عالیقدر امیر المؤمنین د یو شمېر ولایتونو د علماوو شوری له علماوو سره مشورتي غونډه وکړه

د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د کندهار، هلمند، زابل، نیمروز، فراه، پکتیکا او پکتیا ولایتونو د علماوو شوری له رئیسانو، معاونینو او اداري مسئولینو سره مشورتي غونډه ترسره کړه. په غونډه کې د ارشاد حج او اوقافو وزارت معین، د ستري محکمې معاون او د دیني خپرونو د نظارت او کره کتني […]

د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د کندهار، هلمند، زابل، نیمروز، فراه، پکتیکا او پکتیا ولایتونو د علماوو شوری له رئیسانو، معاونینو او اداري مسئولینو سره مشورتي غونډه ترسره کړه. په غونډه کې د ارشاد حج او اوقافو وزارت معین، د ستري محکمې معاون او د دیني خپرونو د نظارت او کره کتني ادارې یو شمیر غړو هم حضور درلود.
غونډه د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله په ابتدایي وینا سره پیل شوه چې علماء کرامو ته یې لازمي توصیې وکړې او خپلو مسئولیتونو ته د متوجه کولو ترڅنګ یې وویل: تاسو ته بهتره معلومه ده چې شوری په اسلام کې مهم ځای لري، رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو سره مشورې کولې او په مشورو کولو سره د مسلمانانو تر منځ اتحاد او اتفاق لا ټینګیږي، څوک چي مشوره کوي د هغوی خطاوي به لږ وي، او همدارنګه د جماعت خطا کمه وي، ځکه جماعت پر ضلالت نه سره جمع کیږي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د علماء کرامو د شوری فعالیتونه وستایل او ویې ویل چې: د شوری ګانو له لوري د ولس ډېر مشکلات حل شوي دي او لا باید دوامداره د ولس د ستونزو حل ته پاملرنه وکړي او په دې برخه کې خپلو مسئولیتونو ته لا هم ډیر متوجه شي؛ ځکه علماء هغه قشر دی چې د دوی مسئولیت تر یوم القیامه پوري پای ته نه رسیږي.
نن د الله تعالی په نصرت سره یو اسلامي نظام حاکم سوی، که علماء خپل مسئولیت په سمه توګه ادا نه کړي؛ نو د الله تعالی په وړاندې به یې د مسئولیت بار ډير دروند وي؛ ځکه چي د دین د دعوت او د علم د عمل لپاره زمینه مساعده شوې او په مخکې یې هیڅ مانع یې نشته.
وروسته د علماوو د شوری ګانو اړوند کارونو او یو شمېر نورو مسائلو باندې له علماء کرامو سره مشورې وشوې او د دوی وړاندیزونه واورېدل شول.
علماء کرامو هم د اسلامي امارت او ولس تر منځ د تل پاتي اړیکې را منځته کولو، د ولس د ستونزو حلولو، په ولایتي اداراتو کې د اصلاحاتو راوستلو او د لا پرمختګ په اړه مهمې مشورې وړاندې کړې.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۰/۶/۱۴۴۴هـ ق
۱۳/۱۰/۱۴۰۱هـ ش ــ ۲۰۲۳/۱/۳ م