دهلمند په موسی کلا ولسوالۍ کي دتفریحي پارک دجوړولو چاري پیل سوي:

  دهلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کي دښاروالۍ په مالي لګښت دیو تفریحي پارک دجوړولو چاري پیل او ډېر ژر به ګټي اخیستني ته وسپارل سي. نن دوشنبه دموسی کلا ولسوالۍ د ښاروالۍ له خوا د اولسونو لپاره د یو تفریحي پارک دجوړولو چاري پیل سوي. د یاد پارک په افتتاحیه مراسمو کي دموسی […]

 

دهلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کي دښاروالۍ په مالي لګښت دیو تفریحي پارک دجوړولو چاري پیل او ډېر ژر به ګټي اخیستني ته وسپارل سي.

نن دوشنبه دموسی کلا ولسوالۍ د ښاروالۍ له خوا د اولسونو لپاره د یو تفریحي پارک دجوړولو چاري پیل سوي.

د یاد پارک په افتتاحیه مراسمو کي دموسی کلا ولسوالۍ ولسوال محترم ملاعبدالاحد حاجي فضلي صاحب، محترم ښاروال مولوي صالح محمد محبوب صاحب او نورو مسؤلینو هم ګډون کړي وو.

دیاد پارک پر جوړولو شاوخوا ۹۳۸۲۷۵ افغانی مصرف راځي چي دښاروالۍ دبودیجي څخه ورکول کېږي.

د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکو باختر اطلاعاتي آژانس ته وویل دیاد کار په ترسره کولو سره خوښ یو او وایي که ښار والي نور هم دښار دپراختیا او ښکلا لپاره کار وکړي دابه یواځي زموږ دولسوالۍ دځوانانو لپاره نه بلکي دنورو ولسوالیو او مرکز څخه به هم سیلانیان دلیدلو لپاره راځي.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۹/۲۴ هــ ق.