د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک وروستي راپور په تړاو د ا.ا.ا د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت اعلامیه

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک له لوري د وروستي خپاره شوي راپور د ټولو مثبتو او پر واقعیتونو بناء ټکو هرکلی کوي او دغه اقدام د افغانستان د حقیقي پرمختګ او اقتصادي خوځښت په برخه کي یو واضح انځور ګڼي چې نړۍ ته یې وړاندې کړی. […]

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک له لوري د وروستي خپاره شوي راپور د ټولو مثبتو او پر واقعیتونو بناء ټکو هرکلی کوي او دغه اقدام د افغانستان د حقیقي پرمختګ او اقتصادي خوځښت په برخه کي یو واضح انځور ګڼي چې نړۍ ته یې وړاندې کړی.
په دغه راپور کې ویل شوي چې د خوراکي توکو او نفتي موادو بیې ټیټې شوې، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ثابت پاتې شوی، د صادراتو اندازه هم د پام وړ زیاته شوې، د دولتي کارمندانو معاشونه پر وخت ورکړل شوي او د ملي عوایدو په کچه کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان اسلامي امارت باور لري، که چېرې د افغانستان پر بانکي سکټور شته بندیزونه لرې او د افغانانو کنګل شوې شتمني ازاده شي، د هېواد اقتصادي وضعیت به له دې هم د ښه والي او استحکام په لور ګړندي ګامونه واخلي، او بار به یې د نړیوالې ټولنې له اوږو سپک شي.
د افغانستان اسلامي امارت له ټولو نړیوالو سازمانونو غواړي چې د افغانستان په اړه نړۍ ته هغه پرمختګونه یاد کړي چې په افغانستان کې تر سره شوي په ځانګړي ډول اقتصادي برخه کې، تر څو نړۍ په دې برخه کې د افغانستان له حقیقي وضعیت څخه خبره شي.
د ا.ا.ا پر ټولو نړیوالو سازمانونو او مرستندویه ادارو غږ کوي چې له افغانستان سره د پراختیایي پروژو د تمویل په برخه کې ګام واخلي چې په پایله کې به یې د بې‌کارۍ کچه راکمه او د هېواد پر اقتصادي وضعیت به لا ډېر مثبت تاثیر ولري.
همدا شان له نړیوال بانک څخه غواړي چې د افغانستان په اړه د واقعیتونو د خپرولو تر څنګ، هغه پروژې چې د دې سازمان له لوري تمویلېدې خو د ا.ا.ا له بیا ځل واکمنېدو څخه وروسته یې کارونه نیمګړي پاتې دي، بېرته پیل او چارې یې بشپړې کړي.
د افغانستان اسلامي امارت
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت