د اسلام دين خيرخواهي ده او اسلام د خيرخواهۍ نوم دی !!

جبريل اسلام د انساني فردي او ټولنيز ژوند او په هغه كې د اړيكو ډېرې هغه غوره او گټورې ځانگړنې لري چې نور مذهبونه، فكري مكاتب، وضعي قوانين او افسانوي عقيدوي ليدلوري يې نه لري او هغه ته تعهد او التزام دغه ځانگړنې بشپړې تضمينوي. يوه ټولنه كې ډېرې نېمگړتياوې، فكري او اخلاقي بېلارۍ او […]

جبريل
اسلام د انساني فردي او ټولنيز ژوند او په هغه كې د اړيكو ډېرې هغه غوره او گټورې ځانگړنې لري چې نور مذهبونه، فكري مكاتب، وضعي قوانين او افسانوي عقيدوي ليدلوري يې نه لري او هغه ته تعهد او التزام دغه ځانگړنې بشپړې تضمينوي. يوه ټولنه كې ډېرې نېمگړتياوې، فكري او اخلاقي بېلارۍ او ډول-ډول جرمونه او جنايتونه ورورسته له هغه رامنځته كېږي او پراخېږي چې دغه تعهد او التزام له منځه لاړ شي. نو د همدې د مخنيوي او كنترول لپاره اسلام د خپلو پاليسيو په توگه دغه ځانگړنې لري. اسلام د تمدن او هر اړخيز پرمختگ مذهب، د اعتدال او منځلاريتوب مذهب، د صلاح او اصلاح مذهب، د امن او ارامۍ مذهب، د بشري ازادۍ او برابرۍ مذهب، د خواخوږۍ او همدردۍ مذهب، د سوكالۍ او خوشالۍ مذهب او د عزت او درنښت مذهب دی، اسلام ټولو ته د ژوند په هر گام د ښېگڼو سپارښتنه كوي، له بدگڼو يې را ايساروي، د متقابل درنښت لارښوونه كوي، د غوره اوسېدو او له نورو سره غوره چلند راښيي او د پيدايښت له مقصد سره سم ژوند او پايښت را زده كوي چې د دواړو نړيو نېكمرغۍ، خوښۍ او هوساينې ورسره غوټه دي.
دا چې ايا د اسلام په دغو ځانگړنو كې داسې خوی شته چې پرې نورو ته تعهد او التزام ته لاره وايستله شي او پكې دا هرڅه په سترگو وليدل شي؟ ځواب يې هو ! دی. خير خواهي د اسلام داسې ځانگړنه ده چې نورو ټولو ته پرې لاره ايستلی شې او همدا لامل به وي چې حديث شريف وايي: اسلام د الله ج، رسول الله مبارك صلی الله عليه وسلم، عظيم الشان او سپېڅلي قرآن(دين)، مسلمانو مشرانو او عامو مسلمانانو خير خواهي ده او اسلام د(همدې)خير خواهۍ نوم دی. په دغه حديث كې خير خواهي د(النصيحة)په نوم راغلې ده او څرگندوي چې هغه د اسلام سپېڅلي دين يوه د پام وړ برخه جوړوي، د الله ج خير خواهي دا ده چې كوم څه يې روا، كوم يې ناروا،كوم يې فرض، كوم يې مباح گرځولي؛ همغسې ترې ډډه وشي او پر اخلاص(د زړه له تله) ترسره شي. همداسې(له دې روا، ناروا، فرض، مباح سره)د رسول الله مبارك صلی الله عليه وسلم د شريعت او سنتو د زړه له تله، پر ټول توان او هره هڅه پيروي د هغه مبارك صلی الله عليه وسلم خير خواهي ده. د دې ترڅنگ يې په غور سره تلاوت كول، پر مفهوم يې ځان پوهول، د احكامو يې زده كول، نورو ته يې ښودل، د هغوی ورته را بلل او ورباندې پلي كول او همدارنگه امر بالمعروف او نهې عن المنكر د سپېڅلی قرآن چې په دغه حديث شريف كې د دين او د هغه د اساسي قانون په مانا ياد شوی؛ خير خواهي ده.
