نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن ورځ چهارشنبه د هلمند ولایت د عامي روغتیا ریاست د روغتیا د محیطي مدیریت له خوا د لښکرګاه ښار قناتانو،کیک او کلچه فروشانو ته ښوونیز ورکشاف ورکړل سو. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي نن د عامي روغتیا ریاست له خوا ګډ پلاوي د لښکرګاه ښار قناتانو،کیک او کلچه فروشانو ته دیو ورکشاف […]
نن ورځ چهارشنبه د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب د مرکز لښکرګاه او ولسوالیو د ګڼ شمېر علماءکرامو،مجاهدینو او عامو خلګو سره د ولایت مقام په انګړ کي جلاجلا لیدني وکړې. د باختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي په دې لیدنو کي ښاغلي والي صاحب د خلګو ستونزي او وړاندیزونه واورېدل. او په […]
نن ورځ چهارشنبه د هلمند ولایت خانشین ولسوالۍ یوشمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب سره د ولایت په مقام کي لیدنه وکړه. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي د شیخ الحدیث مولوي محمدعیسی صاحب په مشرۍ یوشمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو لمړی هلمند والي ته د […]
د هلمند ولایت دلښکرګاه ښاروالۍ د آبیارۍ او سرسبزۍ مدیر وویل چي په لښکرګاه ښار کي یې تر ۱۲۰۰۰ زیات بېلابېل نیالګي کښینولي او دا لړۍ لا هم د لښکرګاه ښار په مختلفو سېمو کي دوام لري. نوموړي داڅرګندوني سي تري جامع جومات کي د بست پوهنتون سره په همږغۍ د نیالګیو ایښودولو کمپاین […]
نن ورځ سې شنبه د هلمند له مرکزي زندان څخه ۱۷۰ تنه چي په مخدره توکو روږدي وه تر درملني او بشپړي روغتیا وروسته خوشي سول. د زندانیانو د خوشي کولو په مراسمو کي د هلمند مرکزي زندان مرستیال مولوي عبدالستار ( رحماني) د زندان مسولینو او ژورنالیستانو ګډون درلود. د مرکزي محبس مرستیال […]
نن ورځ سې شنبه د هلمند ولایت د ۲۱۵ عزم قول اردو په قرارګاه کي د مخابرې د مسلکي زدکړو څخه د 62 تنو د فراغت په مناسبت غونډه وسوه. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي یاده غونډه کي د عزم قول اردو درستیزوال محترم مولوي عبدالعزیز انصاري،دمخابرې مدیریت مرستیال محترم مولوي حقبین او […]
نن له غرمې مخکې د هلمند ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د نوي ټاکل شوي رئیس مولوي عبدالباري شهاب تر مشرۍ لاندې د کرنې ریاست د غونډو په تالار کې اداري غونډه ترسره سوه، چې پکښې د یاد ریاست مسؤلینو ، امرینو ، مدیرانو او مسلکي کارمندانو ګډون درلود. غونډه د […]
تېره شپه د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کي ترافیکي پېښي یو تن ژوبل کړ. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي یوه عراده موټرسېکل چلونکي د تېز رفتار په حالت کي د غلام دستګیر اکا په نوم پیاده کس په موټرسېکل ووهی او یوه پښه یې ورماته کړه. خبرزیاتوي چي ژوبل سوی کس روغتون ته […]
نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت مقام په انګړ کي د دې ولایت د بېلابېلو موسیساتو د مسئولینو سره د همږغۍ غونډه جوړه سوه. په غونډه کي د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب،امنیه قوماندان محترم الحاج ملامحمدنعیم اخند،د اقتصاد رئیس محترم انجینر عبدالستار صالح،د کلیو د بیارغوني او پرختیا ریاست رئیس محترم […]
نن ورځ دوشنبه مازدیګر مهال د هلمند ولایت ګرمسېر ولسوالۍ کوچني دروېشان سیمه کي د یوه عراده غټ موټر او موټرسېکل ترمنځ ترافیکي پېښه رامنځ ته سوه.چي موټرسېکل چلونکی ګل ولي اول ژوبل او وروسته یې په روغتون کي ساه ورکړه. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي موټر چلونکی نیول سوی او اړوند اورګان […]
نن ورځ دوشنبه د هلمند ولایت د برېښنا ریاست رئیس محترم حافظ هدایت الله محمد صاحب د یوپلاوي په مشرۍ ګرشک ولسوالۍ ته ولاړی او هلته یې د دې ولسوالۍ د برېښنا فابریکه دنږدې ولیدل. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي ښاغلي رئیس د ګرشک ولسوالۍ د علماءکرامو،مجاهدینو او مخورو سره بېلابېلي ناستي وکړې.د […]
هلمند ولایت کي دا شاوخوا شپېته زره نیالګي دي ، چي تراوسه شل زره یې کښېنول سوي دي او پر پاتي نورو يي کار روان دی. د کرني ریاست مسئولین وايي : دا نیالګي د ځنګل په هغو سیمو کي کښېنول کیږي ، چي په تېر کي سوځېدلي او زیانمن سوي دي. د هلمند […]
ولایت مقام کي دهمږغۍ نظامي غونډه جوړه سوه: په غونډه کي د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب،مرستیال والي محترم حزب الله مولوي صاحب،امنیه قوماندان محترم الحاج ملامحمدنعیم اخندصاحب،داستخباراتو رئیس محترم ابوخالد صاحب،دامنیه قوماندانۍ مرستیال محترم الحاج ملااغاولي اخندصاحب او د قوماندانۍ او استخباراتو د ټولو حوزو مسئولینو ګډون کړی وو. په غونډه کي […]
نن د لښکرګاه ښار د چاپځايو او مطبعو مسؤلينو د هلمند ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند د هنري فعاليتونو د تنظيم عمومي مديريت له مدير سره غونډه وکړل. په غونډه کي د هنري فعاليتونو د تنظيم عمومي مدير مولوي عبدالغفار (مجروحي) د چاپخانو او مطبعو مسؤلينو او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست […]
دهلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کي د برمو د څاګانو د سرونو د پټولو په اړه د مسئولینو غونډه دایره سوه. دباختر اطلاعاتي اژانس د ګرشک ولسوالۍ څخه خبر راکوي چي نن له غرمې مخکي ددې ولسوالۍ ولسوال محترم حاجي متین حاجي لالاصاحب او شمېر علماء کرامو او مسئولینو د ولایت مقام د هدایت سره […]