موسی کلا ولسوالۍ کېDH روغتون څخه څارنه وشوه

د هلمند ولایت  په موسی کلا ولسوالۍ کې یو شمېر مسؤلینو په دې ولسوالۍ کې د DH  روغتون څخه څارنه او ارزونه وکړل،چې یادې لیدنې کې د  موسی کلا  ولسوالۍ د روغتیا برخې  مسؤل ډاکټر ضياولحق ضیأ ، د ډي  ایچ روغتون جراح  ډاکټر عبدالستار سیرت اویو شمېر نورو ډاکټرانو ګډون در لود. په دغه لیدنه  کی د ډي ايچ د لابراتوار، ايکسري خونې ، عاجل واټ او ټولې څانګې و کتل سوې ،چې پر مهال یې د یاد روغتون ټول ډاکټران د ښه دندو د اجرا […]

د هلمند ولایت  په موسی کلا ولسوالۍ کې یو شمېر مسؤلینو په دې ولسوالۍ کې د DH  روغتون څخه څارنه او ارزونه وکړل،چې یادې لیدنې کې د  موسی کلا  ولسوالۍ د روغتیا برخې  مسؤل ډاکټر ضياولحق ضیأ ، د ډي  ایچ روغتون جراح  ډاکټر عبدالستار سیرت اویو شمېر نورو ډاکټرانو ګډون در لود.

په دغه لیدنه  کی د ډي ايچ د لابراتوار، ايکسري خونې ، عاجل واټ او ټولې څانګې و کتل سوې ،چې پر مهال یې د یاد روغتون ټول ډاکټران د ښه دندو د اجرا په سبب و هڅول سول.

د فراه ولایت څخه يو تن مسافر ناروغ حافظ سردار محمد  چي دلته یی په DH روغتون کي یې اپنډکټومي  او  د ليپراټومي اپرېشن سوی باختر آژانس خبریال سره د خبرو پر مهال د  یاد روغتون دکارکونکو د خدماتو خوښي وښو ده.

نوموړي وویل؛ چې  تر اپرېشن ورسته یې اوس روغتیا د ډاډ وړده.
دغه راز  د مطيع الله  په نوم یو بل ناروغ چې د برېښنا د نیولو له امله دې روغتون ته د درملنې په موخه راغلی. وایي، د بغني د ولسوالی د غمبر د کلي  څخه د لته د درملنې په موخه راغلی،چې په وینا یې یاد روغتون کې یې دوه ځله عملیاتونه کړي،خو اوس د درېیم عملیات رارسېدو ته یې روغتیایې حالت په بشپړه توګه د ډاډ وړ دی.

پر ورته مهال د بستر سوي ناروغ پلار وویل؛د موسی کلا ولسوالۍ څخه دې روغتون ته د لیري سیمو او ولسوالیو ناروغان د درملنې لپاره راځي
وایي  یاد روغتون ته زیات ناروغان مراجعه کوي،غوښتنه یې کول ،چې دولت دي دلته د ډاکترانو شمېر ډېر کړي ،تر څو د خدماتو کچه لا نوره هم زیاته سي.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۹/۲۴ هــ ق.