په نادعلي ولسوالۍ کې سلګونه محلي مالدارانو ته حیواني خوراکه وویشل شوه

  دهلمند ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د نادعلي ولسوالۍ ۸۰۰ محلي مالدارانو ته حیواني خوراکه وویشل شوه. دغه مرسته د UNFAO یا ملل متحد دزراعت او خوړو نړيوال پروګرام په مالي او د کندهار مهاجرینو یا KRO موسسې په تخنیکي همکارۍ چمتو شوې وه چې د یوې ګډې کمیټې لخوا تر […]

 

دهلمند ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د نادعلي ولسوالۍ ۸۰۰ محلي مالدارانو ته حیواني خوراکه وویشل شوه.

دغه مرسته د UNFAO یا ملل متحد دزراعت او خوړو نړيوال پروګرام په مالي او د کندهار مهاجرینو یا KRO موسسې په تخنیکي همکارۍ چمتو شوې وه چې د یوې ګډې کمیټې لخوا تر شفافې سروې وروسته یې مستحقین په نښه سوي دي.

ددې پروسې له لارې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلوګرامه حیواني خوراکه او ترڅنګ یې روزنه هم ورکول سوې ده.

یاده متراکمه حیواني خوراکه د مالونو د شیدو په زیاتوالي، روغتیا او مړښت برخه کې ګټوره ده چې تر ډیره ورته دسیمي مالداران خوښي ښيې.

د یادې ولسوالۍ مالداران غوښتنه کوي چې د مالونو غذایي موادو تر څنګ دي ورته د حیواني درملو ، واکسینونو او د عامه پوهاوۍ په برخه کې لاسنیوي ته لا زیاته پاملرنه وسي.

کرنې اداره هڅه کوي چې د مرستندویه ادارو ددې ډول مرستو لړۍ نورو ولسوالیو ته هم وغځوي تر څو په محلي کچه د مالدارانو ملاتړ وشي او له همدې لاري یې په اقتصادي بهیر کې نوښت او بهبود رامنځته شي.

نیټه؛۱۴۴۳/۹/۲۵ هـ ق.