کندهار کې د دو ښوونځیو سوځیدل حقیقت نه لري

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۷) تیره ورځ یوشمېر بهرنیو رسنیو خبر ورکړی، چي د کندهار په شاه وليکوټ ولسوالۍ کي دوه مکتبونه سوځول شوي. تازه د کندهار د ولایت مقام څخه خپره شوې اعلامیه کې دا خبر ناسم بلل شوی او ویل شوي دي چې «موږ دا په کلکو ټکو ردوو او دا خبر هیڅ حقیقت […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۷) تیره ورځ یوشمېر بهرنیو رسنیو خبر ورکړی، چي د کندهار په شاه وليکوټ ولسوالۍ کي دوه مکتبونه سوځول شوي.
تازه د کندهار د ولایت مقام څخه خپره شوې اعلامیه کې دا خبر ناسم بلل شوی او ویل شوي دي چې «موږ دا په کلکو ټکو ردوو او دا خبر هیڅ حقیقت نه لري. »
خبرپاڼه وایي اسلامي امارت د ښوونیزو ادارو د ساتني مسئولیت په غاړه لري او هیچاته به اجازه ورنکړي، چي زموږ ښوونیزي ودانۍ تخریب کړي او یا هم زموږ د پرمختګ مخنیوی وکړي.