د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د وروستیو څرګندونو په تړاو، ‏د ملي دفاع وزارت اعلاميه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۸) د ملي دفاع وزارت، په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو دتحريک شتون او پر هغوی په افغانستان کي دننه داحتمالي برید کولو په اړه د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې پاروونکي او بې اساسه بولي…‏سره له دې چې د پاکستاني طالبانو د مرکزونو شواهد په ياد هېواد کې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۸) د ملي دفاع وزارت، په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو دتحريک شتون او پر هغوی په افغانستان کي دننه داحتمالي برید کولو په اړه د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې پاروونکي او بې اساسه بولي…‏سره له دې چې د پاکستاني طالبانو د مرکزونو شواهد په ياد هېواد کې شتون لري، د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې د دواړو ګاونډیو او وروڼو هېوادونو ښې اړیکې زیانمنوي…‏زموږ غوښتنه داده چي هر تشویش باید دتفاهم له لاري رفع شي،
افغانستان لا وارثه ندی، موږ د تل په څېر د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ څخه دفاع ته چمتو یو، او دخپل ګران هیواد په دفاع کي ترهرچا ښه تجربه لرو.