• تاریخ : چهارشنبه, ۱۹ ثور , ۱۴۰۳
  • برابر با : Wednesday - 8 - May - 2024
  • ساعت :

    هلمند

    ۱۴۰۱-۰۲-۰۶

    هلمند کي د ۴۸۴ اړمنو کسانو سره نغدي مرسته وسوه:

    نن له غرمې مخکي  د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کي د lOM نړیوال سازمان له لوري د ۴۸۴ اړمنو کسانو سره نغدي مرسته وسوه. د باختر اطلاعاتي اژانس خبرراکوي چي یاده مرسته چي نن ورځ د هلمند د اقتصادریاست په انګړ کي ووېشل سوه هري کورنۍ ته پوره ۱۱۵۰۰ یولس نیم زره افغانۍ ورکول […]

    ۱۴۰۱-۰۲-۰۶

    هلمند والي کجکي ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې ددې بند د اوبو دزخیرې  او برېښنا  فابریکې څخه لیدنه وکړه:

    نن ورځ سې شنبه د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب د یو پلاوي په مشرۍ ددې ولایت کجکي ولسوالۍ ته سفر وکړ.او هلته یې ددې ولسوالۍ په مربوطاتو کي پروت مشهور کجکي بند د اوبو د زخیرې او برېښنا فابریکې څخه لیدنه وکړه.   دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي هلمند والي په داسي […]

    ۱۴۰۱-۰۲-۰۶

    د هلمند د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان د یو پلاوي په مشرۍ د نیمروز ولایت د سرحدي سیمو څخه لیدنه وکړه:

    نن ورځ سې شنبه د هلمند ولایت د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان محترم تقي صاحب د یولوړ رتبه پلاوي په مشرۍ د نیمروز ولایت سرحدي سیمو ته د هوا د لاري سفر وکړ.   دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي په دې پلاوي کي د محترم تقي صاحب سره ددې قول اردو درستیزوال  محترم […]

    ۱۴۰۱-۰۲-۰۶

    هلمند:د سکتور ریاست کي د همږغۍ غونډه جوړه سوه:

      تېره ورځ د هلمند ولایت سکتور ریاست کي د مخابراتو ریاست، اترا ادارې او دځینو خصوصي مخابراتي شرکتونو د مسئولینو سره د همږغۍ غونډه جوړه سوه. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي یاده غونډه چي د هلمند د سکتور ریاست د رئیس ښاغلي انجنر عبدالناصر ناصح صاحب په مشرۍ جوړه سوې وه.د هلمند د […]

    ۱۴۰۱-۰۲-۰۶

    په نادعلي ولسوالۍ کې سلګونه محلي مالدارانو ته حیواني خوراکه وویشل شوه

      دهلمند ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د نادعلي ولسوالۍ ۸۰۰ محلي مالدارانو ته حیواني خوراکه وویشل شوه. دغه مرسته د UNFAO یا ملل متحد دزراعت او خوړو نړيوال پروګرام په مالي او د کندهار مهاجرینو یا KRO موسسې په تخنیکي همکارۍ چمتو شوې وه چې د یوې ګډې کمیټې لخوا تر […]

    ۱۴۰۱-۰۲-۰۶

    په ګرشک ولسوالۍ کي له یو تن هیوادوال سره چي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وو نغدي مرسته وشوه

      په ګرشک ولسوالۍ کي یو تن غریب هیوادوال چي دوه ماشومان یې د ویني په سرطان اخته وه او ترڅنګ یې د سختو اقتصادي مشکلاتو او د یادو دوو ماشومانو د تداوۍ له امله خپل یوه لور پلورلې وه، د ولایت مقام په تعقیب او کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ تېره ورځ […]

    ۱۴۰۱-۰۲-۰۶

    د ګرشک ولسوالۍ د مسؤلینو ترمنځ اداري مجلس ترسره سو

      تېره ورځ د ګرشک ولسوالۍ د ولسوال محترم حاجي لالا په مشرۍ د یادي ولسوالۍ د استخباراتو مسؤل معصومي صاحب، د محکمې مسؤل محترم قاضي شیخ مولوي شهزاده صاحب، د یادي ولسوالۍ ښاروال حاجي اسحاق صاحب، د برېښنا مسؤل حاجي سیار صاحب، د فقهي مجالسو مسؤل منهاج مولوي صاحب او ځیني نورو مسؤلینو ترمنځ […]

    ۱۴۰۱-۰۲-۰۶

    لښکرګاه ښار کي دترافیکي پېښې له امله یو تن ژوبل شوی

      د باختر اطلاعاتي آژانس د خبر له مخي دوشنبه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه اړوند پر هلمند سیند د غځیدلي پُله پر سر ترافیکي پیښه رامنځته سول، چي په پایله کي یو تن ترافیک عبدالهادی دخدای رحیم زوی خپل پښه دلاسه ورکړه.   یاده پېښه هغه وخت منځ ته راغله کله چي یوه عراده […]

