‏د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۱) د ا.ا.ا د امنیت شورا اندیښنې درک کوي؛ خو اسلامي امارت هڅه کوي، تر څو ټول امور د اسلامي شریعت په رڼا کې تنظیم کړي، ځکه د خپل دین او خلکو په وړاندې د مسؤلیت د احساس له امله نشي کولای، غیر شرعي اقداماتو ته په هېواد کې اجازه ورکړي. نړیوالو […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۱) د ا.ا.ا د امنیت شورا اندیښنې درک کوي؛ خو اسلامي امارت هڅه کوي، تر څو ټول امور د اسلامي شریعت په رڼا کې تنظیم کړي، ځکه د خپل دین او خلکو په وړاندې د مسؤلیت د احساس له امله نشي کولای، غیر شرعي اقداماتو ته په هېواد کې اجازه ورکړي.
نړیوالو سازمانونو او هېوادونو ته په کار ده چې زموږ د هېواد حالات او د ملت دیني غوښتنې درک کړي او نړیوال بشري موضوعات او انساني مرستې تر سیاسي موضوعاتو پورې ونه تړي.
موږ په ټولو هغو برخو کې همکارۍ ته ژمن یو چې زموږ له دیني اصولو او هېوادنیو ارزښتونو سره برابر وي