• تاریخ : جمعه, ۱ چنګاښ , ۱۴۰۳
  • برابر با : Friday - 21 - June - 2024
  • ساعت :

    زابل

    ۱۴۰۰-۱۲-۲۷

    زابل شاجوي ولسوالي کې (۶۰) تنو ته د کار په بدل کې غنم ورکول کیږي

    په شاجوی ولسوالي کې خلګو ته دکار په بدل کې غنم ورکوي نن ورځ هغو ۶۰ کسانو ته چې په شاجوی ولسوالي کې پر (۲) لارو د باختو او انډۍ (سروشیلو) باندې کار کوي د کار په بدل کې غنم ورکول کیږي. د مسؤلینو په خبره چې هر کاریګر ته د ورځي (۱۰) کیلو غنم […]

    ۱۴۰۰-۱۲-۲۷

    د زابل مرستیال والي د استاد یاسر د زوی عمار یاسر سره وکتل

      د استاد یاسر زوی عمار یاسر زابل ولایت ته د سفر پر مهال د مرستیال والي سلیمان آغا بهیر سره په داسې حال کې وکتل چې د ولایت مقام د دفتر رئیس ملا احمد مختار او د یو شمیر ملکي او نظامي ادارو مسئولېنو هم برخه لرله. د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر […]

    ۱۴۰۰-۱۲-۲۶

    په زابل کې د لسو غوره لوبډلو تر منځ د کرکټ سيالۍ پيل شوې

      دغه سيالۍ د زابل د کرکټ امريت په نوښت او رهبري د ولايت په کچه د لسو غوره لوبډلو ترمنځ د دوهم درجه (ګريډ٢ ) په نوم نن چهارشنبه پيل شوي چې د افتتاح په مراسمو کې د زابل د کرکټ مسٶل محبوب محبت، دولايت مقام د دفتر رٸيس ملا احمد مختار فعال ځوان […]

    ۱۴۰۰-۱۲-۲۶

    زابل کې (162) بیځایه شویو کورنیو سره (400) ډالر نغدي مرسته وشوه

        یاده مرسته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالې کميشنرۍ يا يو ان اچ سې ار (UNHCR) په مالې ملاتړ د WADAN موسيسې په همکارۍ د زابل ولايت د کډوالو او بيرته را ستنيدونکو چارو رياست سره په همږغۍ تر سره شوه. د مسؤلینو په خبره دغه نرسته د زابل […]

    ۱۴۰۰-۱۲-۲۶

    دزابل امنیه قوماندانۍ مربوط داولې حوزی مجاهدینو لخوا څخه دری تنه داخلاقی فساد او غلا په تور ونیول شول!

      دازبل ولایت مرکز قلات ښار داولې حوزی په مربوطاتو کی درې تنه داخلاقې فساد اوغلا په تور ونیول شول. دزابل امنیه قوماندانۍ دجنایې جرمونو پر وړاندې دمبارزې مدیر مولوی عصمت الله کرامت په وینا یادو کسانو چی غوښتل یې دیو دیارلس کلن ماشوم سره لواطت وکړې دمجاهدینو له لورې ونېول شول. او تر تحقیقاتو […]

    ۱۴۰۰-۱۲-۲۶

    د زابل عامي روغتیا ریاست کې یونیسف ادارې د پولیو پروګرام له لسو مسجدونو سره دسولر سیستم برابرو کومک وکړ.

      دزابل ولایت دعامي روغتیا ریاست تر چتر لاندي دیونیسف ادارې دپولیو کمپاین دعامه ذهنیت جوړونې په موخه دزابل حج اوقافو ریاست اړوند دمرکز او ولسوالیو په شمول له لسو هغو مساجدو سره دڅلور،څلور دانو شمسې ورکړې، ددغو مساجدو تعین د حج او قافو ریا ست لخوا شوی ، چې ددې سولر سیستمونو په فعالولو […]

    ۱۴۰۰-۱۲-۲۵

    د قلات ښاروالۍ له لوري بازار ته د غیـرې معیاري اوړو د وړاندې کولو مخه ونیول شوه!

