هلمند کي د ۴۸۴ اړمنو کسانو سره نغدي مرسته وسوه:

نن له غرمې مخکي  د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کي د lOM نړیوال سازمان له لوري د ۴۸۴ اړمنو کسانو سره نغدي مرسته وسوه. د باختر اطلاعاتي اژانس خبرراکوي چي یاده مرسته چي نن ورځ د هلمند د اقتصادریاست په انګړ کي ووېشل سوه هري کورنۍ ته پوره ۱۱۵۰۰ یولس نیم زره افغانۍ ورکول […]

نن له غرمې مخکي  د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کي د lOM نړیوال سازمان له لوري د ۴۸۴ اړمنو کسانو سره نغدي مرسته وسوه.

د باختر اطلاعاتي اژانس خبرراکوي چي یاده مرسته چي نن ورځ د هلمند د اقتصادریاست په انګړ کي ووېشل سوه هري کورنۍ ته پوره ۱۱۵۰۰ یولس نیم زره افغانۍ ورکول سوې.

خبر زیاتوي چي دا مرسته تر ډېره هغه کورنیو ته ووېشل سوه چي د تصدیو کارکونکي او یا هم د مستري خانو،نجاریو،اهنګري،خیاطي او نورو ورته ځایونو کي شاګردان وه.چي  د اقتصادي کمزورۍ سره مخامخ وه او د خپل کور نفقه یې برابرولای نسوه.

 

دیادولو وړ ده چي دا مرسته د هغه سروې پر بنسټ ووېشل سوه چي شاوخوا شل۲۰ شپې وړاندي د لښکرګاه ښار په بېلابېلو برخو کي ترسره سوې وه.

د مرستې د سروې  بهیر په بشپړ ډول شفاف وو.او د هلمند داقتصاد ریاست د رئیس ښاغلي انجنر عبدالستار صالح صاحب،د کاراوټولنیزو چارو د رئیس ښاغلي انجنر حبیب الله دین دوست صاحب،دلښکرګاه ښاروالۍ د استازي  او د مرسته کونکي سازمان د نمایندګانو په حضور کي په خورا شفاف ډول تقسیم او ووېشل سوه.

 

نېټه:۱۴۴۳/۹/۲۵ هــ ق