د مسلمانو مشرانو د خيرخواهۍ هم ډېر زيات موارد شته، خو زموږ په وخت او ټولنه كې يې د اميرالمؤمنين او ټولو مشرانو پر ځای امر چې سرچينه يې هماغه دين او د هغه اساسي قانو، شريعت، نبوي سنت او پر بنسټ يې د اميرالمؤمنين فرمانونه او پاليسۍ وي؛ منل او اطاعت،(د مشورې او نظر په ور كولو، يو څه ته يې پام اړولو، هڅونې، اصلاح او…)ورسره همكاري او د ناوړه كړنو پرېښودل، له خيانت څخه ډډه كول د خير خواهۍ څو بېلگې يادولی شو. همداسې د عامو مسلمانانو د خير خواهۍ ډېر موارد او بېلگې شته، د مسلمان واكمن او امير المؤمنين لخوا پرې په ښه ډول او په نرمۍ حد او تعزير جاري كول يې هم له خير خواهۍ څخه دي، همدارنگ ديني او عصري ښوونه او روزنه، د ژوند په اړينو او روا چارو كې ورسره همكاري، په ښه او بده ورځ كې ورسره گډون، د خوښۍ او خوشالۍ هڅه يې، د ژوند په مرافقو كې يې لاسنيوی كول او داسې ډېر نور څه چې زموږ په نننۍ ټولنه كې يې په هر گام اړتيا ليدله كېږي؛ د عامو مسلمانانو خير خواهي ده.
اوس كه له دغه مفهوم سره سم خير خواهۍ ته ځير شو او زموږ د دوديزې خير خواهۍ خوی ترې رنگ واخلي؛ په چوكاټ كې يې هغه ټولې گټې او نېكمرغۍ راځي چې يادونه مو يې وكړه، لكه تمدن او هر اړخيز پرمختگ، اعتدال او منځلاريتوب، صلاح او اصلاح، امن او ارامي، بشري ازادي او برابري، خواخوږي او همدردي، سوكالي او خوشالي، عزت او درنښت، د ژوند په هر گام د ښېگڼو سپارښتنه، له بدگڼو ايسارول، د متقابل درنښت لارښوونه، د غوره اوسېدو او له نورو سره غوره چلند(ټولنيزادابو)ښوونه او د پيدايښت له مقصد سره سم ژوند او پايښت؛ نو په كومه كچه چې د خير خواهۍ خوی خپل كړو، د همغې كچې يادې گټې او نېكمرغۍ را په برخه كوي. دا چې افغانان٪۹۹خالص مسلمانان دي او لرغونی فرهنگ او كلتور مو بشپړ اسلامي و او تر ډېره لا هم دی؛ له څلورنيمې لسيزې اوږد جگړه ييز پير سره ملتيا يې رنگ لږ بدل كړی و چې د گرمې جگړې په سيوري كې د سړې جگړې په بڼه مو كلتور او فرهنگ هم تر ځپونكو بريدونو لاندې تر دې ځايه نيم ژوانده سا اخيستلې ده، له امله يې په ټولنه كې د خير خواهي خوی هم اغېزمن شوی و. اوس چې اسلامي نظام راغلی او تر سيورې لاندې يې ټولنه خپل لرغوني تاريخ، كلتور او دوديزو رواياتو ته ورگرځېدونكې ده؛ د خير خواهۍ مفهوم يې هم را ژوندي كول او پر بنسټ يې په ټولنه كې د دغه خوی پنځول غواړي چې بايد د حديث شريف له رتبه بندۍ سره سم را پيل او په ټولنه كې يې پوهاوی او فكر عام كړل شي، ترڅو يوه متمدنه او نېکمرغه ټولنه مو لرلې وي. پر همدې هيله