په هېواد کې د بنګو د کښت د ممنوعيت په هکله د عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله فرمان

د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه امير المؤمنين شيخ الحديث مولوي هبة الله اخندزاه د ۱۶/۸/۱۴۴۴ هـ ق د (۵۱۰) ګڼې فرمان له مخې په هېواد کې د بنګو کښت منع اعلان کړ. په دغه فرمان کې راغلي چې په ټول هېواد کې د بنګو د بوټو کښت په مطلق ډول بند دی او له دې […]

د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه امير المؤمنين شيخ الحديث مولوي هبة الله اخندزاه د ۱۶/۸/۱۴۴۴ هـ ق د (۵۱۰) ګڼې فرمان له مخې په هېواد کې د بنګو کښت منع اعلان کړ.
په دغه فرمان کې راغلي چې په ټول هېواد کې د بنګو د بوټو کښت په مطلق ډول بند دی او له دې وروسته هيڅوک نشي کولای چې پر خپلو ځمکو بنګ وکري او که چېرې څوک په خپلو ځمکو کې بنګ وکري، کښت به يې له منځه وړل کيږي.
په فرمان کې د کورنيو چارو وزارت او نورو کشفي ادارو ته امر شوی دی چې سرغړونکي محکمې ته وروپيژني او همدا راز محکمو ته امر شوی دی چې سرغړونکي له شرعي حکمونو سره سم مجازات کړي.
د دغه فرمان په دوهمه ماده کې ياد فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جريد کې د خپرېدو وړ ګڼل شوی دی.