په نوي ډيلي کي د هند او منځنۍ آسيا هيوادونو د ملي امنيت سلاکارانو لومړنۍ ناستي په اړه د ا. ا. ا. د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه

د افغانستان اسلامي امارت د سيمي د امنيت د خونديتوب په اړه د ښې همږغۍ رامنځته کولو په پار د ورته ناستو هرکلی کوي، د یادې غونډې د ګډي هوکړي ستاینه کوي چې د باثباته، سوله ييز، يو موټي او خوندي افغانستان څخه یې ملاتړ څرګند کړی او د افغانستان حاکمیت، یووالي، ځمکنۍ بشپړتیا ته […]

د افغانستان اسلامي امارت د سيمي د امنيت د خونديتوب په اړه د ښې همږغۍ رامنځته کولو په پار د ورته ناستو هرکلی کوي، د یادې غونډې د ګډي هوکړي ستاینه کوي چې د باثباته، سوله ييز، يو موټي او خوندي افغانستان څخه یې ملاتړ څرګند کړی او د افغانستان حاکمیت، یووالي، ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام او هم په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې اصل ته درناوي کوي.

اسلامي امارت ژمن دی او هیڅ چاته اجازه نه ورکوي چي د افغانستان له خاورې سیمې او نړۍ ته خطر متوجه کړي یا هم د هغوی په داخلي چارو کې مداخله وکړي.

د ا. ا. ا. د هغه وړاندیز هرکلی کوي چې له مخې یې د چابهار بندر د نړيوال شمال-سهيل ټرانسپورټي دهلېز په چوکاټ کې شامل شي. موږ په دې اړه د هر ډول خونديتوب او اړينو اسانتياوو رامنځته کولو ته اماده يو.

د يادي ناستي په اعلاميه کي وېره خپروونکو ته د سرپناه، روزني، پلان او مالي ملاتړ په موخه د افغانستان د خاوري کارېدلو په تړاو ښودل سوې اندېښنه په اوسنيو شرايطو کي بېځايه ګڼو.

هيله مند يو چي د هند-مرکزي آسيا د ملي امنيت سلاکارانو/د امنيت شورا سيکريټرانو راتلونکي دوهمي ناستي ته، چي په ۲۰۲۳ زېږديز کال- مې مياشت کي په قزاقستان کي جوړېدونکې ده، افغانستان ته هم د ګډون بلنه ورکړل شي ترڅو د ا.ا.ا. استازي په شتون کې د امنیت، انسانانو او مخدره توکو د قاچاق د مخنيوي، افغان ولس ته د بشري مرستو رسولو او په ځانګړې توګه د بنسټيزو پروژو په ترسره کولو کي اسانتياوي، همکارۍ او دوه اړخيز ډاډ رامنځته شي.