ناخبره دي، هر وخت ورسره په ټكر كې راځي او راتلی شي، پر اړوند لږ څه ډېر خواشيني كېږي او د جهاد او نظام د انگېزې-داعيې-هدف پر بنسټ له ټاكليو اصولو او قوانينو پر ځان لوړ گڼلو سره يې ځينې تخطاوې او سرغړونې را منځته كېږي او شونې وي چې را منځته شي.
خو چې په وروستيو كې د هرات له زلزله ځپليو او له پاكستانه راستنېدونكو افغانانو سره د يووالي، مرستو او ورته خدمت وړاندې كولو انگېزه ور كړل شوه او كوم پيغامونه مو ترې تر لاسه كړل؛ لومړی او تقريباً تر ټولو اغېزمن او د پام وړ يې دا چې تر حضرت اميرالمؤمنين حفظه الله پورې ټول مشران او روزونكي دې ټولو مجاهدينو، د نظام منسوبينو(په ځانگړې يادو څلور ډوله ملگرو)او په عموم كې ټولو وگړو او هر قشر ته يې كه د نظام په چوكاټ كې دي او كه هم ولس دی؛ د عقيدې او داعيې معنوي انگېزه ور كړي، هدف يې ور ته وټاكي او د اسلامي عقيدې او د امارت د داعيې په لرلو يې هر يو تن ته د خپل مسئوليت په چوكاټ كې د اړوندې انگېزې روزنه ور كړي او هدف پسې يې برابر كړي، ترڅو د عقيدې او داعيې په چوكاټ كې له دغې انگېزې سره يواځي ټاكلي هدف ته د رسېدنې هڅه وكړي او ورسره پر دې هم وپوهېږي او د زړه له تله ومني چې د يو رښتوني مجاهد او د اسلامي عقيدې او داعيې لرونكي وگړي لپاره نه ښايي چې معاش، رتبې او رفاهي امكانات او اسانتياوې د جهاد، اسلامي حكومتولۍ، عقيدې او داعيې انگېزه او هدف وگرځوي او نه پرې مړښت او وركې هغه سكون او ارامي شته كومه چې د رښتونې جهادي او معنوي انگېزې او هدف په لاره كې ده او بيا دغه ماديات پرته له دې چې انگېزه او هدف وگرځول شي؛ طبعاً او هسې هم د عقيدې، داعيې او معنوي انگېزې او هدف په تعقيب كې ورته رسېدی شي. د داعيې، انگېزې او هدف ور كړه له دې أمله اغېزمنه او مهمه ده چې مستقيم تړاو يې له فكري مكتب، فكري پوهنې او پر اساس يې له فكري جگړې سره دی او د فكري كشمكشونو ټولې موخې او گواښونه مستقيم له داعيو، انگېزو او اهدافو سره تړلي دي.