نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن دوشنبه د عزیزي بانک او اسلامي بانک له لوري د لښکرګاه ښار د ۲۰۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وسوه. د مرستي د ویش پر مهال د عزیزي بانک مدیر منظور احمد نعیمي باختر آژانس ته وویل چي د یادو کورنیو سروې د عزيزي بانک او اسلامي بانک له […]
نن دوشنبه د عزیزي بانک او اسلامي بانک له لوري د لښکرګاه ښار د ۲۰۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وسوه.
د مرستي د ویش پر مهال د عزیزي بانک مدیر منظور احمد نعیمي باختر آژانس ته وویل چي د یادو کورنیو سروې د عزيزي بانک او اسلامي بانک له لوري په شفاف ډول ترسره سوې ده.
ښاغلي نعیمي زیاته کړه چي یادو کورنیو ته دوه قلمه خوراکي توکي چي یوه بوجۍ غنم او یوه ډبه غوړي پکښې شامل وه ورکړل سوه.
دده په خبره چي د عزیزي بانک او اسلامي بانک به د هلمند ولایت تر څنګ په ټول افغانستان کي د لس زرو بې وزله او غریبو کورنیو سره ورته مرسته وکړي.
د عزیزي بانک مدیر منظور احمد نعیمي همدا راز له تجارانو او شتمنو خلګو غوښتنه وکړل چي د اړمنو کورنیو او بې وزله کسانو سره مرستي وکړي او د زیانمن سوو هیوادوالو د نجات په برخه کي دي د حکومت سره همکاري وکړي تر څو د غربت کچه راټیټه سي.
د مرستي د ویش پر مهال اړمنو او بې وزله کورنیو د باختر آژانس سره د خبرو پر مهال خوښي وښوده او زیاته یې کړه چي دا مرسته ددوی لپاره بسنه نه کوي دوی له افغان دولت، مؤسیساتو او تجارانو څخه غوښتنه وکړل چي د بې وزلو کورنیو لاسنیوی وکړي خوراکي او نغدي مرستي دي ورسره وکړي تر څو دوی خپلي ورځنۍ اړتیاوي پرې پوره کړي.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۹/۲۴ هـ ق
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.