د ګرشک ولسوالۍ د مسؤلینو ترمنځ اداري مجلس ترسره سو

  تېره ورځ د ګرشک ولسوالۍ د ولسوال محترم حاجي لالا په مشرۍ د یادي ولسوالۍ د استخباراتو مسؤل معصومي صاحب، د محکمې مسؤل محترم قاضي شیخ مولوي شهزاده صاحب، د یادي ولسوالۍ ښاروال حاجي اسحاق صاحب، د برېښنا مسؤل حاجي سیار صاحب، د فقهي مجالسو مسؤل منهاج مولوي صاحب او ځیني نورو مسؤلینو ترمنځ […]

 

تېره ورځ د ګرشک ولسوالۍ د ولسوال محترم حاجي لالا په مشرۍ د یادي ولسوالۍ د استخباراتو مسؤل معصومي صاحب، د محکمې مسؤل محترم قاضي شیخ مولوي شهزاده صاحب، د یادي ولسوالۍ ښاروال حاجي اسحاق صاحب، د برېښنا مسؤل حاجي سیار صاحب، د فقهي مجالسو مسؤل منهاج مولوي صاحب او ځیني نورو مسؤلینو ترمنځ د چارو د چټګتیا په موخه اداري غونډه وسوه.

یاد مجلس د قرانکریم په څو مبارکو ایاتو پیل سو، ورپسې د محکمې محترم قاضي صاحب د مجلس د ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه ترڅو د حوزو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړي چي د اختر په شپو کي ماشومان د پلاستیکي ټکانو، وسلو، او پټاکیو له کارولو منع کړي، او ترڅنګ یې باید هغه دوکاندار چي یاد توکي پلوري تعقیب او مخه یې ونیول سي.

وروسته د یادي ولسوالۍ ولسوال محترم حاجي لالا د عیدګا دلمانځه د وخت او امنیت په اړه د مجلس دګډون والو سره مشورې وکړې او ددوی نظرونه بې واورېدل.

د غونډي په جریان کي د یادو مسؤلینو لخوا پر ځیني نورو مسائیلو هم بحث وسو، وروسته غونډه په دعائیه وینا پای ته ورسېده.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۹/۲۵ هـ ق