د قوش تېپې کانال د شاوخوا ځمکو په اړه وضاحت

د قوش تېپې کانال د هېواد په شمال کې د ملي پراختیا شرکت له سترو او ملي پروژو څخه ده، چې اوس مهال یې د لومړي فاز چارې په خورا چټکۍ روانې دي. په دې وروستیو کې یو شمېر فرصت طلبه کسان له خلکو په دې پلمه، چې د قوش تېپې کانال شاوخوا ځمکې وېشل […]

د قوش تېپې کانال د هېواد په شمال کې د ملي پراختیا شرکت له سترو او ملي پروژو څخه ده، چې اوس مهال یې د لومړي فاز چارې په خورا چټکۍ روانې دي.
په دې وروستیو کې یو شمېر فرصت طلبه کسان له خلکو په دې پلمه، چې د قوش تېپې کانال شاوخوا ځمکې وېشل کېږي پيسې اخلي.
د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د قوش تېپې کانال د شاوخوا ځمکو د وېش په اړه تر اوسه هېڅ ډول پرېکړه نه ده کړې، نو درانه هېواد وال دې متوجه اوسي، چې د داسې فرصت طلبه خلکو دوکه نه شي او هم دې مسؤلو ارګانونو ته د داسې کسانو په ور پېژندلو کې اړینه مرسته او همکاري وکړي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند
۱۴۴۴/۵/۲۴هـ ق
۱۴۰۱/۹/۲۷هـ ش ــ 2022/12/18م