      د قلات ښاروال مـولوي لطف الله لطیفي په مشرۍ د یاد ریاست د یوشمــــــــیر کارمــــندانو په ځانګړو هڅو ښار ته د راتلونکو هغو اوړو مخـه ونیول شوه چې د تجار عبدالستار له لوري خراب او ســم اوړه سره ګډول او د سمو اوړو په بیه یې خرڅول. د ښاروال په هبره حاجي عبدالسـتار چې […]

    ۱۴۰۰-۱۲-۲۵

    د دوهمې پلي خیبرلواء د انجینري ټیم لخوا تر وخت تیر بارود او مرمۍ انفجار کړل شوې

      د ۲۰۵ البدر (ق.ا) د دوهمې پلي خیبر لواء د انجینري ټیم(١٥٠) کیلو بارود او تر وخت تیرو مرمیو ته انفجار ورکړ. د انجینری ټیم آمر مولوي نصیب الله شعیب وایي چې یادې مرمۍ په یو کور کې موندل شوې وې چې (٨٠) فیصده امکان یې درلود چې چاودنه يې کړې واي خو زموږ […]

    ۱۴۰۰-۱۲-۲۴

    د زابل مرستیال والي د زابلي خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

      د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر نن په ولایت مقام کې د زابلي خبریالانو او د محلي رسنیو د مسئولېنو سره په داسې حال کې د همغږۍ ناسته وکړه چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست کفیل شرافت ویاړ هم حضور درلود. د زابلي خبریالانو په استازولۍ عصمت الله عمري عبدالمقیم حلیمي او عصمت […]

    ۱۴۰۰-۱۲-۲۳

    میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو موسسه کې دلومړۍ دورې د مونوګرافونو دفاع وي پیل سوې.

    ۱۴۰۰/۱۲/۲۳ دامراسم چې نن دوشنبه د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو موسسې د غونډو په تالار کې جوړ سوي ول، پکښې دیادې موسسې رئیس، علمي مرستیال، دپوهنځیو رئیسانو استادانو او دزابل دځوانانو چارو عمومي مدیر هم ګډون کړی وو. د پروګرام پیلزه وینا دیادې موسسې رئیس پوهنیار روح الله مشال وکړه، مشال نوي […]

    ۱۴۰۰-۱۲-۲۳

    د نوبهار ولسوالۍ قومي مشرانو د زابل له مرستیال والي سره وکتل

      د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ قومي مشرانو نن په ولایت مقام کې په داسې حال کې د مرستیال والي سلیمان آغا بهیر سره وکتل چې د دفتر رئیس ملا احمد مختار هم حضور درلود. راغلو مشرانو د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر ته د نوې دندې مبارکي ورکړه او د نوبهار ولسوالۍ […]

    ۱۴۰۰-۱۲-۲۳

    په شاجوی ولسوالۍ کې له ۱۵۵ کورنیو سره نقدي مرسته وشوه.

    زابل   د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ په زرګران سیمه کې د DRC موسیسې لخوا د ۱۵۵ غریبو او بې وزله کورنیو سره د ولایت مقام د سکتوري ریاست د استازي په شتون کې نقدي مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته ۲۸۰۰۰ اته ویشت زره افغانۍ ورکړل شوې. د سیمې خلکو د مرستې په […]

    ۱۴۰۰-۱۲-۲۳

    د زابل ولایت د خیبر پلې لیوا مرستیال او یو شمیر مجاهدینو له مرستیال والي سره وکتل

      د زابل ولایت د خیبر پلې لیوا مرستیال مولوي اسیر او یو شمیر مجاهدینو نن په ولایت مقام کې له مرستیال والي سلیمان آغا بهیر سره وکتل او د نوې دندې د مبارکۍ تر څنګ یې په چارو کې ورته د بریالیتوب هیله وکړه. د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر له راغلو مجاهدینو […]

    ۱۴۰۰-۱۲-۱۶

    د زابل د والي تر مشرۍ لاندې د اداري مجلس نوبتي غونډه تر سره شوه او نوی مرستیال والي هم معرفي شو.

    د زابل د والي الحاج ملا بسم الله عبدالله تر مشرۍ لاندې د اداري مجلس نوبتي غونډه په داسې حال کې تر سره شوه چې نوي مرستیال والي سلیمان آغا امنیه قومندان ایوب اخندزاده د ټولو دولتي ادارو رئیسانو او آمرینو هم برخه لرله.   غونډه د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل […]

    ۱۴۰۰-۱۲-۱۶

    په دوو جلا جلا غونډو کې د زابل ولایت د عملیاتي او ضربتي کنډکونو مجاهدینو ته دقران الکریم د تفسیر او ترجمې د پیل لپاره دیني علماء ور وپیژندل شول.

      ورځ دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۶ هـ ش. د زابل ولایت د ارشاد،حج او اوقافو رئیس مفتي محمد اسلام (واسیع) او ورسره مل پلاوي د زابل ولایت د عملیاتي او ضربتي کنډکونو د مساجدو څخه لیدنه وکړه او د قران الکریم د ترجمې لپاره یې دوه تنه علماء ور وپیژندل، چې د شعبان میاشتي د لومړۍ نیټې […]

    go Up