د اسلامي همکاریو د سازمان د غونډې په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي همکاریو د سازمان له غونډې او د افغانستان په اړه اعلامیې څخه هرکلی کوي. واقعا هم نړیوال باید له افغانانو سره خپلو همکاریوته دوام ورکړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونکړي. د ښځو د تعلیم په رابطه د دغه سازمان اندیښنې د درک وړ ده، خو […]

د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي همکاریو د سازمان له غونډې او د افغانستان په اړه اعلامیې څخه هرکلی کوي.
واقعا هم نړیوال باید له افغانانو سره خپلو همکاریوته دوام ورکړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونکړي.
د ښځو د تعلیم په رابطه د دغه سازمان اندیښنې د درک وړ ده، خو اسلامي امارت په یاده برخه کې موقتي ګام اخیستی چې د زمینې په مساعدیدو سره به دغه اندیښنه رفع شي.
اسلامي امارت له ټولو نړیوالو سازمانونو خصوصا د اسلامي همکاریو له سازمان څخه غواړي چې له اسلامي امارت سره له نیږدې تفاهم ولري او له افغان ولس سره خپلو همکاریوته دوام ورکړي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند
۱۴۴۴/۶/۲۰ هـ ق
۱۴۰۱/۱۰/۲۲ هـ ش ــ ۲۰۲۳/۱/۱۲م