(له بېوزلو سره مرسته(۱))دالاماره سټوډیو۸۱اصدار نشر شو

د افغانستان اسلامي امارت فرهنګي چاروکمېسیون سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټودي (له بېوزلو سره مرسته(۱))په نوم اصدار نشر کړ. د الاماره جهادي سټوډيو نوموړی اصدار ټول ټال 1:04:00 کیږي، پیل یې د قرآن کریم په څو مبارکو آیاتونو سره شوی دی. ورپسې یوه لنډه مقدمه راوړل شوې ده چي پکې د بېوسو […]

د افغانستان اسلامي امارت فرهنګي چاروکمېسیون سمعي او بصري څانګي اړوند الاماره جهادي سټودي (له بېوزلو سره مرسته(۱))په نوم اصدار نشر کړ.
د الاماره جهادي سټوډيو نوموړی اصدار ټول ټال 1:04:00 کیږي، پیل یې د قرآن کریم په څو مبارکو آیاتونو سره شوی دی.
ورپسې یوه لنډه مقدمه راوړل شوې ده چي پکې د بېوسو او بېوزلو مسلمانو سره مرسته کوونکو ته د الله تعالی له لوري ورکېدونکي اجرونه بیان شوي دي او همداراز یې لیدونکي د بېوزلو د لاس نیوي په هلکه خپل مسؤلیت ته متوجه کړي دي.
(له بېوزلو سره مرسته(۱))نشر شوي ویډیويي اصدار کې لیدل کیږي چې د افغانستان اسلامي امارت د یتیمانو او معلولینو د کمېسیون له لوري د هیواد په ګڼ شمېر ولایاتو کې له کونډو او یتیمانو، معلولینو، مساکینو او بې ځایه شویو کورنیو سره د توان مطابق لازمې مرستې شوي دي.
دغه راز د ویډيو په ځینو برخو کې عام ولس ته د مسؤولو مجاهدینو له لوري د بیا ځلې مرستې وعدې ورکړل شوي او وايي چې(د اسلامي امارت مسولین به وخت په وخت له دوی سره د توان مطابق لازمې مرستې کوي او خپل وس به نه دریغوي).
په ویډيو کې لیدل کیږي چې مرستې ته راټول شوي هیوادوال له اسلامي امارت څخه مننه کوي او په ورسره شوې مرسته زیاته خوښي څرګندوي.
له بېوزله هیواد والو سره په مرسته شویو اجناسو کې غوړي، وریځي، بوره او اوړه شامل وو، دغه مرسته چې د یوې خاصې سروې له مخې شوې، ټولو مستحقو کورنیو ته رسېدلې ده او هیڅ نوعه توپیري چلند پکې نه لیدل کیږي.
د الاماره جهادي سټوډيو همکارانو د اسلامي امارت د یتیمانو معلولینو د کمېسیون له تشکیلاتو سره چې د مرستو د وېش مسؤلیت ور په غاړه وو، ملګرتیا کړې او په ګڼو ولایاتو او ولسوالیو کې یې د ویش لړۍ تعقیب کړې او په اړه یې لنډ راپورنه ترتیب کړي دي.
د (له بېوزلو سره مرسته(۱))ویډيويي اصدار له لاندې ورکړل شویو لینکونو څخه په استفاده کتلی او ښکته کولی شئ.

اعلی کیفیت د کتلو لینک

د ښکته کولو لینک

متوسط کیفیت د کتلو لینک

د ښکته کولو لینک

 

موبايل د کتلو لینک

د ښکته کولو لینک