نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه امير المؤمنين شيخ الحديث مولوي هبة الله اخندزاه د ۱۶/۸/۱۴۴۴ هـ ق د (۵۱۰) ګڼې فرمان له مخې په هېواد کې د بنګو کښت منع اعلان کړ. په دغه فرمان کې راغلي چې په ټول هېواد کې د بنګو د بوټو کښت په مطلق ډول بند دی او له دې […]
درې کاله وړاندې د حوت میاشتې په لسمه د افغانستان اسلامي امارت او د امریکا د متحده ایالاتو تر مینځ، له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو اشغالګرو ځواکونو د وتلو تړون د قطر هېواد په مرکز دوحه کې د نږدې ۶۰ هیوادونو او سازمانونو د استازو پر وړاندې لاسلیک شو. زموږ مؤمن او مجاهد ولس […]
په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د ايټاليا په سویلي سمندرګي کې تر شاوخوا ٨٠ تنو پوري افغان کډوال چې ښځي او ماشومان هم پکې دي او له ترکیې څخه ایټالیا ته د سمندر له لاري په لرګینه کښتۍ کې روان وو، د کښتۍ د ډوبېدو له امله په شهادت رسیدلي دي. […]
تیره ورځ ماښام د کابل ښار ۱۷مې حوزې اړوند خيرخانې سيمې ذاکرين ښارګوټي لومړي سرک کې د داعشي خوارجو په خلاف په ترسره شويو عملياتو کې چې کوم دوه کسه داعشیان وژل شوي، په دوی کې يو یې د داعشیانو د خراسان څانګې يو مهم مسئول او ستر قاتل قاري فاتح و. قاري فاتح د […]
نن غرمه د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند سره د پاکستان د دفاع وزیر ښاغلي خواجه اصف په مشرۍ لوړپوړي پاکستاني پلاوي په ارګ کې و کتل. محترم ملا برادر اخوند سره تر ليدنې وروسته د پاکستاني پلاوي او افغان لوري ترمنځ مفصل کاري مجلس وشو، چې […]
د شرعي نصوصو پر اساس د اسلامي نظام د لا ټینګښت او پرمختګ لپاره له ديني علماوو څخه مشوره اخيستل شرعي امر دی، بناءً د کونړ ولایت د چارو د ښه سمون په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله آخندزاده حفظه الله د فرمان پر اساس په لاندې نومونو علماء کرام او […]
د شرعي نصوصو پر اساس د اسلامي نظام د لا ټینګښت او پرمختګ لپاره د ديني علماوو څخه مشوره اخيستل شرعي امر دی، بناءً د جوزجان ولایت د چارو د ښه سمون په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر اساس په لاندې نومونو علماء کرام او متنفذین د جوزجان ولایت د علماوو […]
د ۲۰۲۳ کال د فبروري په ۱۷ نېټه؛ په بلغاریه هېواد کې یو سر تړلی موټړ(کانټینر) چې د نوموړي هېواد د پلازمېنې صوفیه پر حلقوي سرک. له درې ورځو څخه بند پاتې وو چې متاسفانه د ولږې، تندې او اکسېجن د کمښت له امله په دغه موټر کې ۱۸ تنو افغانانو خپل ژوند له لاسه […]
الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۷) د ا فغانستان د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمومنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله نن د بدخشان، هرات، فراه، بادغیس او نیمروز ولایتونو له علماء کرامو، والي صاحبانو او نورو نظامي او ملکي مسولینو سره ولیدل. مجلس د قران کریم د څو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې […]
له نن څخه ۳۴ کاله وړاندې (۱۳۶۷/۱۱/۲۶هـ ش) د وخت شوروي اتحاد یرغلګر ځواکونه دې ته اړکړل شول چې افغانستان پریږدې او خپل اشغال پای ته ورسوي. د افغانستان اسلامي امارت د دې سترې ورځې په مناسب چې زموږ د ویاړلي ملت د جهاد، سرښندونو او قربانیو په نتیجه کې یو اشغالګر ابرقدرت ماتې وخوړه، […]
له ټولو تجارانو، صرافانو او د ډبرو له کاروباریانو او ټولو هیوادوالو څخه غوښتنه کیږي چې لاندې موارد عملي او په کلکه رعایت کړي. ۱ــ ټول هیوادوال دې د راکړې ورکړې په مهال خپله ملي کرنسۍ افغانۍ وکاروي. ۲ــ هيڅوک نشي کولای د هېواد د هوايي ډګرونو له لارې تر پنځو زرو (۵۰۰۰) زیات او […]
د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د قول اردو ګانو څخه د لیدنو او د اړوندو قومندانانو سره د ملاقاتونو په لړ کې نن پنجشنبه ۱۱ رجب المرجب ۱۴۴۴هـ ق نېټه د افغانستان اسلامي امارت د ۲۰۷ الفاروق قول اردو، د ۲۰۳ منصوري قول اردو، د ۲۱۷ عمري قول اردو او ۲۰۱ […]
د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزارت د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ اعلامیه، چې په کې ویل شوي د اسلامي امارت په ځینو نورو مشرانو د ویزو محدوديتونه لګوي، د دواړو لوریو ترمنځ اړیکو کې د پرمختګ پر وړاندې خنډ بولي. ا. ا. د یوه مسؤول حکومت په توګه د […]
څنگه چې هېوادوال په ځانگړي توگه د شمالي ولایتونو سوداگر په جریان کې دي، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره له تېرو دریو میاشتو په دې بوخته ده چې د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ مدیریت او ټولې چارې افغاني کړي او په همدې موخه د ا.ا.ا ریاست الوزراء محترم مقام له لوري د یادې […]
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک له لوري د وروستي خپاره شوي راپور د ټولو مثبتو او پر واقعیتونو بناء ټکو هرکلی کوي او دغه اقدام د افغانستان د حقیقي پرمختګ او اقتصادي خوځښت په برخه کي یو واضح انځور ګڼي چې نړۍ ته یې وړاندې کړی. […]