هلمند والي کجکي ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې ددې بند د اوبو دزخیرې  او برېښنا  فابریکې څخه لیدنه وکړه:

نن ورځ سې شنبه د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب د یو پلاوي په مشرۍ ددې ولایت کجکي ولسوالۍ ته سفر وکړ.او هلته یې ددې ولسوالۍ په مربوطاتو کي پروت مشهور کجکي بند د اوبو د زخیرې او برېښنا فابریکې څخه لیدنه وکړه.   دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي هلمند والي په داسي […]

نن ورځ سې شنبه د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب د یو پلاوي په مشرۍ ددې ولایت کجکي ولسوالۍ ته سفر وکړ.او هلته یې ددې ولسوالۍ په مربوطاتو کي پروت مشهور کجکي بند د اوبو د زخیرې او برېښنا فابریکې څخه لیدنه وکړه.

 

دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي هلمند والي په داسي حال کي د کجکي بند څخه نظارت وکړ چي ددې ولسوالۍ ولسوال محترم حاجي مبارک مولوي صاحب،امنیه قوماندان محترم حاجي حقمل صاحب،د استخباراتو مدیر محترم مولوي محمد ابراهیم صاحب او ګڼ شمېر نورو مسئولینو یې هم ملتیا کوله.

 

خبر زیاتوي چي ښاغلي والي صاحب او ورسره پلاوي د کجکي بند د اوبو د زخیرې او برېښنا فابریکې ارزیابي او نظارت ترسره کړ.او ددې فابریکې د مسئولینو او کارمندانو سره یې د نږدې ولیدل او پر اړوند موضوعاتو یې ورسره بحث او خبري وکړې.

یادو مسئولینو هلمند والي ته د اوبو او برېښنا د ظرفیت،کمیت او کیفیت او نورو اړوند مسائیلو په اړه بشپړ معلومات او تشریحات وړاندي کړه او د خپل راتلونکو پلانونو په اړه یې نوموړي ته معلومات ورکړه.

 

هلمند والي اړوند مسئولینو ته ددې بند او برېښنا فابریکې د حفاظت،امنیت او نورو اړینو مواردو په اړه لازمي لارښووني او سپارښتني وکړې.

نوموړي وویل چي اوبه او برېښنا د هېواد دپاره حیاتي ارزښت لري او باید هڅه وکړو چي په ټول توان سره یې ترمیم،تمویل،ساتنه او حفاظت وکړو.او د هر راز ترقۍ،عصریتوب او تخنیکي پیاوړتیا دپاره یې کاروکړو.

 

هغه وویل چي هلمندي ولسونه په ځانګړي ډول د لېري پرتو ولسوالیو او نیمروز ولایت ولسونه او کروندګر ددې اوبو څخه وګټي اخیستلو ته زیاته اړتیا لري.موږ به د خپل توان ترحده هڅه او هاند وکړو چي یادو ولسونو او کروندګرو ته اوبه پر وخت ورسوو.ترڅو هغوی ورڅخه برخمند او خپل اړتیاوي پوره کړي.

ښاغلي والي صاحب د کجکي بند د اوبو زخیرې او برېښنا فابریکې پرسونل او اړوند مسئولینو ته د خپل لوري د هرراز همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

نېټه:۱۴۴۳/۹/۲۵ هــ ق