له هېواد څخه د اسعارو، سرو زور او قیمتي ډبرو د قاچاق د مخنیوي په اړه د ریاست الوزارء د مقام اعلامیه

له ټولو تجارانو، صرافانو او د ډبرو له کاروباریانو او ټولو هیوادوالو څخه غوښتنه کیږي چې لاندې موارد عملي او په کلکه رعایت کړي. ۱ــ ټول هیوادوال دې د راکړې ورکړې په مهال خپله ملي کرنسۍ افغانۍ وکاروي. ۲ــ هيڅوک نشي کولای د هېواد د هوايي ډګرونو له لارې تر پنځو زرو (۵۰۰۰) زیات او […]

له ټولو تجارانو، صرافانو او د ډبرو له کاروباریانو او ټولو هیوادوالو څخه غوښتنه کیږي چې لاندې موارد عملي او په کلکه رعایت کړي.
۱ــ ټول هیوادوال دې د راکړې ورکړې په مهال خپله ملي کرنسۍ افغانۍ وکاروي.
۲ــ هيڅوک نشي کولای د هېواد د هوايي ډګرونو له لارې تر پنځو زرو (۵۰۰۰) زیات او د ځمکې (سرحدونواو پولو) له لارې تر پنځو سوو (۵۰۰) زیات ډالر په نقدي ډول له ځانه سره وباسي.
۳ــ که څوک له پورته اندازې څخه ډير ډالر نقل کړي، د هریو میلیون ډالرو د لیږد په مقابل کې به یوکال، تر یو میلیونو کم د هر یو لک په مقابل کې به یوه میاشت، او له لک کم تر پورته په دوهم بند کې ټاکل شوي اندازې ډالرو په مقابل کې به تر لسو ورځو پورې محبوس کیږي.
۴ــ کومې پیسې او طلا چې د سرغړونکو څخه نیول کیږي، هغه به د ریاست الوزارء تر لزوم دید پورې په د افغانستان بانک کې ساتل کیږي.
۵ــ هیواد ته د سیمې د هیوادونوپورې اړوند اسعارو او کرنسیو راوړل ممنوع دي.
۶ــ په ټول هیواد کې د اسعارو، سرو زرو، قیمتي ډبرو او تاریخي اثارو بهرته د قاچاق مخنیوی د اسلامي امارت د استخباراتو د لوی ریاست، د کورنیو چارو وزارت او د دفاع وزارت مسئولیت دی.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام
۱۷/۷/۱۴۴۴هـ ق
۱۸/۱۱/۱۴۰۱هـ ش ـ ۲۰۲۳/۲/۷ م