په ګرشک ولسوالۍ کي له یو تن هیوادوال سره چي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وو نغدي مرسته وشوه

  په ګرشک ولسوالۍ کي یو تن غریب هیوادوال چي دوه ماشومان یې د ویني په سرطان اخته وه او ترڅنګ یې د سختو اقتصادي مشکلاتو او د یادو دوو ماشومانو د تداوۍ له امله خپل یوه لور پلورلې وه، د ولایت مقام په تعقیب او کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ تېره ورځ […]

 

په ګرشک ولسوالۍ کي یو تن غریب هیوادوال چي دوه ماشومان یې د ویني په سرطان اخته وه او ترڅنګ یې د سختو اقتصادي مشکلاتو او د یادو دوو ماشومانو د تداوۍ له امله خپل یوه لور پلورلې وه، د ولایت مقام په تعقیب او کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ تېره ورځ د یونیسیف ادارې لخوا ورسره د ځیني توکو او نغدي پیسو مرسته وسوه.

د نوموړي شخص سره د یونیسیف ادارې له لوري د یاد شخص د ماشومانو لپاره د ښوونځي درسي توکي او ۲ د حفظ الصحي توکو کېټونه ورکړل سوه او ترڅنک یې ورته ۱۵۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته هم ورکړه.

پورته درې قلمه مواد د کار او تولنیزو چارو د رئیس په حضور کي دیونسیف ادارې د تخنیکي مرستیالانو لخوا یاد شخص ته وسپارل سوه.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۹/۲۵ هـ ق