د امریکا د خارجه وزارت د وروستۍ اعلامیې په تړاو د هیواد د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزارت د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ اعلامیه، چې په کې ویل شوي د اسلامي امارت په ځینو نورو مشرانو د ویزو محدوديتونه لګوي، د دواړو لوریو ترمنځ اړیکو کې د پرمختګ پر وړاندې خنډ بولي. ا. ا. د یوه مسؤول حکومت په توګه د […]

د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزارت د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ اعلامیه، چې په کې ویل شوي د اسلامي امارت په ځینو نورو مشرانو د ویزو محدوديتونه لګوي، د دواړو لوریو ترمنځ اړیکو کې د پرمختګ پر وړاندې خنډ بولي.
ا. ا. د یوه مسؤول حکومت په توګه د خپلو خلکو ټولو هغو حقونو ته ژمن دی چې د اسلام مبارک دین، افغان منل شویو دودونو او د وخت اړتیاوې يې ایجابوي. د بهرنیو چارو وزارت غواړي متحده ایالتونو ته وریاده کړي، چې د افغانستان حکومت د ټولو مالي او بانکي بندیزونو سره سره هڅه کوي چې خپلو خلکو ته د مرفه ژوند شرایط برابر کړي.
د افغانستان پر مالي او بانکي نظام د نامشروع بندیزونو ادامه د افغان ولس د بشري حقونو صریح نقض دی او د زده‌کړو او روغتیا په ګډون د مرفه ژوند ګڼو برخو ته د افغان ولس لاسرسی محدودوي.
‏متحده ايالتونه بايد د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي او عملي کولو سره يې ښکاره کړي چې د امریکا حکومت سره شوي حقوقي اسناد او ژمنې د اعتبار وړ دي. د افغانستان حکومت چمتو دی چې له متحده ایالتونو سره پر ټولو د اختلاف وړ مسایلو بحث وکړي.
د افغانستان حکومت د امريکا وروستۍ پريکړه غندي او يو وار بيا ټینګار کوي ‏چې‌ د اختلاف وړ ټکي بايد د دیپلوماتیکو چاینلونو او مثبتو ګامونو له لارې حل شي. زموږ دوو اړخیزو اړیکو ښودلې ده چې فشارونه د مسایلو په اواري کې مرسته نه شي کولای.