د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کونړ ولایت د علماوو شوری هم جوړه شوه

د شرعي نصوصو پر اساس د اسلامي نظام د لا ټینګښت او پرمختګ لپاره له ديني علماوو څخه مشوره اخيستل شرعي امر دی، بناءً د کونړ ولایت د چارو د ښه سمون په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله آخندزاده حفظه الله د فرمان پر اساس په لاندې نومونو علماء کرام او […]

د شرعي نصوصو پر اساس د اسلامي نظام د لا ټینګښت او پرمختګ لپاره له ديني علماوو څخه مشوره اخيستل شرعي امر دی، بناءً د کونړ ولایت د چارو د ښه سمون په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله آخندزاده حفظه الله د فرمان پر اساس په لاندې نومونو علماء کرام او متنفذین د کونړ ولایت د علماوو شوری د مسئولینو او اعضاوو په توګه وټاکل شول.
محترم شیخ صاحب مولوي عبدالقهار د کنړ ولایت د علماوو شوری د رئیس په توګه، محترم مولوي صاحب خیر محمد، د شوری د مرستیال، محترم مولوي صاحب نیاز محمد خاکسار، محترم مولوي صاحب اخترګل، محترم مولوي صاحب صالح محمد، محترم مولوي صاحب سمیع الله، محترم مولوي صاحب عبدالله منصور، محترم مولوي صاحب حمید الله، محترم مولوي صاحب نور الرحمان، محترم مولوي صاحب محمد سعید، محترم مولوي صاحب عبد الغفور، محترم مولوي صاحب شیر الرحمان، محترم مولوي صاحب خلیل الرحمان، محترم حاجي صاحب ناصر خان، محترم نظر ګل، محترم پاچا جان، محترم سید عظیم او محترم مرسلین د یادې شوری د اعضاوو په توګه و ټاکل شول.
د کونړ ولایت د علماوو شوری مسئولین او اعضاء مکلفیت لري چي د خپلي لائحې سره سم د همدې ولایت د چارو د ښه سمون لپاره او د محول شویو موضوعاتو په هکله د ولایت اړوندو مسئولینو ته د شریعت په رڼا کي مشورې ورکړي او د ولایت مسئولین مکلف دي، چي د علماوو شوری پر مشورو باندي د دوی د لائحې مطابق عمل وکړي او د لائحې په اجراء کي هم پوره کوښښ وکړي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند
۱۴۴۴/۷/۲۹هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۱هـ ش ــ ۲۰۲۳/۲/۲۰م