نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د سلواغې څلورمه نېټه د پوهنې نړيواله ورځ ده. د پوهنې وزارت په همدې مناسبت خپل ولس او نړيوالې ټولنې ته ډاډ ورکوي، چې اسلامي امارت تعليم او زده کړه حاصلول د هر افغان لپاره اړینه بولي او هڅه کوي چې خپل ولس ته معياري ښوونيز او روزنیز خدمات وړاندې کړي. اسلامي امارت په […]
ټاپي پروژه چې د سیمې په کچه یوه مهمه اقتصادي پروژه ده او د پیل ابتکار یې هم د ا.ا.ا د لومړۍ واکمنۍ پر مهال شوی، خو تکمیل یې پر افغانستان باندې د امریکايي اشغال له امله تر اوسه ځنډېدلی دی. د افغانستان اسلامي امارت له بیا ځل واکمنېدو سره په هېواد کې بشپړ امنیت […]
په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې په ځینو ولایتونو کې د شدیدې یخنۍ له امله زموږ یوشمیر هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی، انالله و اناالیه راجعون. د افغانستان اسلامي امارت د ټولو تلف شوو هیوادوالو له خپلوانو او کورنیو سره خپله ژوره خواشیني څرګندوي. شهیدانو ته فردوس جنت او ناروغانو ته […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۱) د ا.ا.ا د امنیت شورا اندیښنې درک کوي؛ خو اسلامي امارت هڅه کوي، تر څو ټول امور د اسلامي شریعت په رڼا کې تنظیم کړي، ځکه د خپل دین او خلکو په وړاندې د مسؤلیت د احساس له امله نشي کولای، غیر شرعي اقداماتو ته په هېواد کې اجازه ورکړي. نړیوالو […]
د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي همکاریو د سازمان له غونډې او د افغانستان په اړه اعلامیې څخه هرکلی کوي. واقعا هم نړیوال باید له افغانانو سره خپلو همکاریوته دوام ورکړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونکړي. د ښځو د تعلیم په رابطه د دغه سازمان اندیښنې د درک وړ ده، خو […]
د اسلامي نظام د استحکام او لا پرمختګ لپاره له ديني علماوو څخه مشوره اخيستل شرعي امر دی، بناءً د کابل ولایت د چارو د ښه سمون په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله آخندزاده حفظه الله د فرمان پر اساس لاندې علماء کرام او متنفذین د کابل ولایت د علماوو شوری […]
د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان په شمول له خپلو ټولو ګاونډيو هیوادونو سره د حسن همجوارۍ په روحیه ښې اړيکې غواړي او په ټولو هغو لارو چارو باور لري چې دغه هدف ته موږ رسولی شي. په دا وروستیو کې د پاکستاني چارواکو لخوا د افغانستان په اړه ناسمې څرګندونې کیږي چې موږ يې […]
د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د کندهار، هلمند، زابل، نیمروز، فراه، پکتیکا او پکتیا ولایتونو د علماوو شوری له رئیسانو، معاونینو او اداري مسئولینو سره مشورتي غونډه ترسره کړه. په غونډه کې د ارشاد حج او اوقافو وزارت معین، د ستري محکمې معاون او د دیني خپرونو د نظارت او کره کتني […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۸) د ملي دفاع وزارت، په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو دتحريک شتون او پر هغوی په افغانستان کي دننه داحتمالي برید کولو په اړه د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې پاروونکي او بې اساسه بولي…سره له دې چې د پاکستاني طالبانو د مرکزونو شواهد په ياد هېواد کې […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۷) تیره ورځ یوشمېر بهرنیو رسنیو خبر ورکړی، چي د کندهار په شاه وليکوټ ولسوالۍ کي دوه مکتبونه سوځول شوي. تازه د کندهار د ولایت مقام څخه خپره شوې اعلامیه کې دا خبر ناسم بلل شوی او ویل شوي دي چې «موږ دا په کلکو ټکو ردوو او دا خبر هیڅ حقیقت […]
د قوش تېپې کانال د هېواد په شمال کې د ملي پراختیا شرکت له سترو او ملي پروژو څخه ده، چې اوس مهال یې د لومړي فاز چارې په خورا چټکۍ روانې دي. په دې وروستیو کې یو شمېر فرصت طلبه کسان له خلکو په دې پلمه، چې د قوش تېپې کانال شاوخوا ځمکې وېشل […]
د افغانستان اسلامي امارت د سيمي د امنيت د خونديتوب په اړه د ښې همږغۍ رامنځته کولو په پار د ورته ناستو هرکلی کوي، د یادې غونډې د ګډي هوکړي ستاینه کوي چې د باثباته، سوله ييز، يو موټي او خوندي افغانستان څخه یې ملاتړ څرګند کړی او د افغانستان حاکمیت، یووالي، ځمکنۍ بشپړتیا ته […]
بسم الله الرحمن الرحیم الحمدلله وکفی والصلوة والسلام علی عباده الذین اصطفی، امابعد: قال الله تبارک و تعالی: . وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ﴿البقرة: ١٧٩﴾ ژباړه: ای هوښیارانو! ستاسو لپاره په قصاص کې ژوندی دی،( په کار ده چې له دې قانون څخه سرغړاوی ونه کړئ او) له الله تعالی […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۴) بسم الله الرحمن الرحیم كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ ﴿١٨٥﴾ په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پاکستان هیواد جید او مشهور ديني عالم او د دارالعلوم کراچي […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۲)اسلامي امارت د افغانستان په باب د سیمهییزو مثبتو میکانیزمونو هرکلی کوي او د مسکو په ناسته کې پر سولهییز، متحد، خپلواک، ناپېیلي او له اقتصادي پلوه په پرمختللي افغانستان ټينګار د ستاينې وړ دريځ بولي. همداراز د ناستې د ټولو ګډونوالو له لوري د بیارغونې په برخه کې له افغانانو سره د […]