امريکا

امريکا کې د واورين توپان له امله ۹ تنه وژل شوي

په امريکا کې د واورين توپان له امله رامنځ ته شويو پېښو کې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي دي، د نړيوالو خبري رسنيو د راپورونو له مخې، اوهايو ايالت کې ۴ تنه، کينټکي ايالت کې ۳ تنه، ميسزوري او کنساس کې يو يو تن خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.

د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، د دغه واورين توپان له امله ۱۳ سوه زره وګړي د برېښنا له سهولتونو بې برخې شوي، همدا راز د امريکا متحده ايالتونو په لوېديځو او شمالي رياستونو کې د حرارت درجه منفي ۴۰ اټکل شوې ده.

بلخوا ويل شوي چې د امريکا ۲۲ زره الوتنې د تعطيل ښکار شوي او ۵۵۰۰ الوتنې منسوخ شوي دي، د يادونې وړ ده چې ډېری الوتنې سيټل، شيکاګو، نيويارک، ډينور کې منسوخ شوي او د واورين توپان له کبله په جارجيا، کيرولينا، کينټکي او نيويارک کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د امرکا هوا پېژندنې ادارې ويلي، ډېری ختيځ ايالتونه به د تېرو لسيزو په پرتله دا ځل تر ټولو يخ کرسمس ولري، اټلانيا، فلاډيلفيا او پټس به نن تر ټولو سړه هوا ولري.

راپور زياتوي، واشنګټن ډي سي به له ۱۹۸۹ م کال را وروسته او نيويارک به له ۱۹۰۶ م کال را وروسته تر ټولو د يخ موسم کرسمس ولري.