• تاریخ : یکشنبه, ۳۰ غويی , ۱۴۰۳
  • برابر با : Sunday - 19 - May - 2024
  • ساعت :

    هلمند

    ۱۴۰۱-۰۱-۱۰

    سنګین ولسوالۍ کي د زړې مرمۍ انفجار یو تن ماشوم. ژوبل کړ:

      نن ورځ چهارشنبه د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ دښت سیمه کي یو اته ۸ کلن ماشوم هغه وخت ژوبل سو چي د اګایس یوې زړې مرمۍ ورباندي انفجار وکړ. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکړ چي یاد ماشوم دغه مرمۍ پیداکړې او بیا یې ټکولې وه.چي ناڅاپه ورباندي پټاو او هغه یې ژوبل کړ. ماشوم […]

    ۱۴۰۱-۰۱-۱۰

    هلمند یو تن مجاهد د زړې مرمۍ د انفجار له امله په شهادت ورسېدی:

      نن ورځ چهارشنبه غرمه مهال د هلمند ولایت خانشین ولسوالۍ کي یو تن مجاهد د زړې مرمۍ د انفجار له امله په شهادت ورسېدی. د باختر اطلاعاتي اژانس خبر راکړ چي نن غرمه خانشین ولسوالۍ د استخباراتو مدیریت وڅنګ ته مجاهدینو د هغه خاشو د صفاکولو د پاره اوربل کړی وو چي د دې […]

    ۱۴۰۱-۰۱-۱۰

    د یو څورلس کلن ځوان د وژني په تور دوه تنه ونیول سوه:

      نن ورځ چهارشنبه غرمه مهال د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار نهمه حوزه سیمه کي دامان الله په نوم د یو څورلس۱۴ کلن ځوان جسد وموندل سو. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي د وژل سوي کس د وژني په تور دوه کسان نېک محمد او جاوید د عبدالشکور زامن نیول سوي او موضوع […]

    ۱۴۰۱-۰۱-۱۰

    دهلمند ځوانانو چارو مدیریت دعزیزي ښوونیز مرکز سره دهمږغۍ غونډه وکړه:

      یاده غونډه چي دقرآنکریم دمکمل لیکلو او انګلیسي ژبي ته دژباړلو په باب جوړه سوې وه پکښې دهلمند ولایت داطلاعاتو اوفرهنګ ریاست اړوند دځوانانو چارو عمومي مدیر عبدالباري حنظله ترڅنګ دځوانانو دهمږغۍ مدیر محمد نسیم ریاض ګډون هم کړی وو. غونډه کي دهلمند ولایت دبېلا بېلو آکاډمیکو او ښونیزو مرکزونو مسؤلینو ترڅنګ دځوانانو چارو […]

    ۱۴۰۱-۰۱-۱۰

    د هلمند موسی قلعه ولسوالۍ د لوړ دېزور سیمه کي برمې ته د لوېدلي ماشوم اړوند بشپړ او وروستي جزئیات:

      وړمه ورځ دوشنبه غرمه شاوخوا ۱۱ یولس بجې د هلمند ولایت موسی قلعه ولسوالۍ لوړ دېزور سیمه کي یو درې کلن ماشوم د برمې ژور ۹۳ متره څاه ته ولوېدی. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکړ چي د پېښي په لمړیو شېبو کي دموسی قلعه ولسوال حاجي فضلي صاحب،نور ځايي مسئولین او ولسي خلګ سیمي […]

    ۱۴۰۱-۰۱-۰۹

    هلمند کي د بې وزلۍ له امله په خوراځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات سوی:

      دهلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کي د لوږي پر وړاندي د مبارزې نړیوالي مؤسسې مسؤلین وایي ، په هلمند کي په سوء تغذي یا خوراځواکۍ مبتلا ماشومان زیات سوي دي،چي نوموړي یې عمده لاملونه غربت ، د عامه پوهاوي نشتون، د ماشومانو ترمنځ د ولادتونو فاصلې نه مراعتول او د مېندو لخوا ماشومانو […]

    ۱۴۰۱-۰۱-۰۸

    هلمند. لښکرګاه ښار کي د ۳۳۵ بېوزله او اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته سوه:

      نن دوشنبه هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کي د ۳۳۵ بېوزله او اړمنو کورنیو سره په داسي حال کي نغدي مرسته ترسره سول چي د مرستي د وېش پر مهال د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رئیس محترم مولوي الله داد انقیادي صاحب ، داستخباراتو مسؤلینو او د یو شمېر مؤسساتو مسولینو ګډون درلود. د […]

    ۱۴۰۱-۰۱-۰۸

    موسی قلعه ولسوالۍ لوړ دې زور سیمه کي یو درې کلن ماشوم د برمې څاته لوېدلی او د ژغورلو د پاره یې هڅي رواني دي

      نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د هلمند ولایت موسی قلعه ولسوالۍ لوړ دې زور سیمه کي یو درې کلن ماشوم د برمې ۹۰ متره څاه ته لوېدلی دی. د موسی قلعه ځایي مسئولینو په لمړنیو شېبو کې ځانونه د پېښی وځای ته ورسول. او د ولایت څخه محترم والي طالب مولوي صاحب،داستخباراتو رئیس محترم […]

    ۱۴۰۱-۰۱-۰۸

    په هلنمد کي دپولیو واکسین درې ورځنۍ کمپاین پيل سو

      دهلمند ولایت لښکرګاه ښار اړوند دکارېز ده سیمي په روغتیایې مرکزکي دپولیو واکسین افتتاح وسول. په دې افتتاحیه مراسمو کي دهلمندولایت دعامي روغتیاریاست مسؤلینو دسیمي قومي مشرانو په هلمند کي دپولیو واکسین مسؤلینوګډون کړی وو. په هم دې ولایت کي دمافیت قتلوي امرډاکټر محمد الله ذاهد باخترآژانس ته وویل موږ دهلنمدولایت په ۱۳ ولسوالیو […]

    ۱۴۰۱-۰۱-۰۸

    هلمند مارجې کي ترافیکي پېښي یو تن ژوبل کړ:

      تېره ورځ یکشنبه مازدیګر ناوخته د هلمند د مارجې ولسوالي د کېمپ په سیمه کي د موټر سېکل د چپه کېدو له امله یو تن ژوبل سو. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکړ چي یاد موټرسېکل چلونکی دخپلي بې احتېاطۍ له کبله دیاي پېښي سره مخامخ سو. ژوبل سوی کس ددرملني په موخه روغتون ته […]

    ۱۴۰۱-۰۱-۰۷

    هلند موسی قلعه کي ترافیکي پېښي درې تنه ژوبل کړه

      نن ورځ یکشنبه غرمه مهال د هلمند ولایت موسی قلعه ولسوالۍ دشنې جامع دښت سیمه کي ترافیکي پېښي درې تنه ژوبل کړه. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکړ چي یوه عراده پاسو موټر چي درې تنه پکې سپاره وه د موټروان د بې احتیاطۍ او ناسم مدیریت له امله اووښتی دی.او پکې سپاره درې تنه […]

    ۱۴۰۱-۰۱-۰۷

    د یونېسیف نړیوالي ادارې استازو د هلمند والي سره لیدنه وکړه

    نن ورځ یکشنبه د یونېسیف نړیوالي ادارې له لوري د پنځو ولایتونو مسئول ښاغلي عثمان د یوه پلاوي په مشرۍ هلمند ولایت ته سفر وکړ او دلته یې ماپښین ناوخته د ولایت مقام کي د هلمند ولایت والي محترم طالب مولوي صاحب سره په داسي حال کي ولیدل چي د ولایت مرستیال محترم حزب الله […]

    ۱۴۰۱-۰۱-۰۷

    دترافیکو د عمومي ریاست محترم رئیس د هلمندولایت دترافیکودمدیریت څخه لیدنه وکړه:

      نن یک شنبه دترافیکو ریاست عمومي رئیس محترم داکترحسیب الله “مختار”دهلمندولایت دترافیکو د مدیریت څخه لیدنه وکړل. دهلمندولایت دترافیکومدیر محترم حاجي ملااحمد اخنذاده دښاغلي رئیس داکترحسیب الله”مختار” او ورسره راغلي پلاوي تود هرکلی وکړ او ددې تر څنګ یې دمدیریت پرمختګونه، ستونزي او خنډونه د دترافیکو عمومي رئیس ته د حل په موخه وړاندي […]

    ۱۴۰۱-۰۱-۰۷

    دهلمند جریدې د (۱۴۰۱) ه ل کال لومړۍ ګڼه دچاپه راووتل :

      داطلاعاتو اوفرهنګ ریاست اړوند چاپي رسنۍ هلمنداونیزي دخپل فعالیت د اته شپېتم کال لومړۍ ګڼه پر ټاکلي وخت چاپ اولوستونکوته وړاندي سوه. نېټه: ۱۴۴۳/۸/۲۴هــ ق.

    ۱۴۰۱-۰۱-۰۷

    سنګین ولسوالۍ کي ترافیکي پېښي یوتن ژوبل کړ:

      تېره شپه د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ په بازار کي ترافیکي پېښه وسوه چي د محمدپه نوم کس پکې ژوبل سو. دباختر اطلاعاتي اژانس خبرراکوي چي پېښه هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله یوه موټرسېکل چلونکي یاد کس په موټرسېکل ووهی. ژوبل سوی کس روغتون ته لېږدول سوی او تر درملني لاندي دی. […]

    go Up