په موسی کلا ولسوالۍ کي د یادي ولسوالۍ د ښاروالۍ لخوا جوړ سوی پارک ګټي اخیستني ته وسپارل سو:

  دهلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کي د یادي ولسوالۍ د ښاروالۍ په مالي لګښت د یو تفریحي پارک دجوړولو چاري پای ته ورسېدې او ګټي اخیستني ته وسپارل سي. د یاد پارک په افتتاحیه مراسمو کي د موسی کلا ولسوالۍ ولسوال ملا عبدالاحد (حاجي فضلي) د یادي ولسوالۍ ښاروال مولوي صالح محمد (محبوب) […]

 

دهلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کي د یادي ولسوالۍ د ښاروالۍ په مالي لګښت د یو تفریحي پارک دجوړولو چاري پای ته ورسېدې او ګټي اخیستني ته وسپارل سي.

د یاد پارک په افتتاحیه مراسمو کي د موسی کلا ولسوالۍ ولسوال ملا عبدالاحد (حاجي فضلي) د یادي ولسوالۍ ښاروال مولوي صالح محمد (محبوب) د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکو او نورو مسؤلینو ګډون درلود.

دغه پارک د موسی کلا ښاروالۍ له لوري د (۹۳۸۲۷۵) د نهه لکه اته دېرش زره دوه سوه پنځه اویا افغانیو په لګښت جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سو.

د موسی کلا ولسوالۍ ځایي اوسېدونکي وایي د یاد پارک په جوړېدو خوښ دی او زیاته یې کړه چي ښاروالي دي د موسی کلا ولسوالۍ د ښکلا او سمسورتیا په برخه کي لا هڅي وکړي او دې ورته نور تفریحي ځایونه دي جوړ کړي ترڅو د موسی کلا د ځوانانو او یادي ولسوالۍ ته د راتلونکو مسافرو او سیلانیانو لپاره د تفریح زمینه برابره سي.

راپور: باختر اژانس/ هلمند

نېټه؛ ۱۴۴۳/۹/۲۴ هـ ق