نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۵)د زابل د احصایې رياست وايي چې خلکو ته د اسانتيا وو، رامنځ ته کولو لپاره يې يوه درې اطاقه ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارله. د زابل مرستیال والي سليمان اغا بهير په خپلو خبرو کې وويل دا ودانۍ، د پنځه لکه افغانيو په ارزښت د دولت په بودجه جوړه شوې او نن […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۴)د زابل د پوهنې رياست په هڅو ددې ولایت په مرکز کلات او ټولو ولسوالیو کې د ۴۹۰ ښونکو په مټ ۱۵۰۰۰ زده کونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه د زابل د پوهني رئیس مولوي محمد عثمان حریت وایې دا زده کونکو ته د پوهني ریاست تر چتر لاندې NRC همکارې […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۷) دزابل دپوهني ریاست مسؤلین وايي، چې غواړي په مرکز او ځینو ولسوالیو کې هغه ښوونځي چې ترمیم ته اړتیا لري، له سره ورغوي. دوی وایي، چې دامهال یې د ۱۵ ښونځیو د بیا رغونې چارې پیل کړې، چې شاوخوا ۱۲۰ زره امریکایي ډالره لګښت پرې راځي. مسؤلین زیاتوي، دغه ښوونځي د زابل […]
زابل کې پر دیوالونو او عامه لارو اختریز، سولییز او عامه پوهاوي پیغامونه او شعارونه ولیکل شول! یاد شعارونه او پیغامونه د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ښار په عامه لارو مشهورو ځایونو باندې د راتلوونکي کوچني اختر په مناسبت، سولې او خلګو ته د خپل فرهنګ د دود عامولو […]
نن ورځ د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوی محمد یعقوب “مجاهد” د خپل سفر په ترڅ کې د (٢٠٥) البدر قول اردو اړوند د زابل له دوهمي پلي خیبرلواء څخه ليدنه وکړه. په دې ليدنه کې د ملي دفاع وزیر د دغې لواء د قومندان ملا عبدالجبار (یاسر) او نورو مسؤولینو ولیدل؛ چې […]
د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د ((هیلو ترست)) مؤسیسې د ((C W D)) ګروپ لخوا د ځمکې پر سر هغه سلګونه پخواني چادېدونکي توکي کشف او له منځه یوړل شول چې د سیمي خلکو ژوند یې ګواښه. یادې سیمې ته ماین پاکۍ ټیمونه په داسي مهال ولېږل شول چي میاشت مخکې یو […]
د کار په بدل کې دغه نغد مزد د نړیوال غذایي سازمان WFP له لوري د شاجوی وسوالي د (۱۸) کلیو خلګو ته ورکول کیږي. د مسئولینو په خبره دغه کارونه د شاجوی محمد خېلو کې پر یوه بند او پر کاریزونو شروع دی چې پر مټ یې (۶۷۰) تنو ته د کار زمینه برابره […]
زابل: ارغنداب ولسوالي کې د( ۲۵۰ )وچکالي ځپلو کورنیو سروې تر سره شوه! د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالي کي د پیښو پر وړاندې د چمتو والي ریاست په وړاندیز د (DRC) نړیوالي مؤسیسي په همکاارۍ د ۲۵۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو سروي تر سره شوه. ددې ریاست آمر محمدعثمان غني وايي ، دا سروې چي […]
دغه مراسم د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، سرحدونو او قبایلو چارو ریاست په ګډه همکاري د همدې ریاست د غونډو په تالار کې تر سره شول، چې پر مهال يې د زابل مرستیال والي سلیمان اغا بهیر، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله حماد، د سرحدونو او قبایلو رئیس سحر اخنذاده، د […]
د زابل د ښاروالي د مسؤلینو په خبره د قلات د ښاروال مولوي لطف الله ” لطیفي” په ځانګړي هدایت سره په ښار کې د هغو خوراکي توکو او اوړو د پېر/ پلور(خرڅ او اخستني) مخه ونیول شوه، کوم چې به د خیریه بنسټونو او موسیساتو له لوري پر یو شمېر اړمنو کسانو وېشل […]
د زابل والي الحاج ملا بسم الله عبدالله د زابل ولایت د مرکز کلات او ولسوالیو د سلو یتیمانو له کورنیو سره د نیم میلیون افغانیو نقدي مرسته وکړه چې نن د ولایت مقام د استازي، د شهیدانو او معلولېنو چارو آمریت د استازي او د امر باالمعروف و نهی عن المنکر ریاست د […]
د ا.ا.ا د زابــل ولایت د شـکایاتو اوریــدولو ریـــاست رئیس مولوي جـــاویــد وایي هغه (١٥) محتسیبن یی نیولي دي چې د کورو څخه يې د ښځو ویښتان رانیول، په خبره يې دغه پنځلس کســان چې دننګرهار ولایــت د بهسود ولسوالي د سراچي د کلی څخه راغلي وو، دلته یې مرکز او شاوخوا سیمو کې […]
زابلیان راتلوونکي کوچني اختر ته خوشحال دي او وایي چې ا.ا په راتګ سره له ډاډمن امنیت څخه برخمن شوي او خلک د لرو پرتو سیمو څخه په ډاډه زړه ښار ته راځي او د اختر لپاره جامي او نور وسایل اخلي، په خبره يې مخکې امنیت نه وو چې چا نشي کولاي له […]
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د شینکۍ ولسوالي په عامه کتابتون کې دکتاب لوستنې د دود عامه ولو په موخه درې ورځنی دکتابونو نندارتون جوړ او د کتاب پر ارزښت باندي د یادې ولسوالۍ د ښالم لېسې زده کوونکو او ګډونوالو ته اړین معلومات ورکول شول، په یاد جوړ شوي ننداتون کې […]
د زابل ولایت دترنک قلات فرعي سیندیزي حوزي ریاست مسؤلین وایي په دې ولسوالي کې د بزګرانو په غوښتنه(١٢) کیلومتر ویاله د دوي او د سیمي د خلکو په مالي ملاتړ پاک او اوبو تیرولو ته چمتو کړه. ددې ریاست ریس ملا عبدالکریم ذوالفقار وایي دخاک افغان والسوالي د خاکیران د شوارزو ویاله پاکه […]