زابل ولايت کې د فاضلانو، حافظانو او قاریانو د فراغت په مناسبت جلسې وشوې

د زابل ولایت د پوهنې د سیمه يیزو مسئولینو تر سرپرستۍ لاندې ددې ولایت د ارغنداب ولسوالۍ اړوند د سردرې  سیمې په دارالعلوم طیبه  مدرسه کې (۶) تنو د عالمیې درجې فاضلانو او (۳) تنوحافظانوته، همداراز د یاد ولایت د میزانې ولسوالۍ اړوند د شیګان توکرک سیمې په انوارالعلوم عمریه مدرسه کې (۵)  تنو  دعالمیې […]

د زابل ولایت د پوهنې د سیمه يیزو مسئولینو تر سرپرستۍ لاندې ددې ولایت د ارغنداب ولسوالۍ اړوند د سردرې  سیمې په دارالعلوم طیبه  مدرسه کې (۶) تنو د عالمیې درجې فاضلانو او (۳) تنوحافظانوته، همداراز د یاد ولایت د میزانې ولسوالۍ اړوند د شیګان توکرک سیمې په انوارالعلوم عمریه مدرسه کې (۵)  تنو  دعالمیې درجي فاضلانوته د فضيلت پګړۍ ور پر سره شوې.

دې ته ورته د ياد ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند په زکاءالعلوم مدرسه کې (۵) تنو حافظانو، (۱) حافظې نجلۍ او (۲۸) تنو قاريانو ته  او له قرائت څخه فارغو ۲۴ نجونو ته د فراغت دستارونه او پړوني ور پر سر شول، همداراز د عزت المدارس (۵) تنو قاریانو او له قرائت څخه فارغو څلورو نجونو ته د فراغت په ویاړ پګړۍ او پړوني ور پر سر شول.

د پوهنې د مسئولینو له لوري په دې اړه سترې غونډې ترتيب شوې وې چې ګڼ شمېر علماء کرامو، قومي مشرانو، طالب العلمانو او عامو وګړو پکې ګډون کړی وو.

علماء کرامو د دیني مدارسو د جوړولو او پاللو په اړه ګټورې او جالبې ویناوې وکړې او ولسونه يې تشويق کړل چې د خپلو بچیانو دیني زده کړو ته پوره توجه وکړي.

۴-۲-۲۰۲۰