د یخنۍ له امله د یوشمیر هېوادوالو د وفات کیدو په اړه د اسلامي امارت د خواخوږۍ پیغام

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې په ځینو ولایتونو کې د شدیدې یخنۍ له امله زموږ یوشمیر هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی، انالله و اناالیه راجعون. د افغانستان اسلامي امارت د ټولو تلف شوو هیوادوالو له خپلوانو او کورنیو سره خپله ژوره خواشیني څرګندوي. شهیدانو ته فردوس جنت او ناروغانو ته […]

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې په ځینو ولایتونو کې د شدیدې یخنۍ له امله زموږ یوشمیر هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی، انالله و اناالیه راجعون.
د افغانستان اسلامي امارت د ټولو تلف شوو هیوادوالو له خپلوانو او کورنیو سره خپله ژوره خواشیني څرګندوي.
شهیدانو ته فردوس جنت او ناروغانو ته عاجله شفا غواړي او د تلف شوو کسانو خپلوانو او متعلقینو ته د جمیل صبر او جزیل اجر غوښتنه کوي. له الله تعالی څخه غواړي چې زموږ نور هېوادوال د یخ او نورو افاتو له ضرر څخه وژغوري.
د اسلامي امارت اړوندو ادارو او مسؤلینو ته لارښونه کیږي چې تر وسه وسه د زیانمنو شوو کورنیو سره مرستې وکړي او د لا زیاتو تلفاتو د مخنیوي لپاره خپل ټول امکانات په کار واچوي. والسلام
د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۴۴/۶/۲۶هـ ق
۱۴۰۱/۱۰/۲۸هـ ش ــ ۲۰۲۳/۱/۱۸م