    ۱۴۰۱-۰۲-۰۵

    په لښکرګاه ښار کي د عزیزي بانک او اسلامي بانک له لوري د ۲۰۰ بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وسوه:

      نن دوشنبه د عزیزي بانک او اسلامي بانک له لوري د لښکرګاه ښار د ۲۰۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وسوه. د مرستي د ویش پر مهال د عزیزي بانک مدیر منظور احمد نعیمي باختر آژانس ته وویل چي د یادو کورنیو سروې د عزيزي بانک او اسلامي بانک له […]

    ۱۴۰۱-۰۲-۰۵

    لښکرګاه ښار کې یو تن غل د غلا سوي موټرسایکل سره لاس په لاس ونیول سو:

    د باختر آژانس د خبریال د خبر له مخي نن دوشنبه غرمه مهال ۱۱ بجي دهلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې یو تن غل د لومړی امنیتي حوزې مربوط دخانو مارکیټ د ډاکتر عبدالهادي د دواخاني مخته د امنیتي کسانو له لوري ونیول سو.

    ۱۴۰۱-۰۲-۰۵

    په موسی کلا ولسوالۍ کي د یادي ولسوالۍ د ښاروالۍ لخوا جوړ سوی پارک ګټي اخیستني ته وسپارل سو:

      دهلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کي د یادي ولسوالۍ د ښاروالۍ په مالي لګښت د یو تفریحي پارک دجوړولو چاري پای ته ورسېدې او ګټي اخیستني ته وسپارل سي. د یاد پارک په افتتاحیه مراسمو کي د موسی کلا ولسوالۍ ولسوال ملا عبدالاحد (حاجي فضلي) د یادي ولسوالۍ ښاروال مولوي صالح محمد (محبوب) […]

    ۱۴۰۱-۰۲-۰۵

    دهلمند په موسی کلا ولسوالۍ کي دتفریحي پارک دجوړولو چاري پیل سوي:

      دهلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کي دښاروالۍ په مالي لګښت دیو تفریحي پارک دجوړولو چاري پیل او ډېر ژر به ګټي اخیستني ته وسپارل سي. نن دوشنبه دموسی کلا ولسوالۍ د ښاروالۍ له خوا د اولسونو لپاره د یو تفریحي پارک دجوړولو چاري پیل سوي. د یاد پارک په افتتاحیه مراسمو کي دموسی […]

    ۱۴۰۱-۰۲-۰۵

    موسی کلا ولسوالۍ کېDH روغتون څخه څارنه وشوه

    د هلمند ولایت  په موسی کلا ولسوالۍ کې یو شمېر مسؤلینو په دې ولسوالۍ کې د DH  روغتون څخه څارنه او ارزونه وکړل،چې یادې لیدنې کې د  موسی کلا  ولسوالۍ د روغتیا برخې  مسؤل ډاکټر ضياولحق ضیأ ، د ډي  ایچ روغتون جراح  ډاکټر عبدالستار سیرت اویو شمېر نورو ډاکټرانو ګډون در لود. په دغه لیدنه  کی د ډي ايچ د لابراتوار، ايکسري خونې ، عاجل واټ او ټولې څانګې و کتل سوې ،چې پر مهال یې د یاد روغتون ټول ډاکټران د ښه دندو د اجرا […]

    ۱۴۰۱-۰۲-۰۴

    هلمند اوسیدونکي: سږ کال به د اختر ورځي په امن کي لمانځو

      هلمندیان وايي : سږ به اختر په امن او سوله کي لمانځي ، او هیله لري ، چي دا امن او سوله تل پاتي او دایمي وي. له ټول ولسونو غوښتنه لري ، چي په امنیت کي له اسلامي امارت سره بشپړ همکاره اوسې. هلمند هغه ولایت چي یو وخت به يي روژې او […]

    ۱۴۰۱-۰۲-۰۴

    هلمند کې د غنمو کفشک حشرې او نورو نباتي امراضو د مخنیوي کمپاین ادامه لري:

      په مرکز لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو کې د کرنې ادارې اړوند بوټیو ساتني مدیریت فني کارمندانو لخوا مخکې د کفشک حشرې او نورو نباتي امراضو او افاتو میخانیکي مخنیوي کمپاین پیل شوی وو، چې تر دې دمه یې زرګونه هکتاره د غنمو کروندې له یادي حشرې څخه پاکي کړي دي. د غنمو د […]

    go Up