امارت د تطمیع او ښكېلتيا له لارې د موخو د تحقق فكر او پاليسي نه لري !!

جبریل سعد له څه مودې را هيسې د خليج قطر هېواد په دوحه كې د ملگرو ملتونو په نوښت او مشرۍ د افغانستان اړوند د يوې غونډې تابيا روانه او پكې د اسلامي امارت د يو پلاوي گډون ته هم بلنه شوې ده. ياده غونډه چې لاهم يې ايجنډا او د بحث محور مالوم نه […]

جبریل سعد
له څه مودې را هيسې د خليج قطر هېواد په دوحه كې د ملگرو ملتونو په نوښت او مشرۍ د افغانستان اړوند د يوې غونډې تابيا روانه او پكې د اسلامي امارت د يو پلاوي گډون ته هم بلنه شوې ده. ياده غونډه چې لاهم يې ايجنډا او د بحث محور مالوم نه دی؛ پكې د اسلامي امارت گډون او ښكېلتيا ته د لومړيتوب په سترگه كتل كېږي او په بشپړ جديت ورته كار كېږي چې دا څو ورځې وړاندې له افغانستان سره د ياد نړيوال سازمان د همغږۍ ځانگړي استازي فريدون سينيرلي اوغلو د بهرنيو چارو له وزير ښاغلي امير خان متقي سره په ليدنه كې پرې ټينگار درلود، له نړۍ سره يې د افغانستان-اسلامي امارت نږدې كېدو او ترې د تمو پوره كېدو لپاره له حياتي ارزښته برخمنه بللې وه او نور يې د غونډې پر څرنگوالي له ابهامه د ډكې چوپتيا له أمله له اسلامي امارت څخه هم له ځان سره ډېره هيله نه وه وړې. ښاغلي امير خان متقي سينيرلي اوغلو ته د اسلامي امارت دريځ په ډاگه كړ چې تر هغه او په داسې صورت كې به د دوحې په ياده غونډه كې گډون نه كوي چې د بحث محور يې بشپړ روښانه نه وي او يا هم يې موخې د افغانستان له اسلامي او ملي گټو، ارزښتونو او موخو سره په ټكر كې وي، خو لاهم چې اسلامي امارت د هو ! يا نه ! غوڅ دريځ نه دی نيولی، د دوحې غونډه په تمه ده اسلامي امارت به پلاوی ور ولېږي.
تر دې لږ وړاندې او دقيقاً د دوحې د را روانې غونډې د تابيا له لومړيو شېبو سره هممهاله كابل د سيمه ييزې همكارۍ او همغږۍ د يوې غونډې كوربه و چې يوه موخه يې ښايي د دوحې غونډې احتمالي گواښونو مخنيوی او ور كې له گډون پرته د كابل د غونډې له لارې د افغانستان يوازې ځيني هغو مسائلو ته د ملگرو ملتونو او دوحې د غونډې گډونوالو پام را اړول و چې د اسلامي امارت لپاره لومړيتوب او ملگرو ملتونو سره تړاو لري او بس. د كابل سره دغې غونډې سره سمدستي د گاونډي چين هېواد ولسمشر د ځانگړو مراسمو په ترڅ كې د اسلامي امارت سفير ته باورليك وركړ چې نږدې يوه مياشت مخكې ورته وړاندې شوی و. دې گام نه يوازې له دغه هېواد سره د افغانستان د ډيپلوماټيكو اړيكو غښتلتيا او نورې هيلې را منځته كړې، بلكې لا د افغانستان نړيوالې ډيپلوماسۍ كې د پرمختگ يو د پام وړ او مهم گام شو چې ورپسې د امريكا ولسمشر هم په افغانستان كې پر خپلو قونسلي خدماتو د غور په اړه څرگندونې درلودې.
دا ښيي چې كه څه هم رسنيو ته يې خبر نه را وځي؛ خو اسلامي امارت پرلپسې د خپلو ملي او قانوني حقونو د ترلاسه كولو او خونديتابه لپاره په مبارزه او هلو ځلو بوخت دی، ترڅو د خپلو ملي او شرعي پاليسيو له لارې ورته په يو نه يو ډول لاسرسي ولري، خو ځيني هڅې يې د متقابلو هڅو له برخورد سره مخ كېږي او پكې د برياليتوب چانس په يوه داسې فضا اوړي چې ورسره ځيني گواښونه، ننگونې او شكونه يې هم را منځته شي او لرې نه وي چې پكې په برياليتوب سره مو د تطميع له لارې دښمن غافلگيرانه په خپلو متقابلو هڅو او موخو كې ښكېل كړي. پر همدې بنسټ د اوغلو د څرگندونو څخه په پرتليزه اخيستنه د دوحې د غونډې په درشل د جوبائيډن دغه څرگندونې او بيا وړمه ورځ د گوانتانامو د دوو افغان بنديانو چې په عمان هېواد كې څو كاله نظر بند ساتل شوي وو؛ راخوشي كولو پر نيت يې هم لږ شك پكار دی او دا يو له مهمو ټكو هم ده چې بايد د لږ څه په بدل كې يا پرې تطميع او هيلې را ولاړېدو سره د ډېر څه له لاسه ور كولو ته جدي او بشپړه پاملرنه وشي.
ځكه نو كه څه هم له ډېر وخت راهيسې او په هر مناسب چانس كې اسلامي امارت د له هېواده بهر افغان بنديانو را خوشي كولو او له نړۍ سره له ديپلوماتيكو لارو د اړيكو پراخولو بشپړې هڅې كوي؛ خو د دښمن لخوا تطميع او غافلگيرانه ښكېلتيا ته هم پكې بشپړ متوجې وي چې د كابل غونډې يو اړخ هم د همداسې وقايوي تدبير بڼه درلوده او څرگند پيغام يې دا وو چې د خپلو شرعي او ملي پاليسيو ورهاخوا د داسې تطميعاتو او ښكېلتياوو له لارې د هيڅ موخې د تحقق فكر او پاليسي نه لري او نه پرې غور كولو ته چمتو دي. د دوحې دغه غونډه چې ويل كېږي په افغانستان كې د اشغال تپلي رژيم تښتېدلي چارواكي او د اوسني افغانستان مخالفين، د غربي ټولنې او فرهنگ د تمثيلونكو بېلابېلو جوړښتونو استازي او د هغو برنامو پر مخ وړونكي چې د نوي افغانستان، لرغوني اسلامي او افغاني فرهنگ او زموږ درانه ولس د عليا گټو او هر ډول ارزښتونو سره ټكر دي او هغوی يې تر بېلابېلو سرليكونو لاندې پر اسلامي امارت د منلو هڅې كوي؛ ټول پكې گډون ته بلل شوي او له أمله به يې د غونډې ايجنډا هم تر ډېره ښايي د همدوی د موخو په محور را وڅرخي، نو ځكه اسلامي امارت پكې پر گډون ژور غور ته اړتيا ويني او تر اوسه يې د داعيې او پاليسيو له مخې پر هر څومره لوړه بيه هم ورته غاړه نه وه ايښې.