د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمان له مخي د غور ولایت د علماوو شوری هم جوړه شوه

الاماره ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲ د شرعي نصوصو پر اساس د اسلامي نظام د لا ټینګښت او پرمختګ لپاره له ديني علماوو څخه مشوره اخيستل شرعي امر دی، بناءً د غور ولایت د چارو د ښه سمون په هدف د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د فرمان له مخې په […]

الاماره ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲
د شرعي نصوصو پر اساس د اسلامي نظام د لا ټینګښت او پرمختګ لپاره له ديني علماوو څخه مشوره اخيستل شرعي امر دی، بناءً د غور ولایت د چارو د ښه سمون په هدف د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د فرمان له مخې په لاندې نومونو علماء کرام او متنفذین د غور ولایت د علماوو شوری د مسئولینو او اعضاوو په توګه وټاکل شول.
محترم مولوي صاحب احمد د غور ولایت د علماوو شوری د رئیس، محترم مولوي صاحب محمد ایوب د شوری د مرستیال او محترم مولوي صاحب حفیظ الله د شوری د غړي او اداري او مالي مسئول په حیث و ټاکل شول.
همدارنګه محترمین هر یو شیخ صاحب فضل الرب، مولوي صاحب مولاداد، مفتي صاحب خیر محمد، مولوي صاحب محمد نعیم، مولوي صاحب عبدالحلیم، مولوي صاحب محمد سرور، مولوي صاحب محمد اسحاق، مولوي صاحب محمد رحیم، شیخ صاحب ریاض الدین، مولوي صاحب جلال الدین، مولوي صاحب محمد رسول او مولوي صاحب محمد حسن نوموړې شوری د اعضاوو په توګه و ټاکل شول.
د غور ولایت د علماوو شوری مسئولین او اعضاء مکلفیت لري چي د خپلې لائحې سره سم د همدې ولایت د چارو د ښه سمون لپاره او د محول شویو موضوعاتو په هکله د ولایت اړوندو مسئولینو ته د شریعت په رڼا کي مشورې ورکړي او د ولایت مسئولین مکلف دي، چې د علماوو شوری پر مشورو باندي د دوی د لائحې مطابق عمل وکړي او د لائحې په اجراء کي هم پوره کوښښ وکړي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند
۱۴۴۵/۳/۲ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۲۶ هـ ش ۲۰۲۳/۹/۱۷ م